اوکراین ته اضافي مرستې، ځینې په غیر ارادي ډول له ایران څخه

مهمات

مهمات

د متحده ایالاتو د عدلیې وزیر میرک ګارلینډ وویل، "د یو استبدادي رژیم پروړاندې د امریکا اقدامات اوس د بل استبدادي رژیم پروړاندې د اوکراین د خلکو د مبارزې مستقیم ملاتړ کوي."

ددې متل چې "په یوه تیږه دوه مرغۍ وشتل" معنی دا ده چې په یو عمل سره دوه پایلې ترلاسه کړئ. دا متل په داسې حال کې مطرح کېږي چې امریکا له ایران څخه ظبط کړي له یو میلیون څخه زیات مهمات د اوکراین وسله والو ځواکونو ته استولي دي. لومړی، ددې وسلو دا نیونه پخپله د دې معنی لري چې د قاچاق شويو مهماتو لپاره د ایراني رژیم شریر هدف ناکام شو. دوهم، ایران بې پیلوټه الوتکې لیږي چې له روسیې سره د اوکراینیانو په وژلو کې مرسته وکړي. اوس ایراني مهمات کولی شي د روسیې په وړاندې د اوکراینیانو په دفاع کې مرسته وکړي.

متحده ایالاتو د اکټوبر په لومړیو کې اوکراین ته د مهماتو د زیرمو د سپارلو اعلان وکړ. په یو لیکلي بیان کې، د امریکا د عدلیې وزارت یادونه وکړه چې دا زیرمې د ۲۰۲۲ په ډسمبر کې د متحده ایالاتو د مرکزي قومندانۍ سمندري ځواکونو لخوا د عرب په سمندرګي کې له بیرغ پرته یوې کښتۍ څخه چې له ایران څخه روانه وه او ټاکل شوی وه یمن ته ولاړه شي، چیرې چې د ایران د اسلامي انقلابي د ګارډ د قول اردو په ګډون د بندیزونو لاندې ډلې د امنیت شورا د ۲۲۱۶ پریکړه لیک څخه په سرغړونې په مستقیم ډول د حوثیانو ملاتړ کوي. متحده ایالاتو د ۲۰۲۳ په جولای کې د عدلیې وزارت د ملکي تاوان د ادعاګانو په اساس د ایران د اسلامي انقلاب د ګارډ د قل اردو څخه د نیول شویو وسلو ملکیت ترلاسه کړ.

د عدلیې وزیر میرک ګارلینډ په یو بیان کې وویل: "د وسلو پدې لیږد سره، د یو استبدادي رژیم په وړاندې د عدلیې وزارت د ضبط کولو اقدامات اوس د بل استبدادي رژیم په وړاندې د اوکراین د خلکو له مبارزې څخه مستقیم ملاتړ کوي."

د امریکا متحده ایالاتو څرګنده کړې چې د جګړې په ډګر کې د اوکراین د بریالیتوب او د روسیې له ظالمانه یرغل څخه د خپلو خلکو د ساتنې لپاره به هر هغه څه وکړي چې اړتیا وي. د اکتوبر په ۱۱، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پوځي مرستو یوه نوې بسته اعلان کړه چې د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت وسلې یې چمتو کړې چې دمخه د اوکراین د کمبود د پوره کولو لپاره یې لارښونه شوی وه.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یو لیکل شوي بیان کې وویل: "دا جګړه روسیې پیل کړې او هر وخت کولی شي له اوکراین څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو او د خپلو وحشیانه بریدونو په درولو سره یې پای ته ورسوي." هغه زیاته کړه، "تر هغه چې دا کار کیږي، متحده ایالات او هغه ایتلاف چې موږ له ۵۰ څخه زیاتو هیوادونو جوړ کړی دی، د اوکراین سره دریدلو ته به دوام ورکړي، او د کانګرس سره به کار وکړي چې د اوکراین سره د هغه هیواد د راتلونکي په خوندي کولو سره؛ داسې راتلونکې چې خلک یې بیارغونه او په خوندي توګه په یوه انعطاف منونکي او پرمختللې ډیموکراسۍ کې په امن کې ژوند وکړي، زموږ د ملي امنیت ګټو ته وده ورکړي."