له ایران څخه هیواد ته د په ناحقه توقیف شویو امریکایانو د راستنولو لپاره یو مهم ګام

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا همغږي کوونکي جان کربي وویل: "مونږ ددې حقیقت په خاطر هیڅ بخښنه نه غواړو چې دغه پنځه امریکایان ژر تر ژره هیواد ته راستانه کړو."

متحده ایالاتو له ایران څخه د په ناحقه توقیف شويو امریکایانو د بیرته ستنیدو لپاره یو مهم ګام اخیستی دی.

د سپتمبر په ۱۱، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن کانګرس ته خبر ورکړ چې هغه د بندیزونو څخه هغه معافیت لاسلیک کړی چې د ایران د شپږ میلیارد ډالرو لیږد ته زمینه برابروي چې د کوریا په جمهوریت کې په حسابونو کې پرې بندیز لګول شوی دی. دا پیسې به بالاخره په قطر کې بانکي حسابونو ته ولیږدول شي، چیرته چې دغه پیسې به یوازې د بشري معاملو لپاره د ایران حکومت ته د لاسرسي وړ وي.
کانګرس ته په دې سند کې، د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پیسو لیږد "په ایران کې د نیول شویو پنځو امریکایي اتباعو د خوشې کولو لپاره اړین دی." سربیره پردې، متحده ایالاتو ژمنه کړې چې "هغه پنځه ایرانیان خوشې کړي چې دا مهال په متحده ایالاتو کې بندیان دي."

د ایراني پانګې د خوشې کولو لپاره د بندیزونو د معافیت لاسلیک کول اړین و، ځکه لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر روښانه کړې چې، "یو شمیر بانکونه ... نه غواړي چې ددې حسابونو اړوند معاملو کې برخه واخلي." هغه وایي، اوس "دا پانګه خپل وروستي منزل ته د لیږدولو په حال کې ده، کوم حسابونه چې په قطر کې دي."

"کله چې دا پیسې په قطر کې دغو حسابونو ته ورسیږي، هلته به د متحده ایالاتو د خزانې وزارت له خوا تر سختې څارنې لاندې ونیول شي، او دا پیسې یوازې د بشردوستانه موخو لپاره کارول کیدی شي، او مونږ د دې پیسو مصرف کول څارو او که اړتیا وي ددې وړتیا لرو چې دا پیسې بیرته کنګل کړو."

د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي، جان کربي ټینګار وکړ چې دا پیسې د ایران دي، او دا چې "[د] ایران ولس به ترې ګټه اخیستونکي وي ... نه رژیم."

"رژیم پیسو ته لاس نه شي وروړای... دا دوی ته نه ورځي؛ دوی یې د وروستي منزل په اړه پریکړه نه کوي او دوی ورته مستقیم لاسرسی نلري."
همغږي کوونکي کربي وویل چې د ایران او د هغه د مشرانو په اړه د متحده ایالاتو پالیسي نه ده بدله شوې.

"مونږ به د ایران د رژیم له خوا د بشري حقونو سرغړونو په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړو. مونږ به په بهر کې د هغوی د بې ثباته کوونکو کړنو، د ترهګرۍ د ملاتړ، په خلیج کې پر سمندري کښتیو د برید او د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې څخه د [ایران] د ملاتړ د دوام پر وړاندې مقابله جاري وساتو."

ښاغلي کربي وویل: "امریکایان هیواد ته راستنول، پریکړې ته اړتیا لري، ځینې وختونه واقعیا پریکړې سختې وي." هغه زیاته کړه، "او مونږ ددې حقیقت په خاطر هیڅ بخښنه نه غواړو چې دغه پنځه امریکایان ژر تر ژره هیواد ته راستانه کړو."
"