په جنوبي قفقاز کې بشري ناورین مخ په زیاتیدو دی

د اذربایجان څخه ناګورنو قره باغ ته په غځیدلي سړک د لاچین دهلیز

د څو اونیو راهیسې د لاچین دهلیز له لارې ټولې بشري مرستې درول شوي، چې د ناګورنو قره باغ د خلکو لپاره چې په کمو تدارکاتو باندې ژوند کولو ته اړ شوي، د بشري ناورین لامل شوی.

د اذربایجان او ارمنستان حکومتونو د ۲۰۲۰ په نومبر کې یو اوربند لاسلیک کړ، چې په نتیجه کې یې د ناګورنو قره باغ په سیمه کې شپږ اونیزه جګړه پای ته ورسیده. له اوربند وروسته، د روسیې سوله ساتي ځواکونه د لاچین دهلیز ته واستول شول؛ هغه یوازنی سړک چې ناګورنو – قره باغ ته غځیدلی دی.

خو بیا هم د تیر کال له وروستیو راهیسې د اذربایجان د حکومت له خوا د لاچین دهلیز بندول د ارمنستان سره له اوربند څخه سرغړونه ده. د سره صلیب د نړیوالې کمیټې په وینا، د لاچین دهلیز له لارې ټولې بشري مرستې له څو اونیو راهیسې بندې شوې دي. دا عمل د ناګورنو قره باغ د خلکو لپاره چې په کمو تدارکاتو باندې ژوند کولو ته اړ شوي د بشري ناورین لامل شوی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس-ګرینفیلډ وویل: "موږ د اذربایجان له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د دهلیز له لارې ازاد تګ راتګ بیرته ازاد کړي - ترڅو سوداګریز، بشري او شخصي وسایط د ناګورنو قره باغ خلکو ته ورسیږي."


هغې زیاته کړه: "موږ د لاچین دهلیز بندیدو له امله په ژوره اندیښمن یو؛ کوم چې اړین توکو ته لاسرسی بند کړی او بشري وضعیت یې لا پسې خراب کړی دی. خواړو، درملو، د ماشومانو خوراکي توکیو او انرژۍ ته لاس رسی باید هیڅکله یرغمل نه شي." آغلې ګرینفیلډ زیاته کړه چې، د ناګورنو قره باغ د خلکو د ساتنې لپاره یوازې د لاچین دهلیز د بندیز لرې کول کافي نه دي.


"زه غواړم ښکېلو غاړو ته پدې اړتیا ټینګار وکړم چې د شخړې د پایداره او سوله ایز حل په هدف خبرو ته دوام ورکړي - او د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د اړیکو نورمال کول ... او اجازه راکړئ روښانه کړم: د سیمې په سوله کې باید د حقونو خوندیتوب او په نګورنو قره باغ کې د خلکو امنیت شامل وي.


سفیرې توماس ګرینفیلډ وویل: "موږ د هر هغه چړکاټ ملاتړ کوو چې ارمنستان او اذربایجان ته اجازه ورکوي چې د شخړې د سوله ایز حل لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړي." هغې همداشان وویل، "متحده ایالات د جنوبي قفقاز په سیمې کې د سوله ایز، دموکراتیک او سوکاله راتلونکي هڅولو ته ژمن دی."