د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د جنګ وزیر پېټ هېګسېت پدې وروستیو کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو د وزیرې پېني وونګ او د دفاع د وزیر او مرستیال صدراعظم ریچارد مارلېس کوربهتوب وکړ.
وزیرانو او چارواکو د هند او ارام سمندر په سیمه کې د امنیت، ثبات او هوساینې د پیاوړتیا لپاره پر یو لړ نویو نوښتونو هوکړه وکړه.
امریکا او اسټرالیا په ګډه یو نوښت پیلوي چې څنګه د سوېل ختیځې اسیا او پیسفیک لپاره د ستراتیژیکو مهمو بنسټیزو پروژو په برخه کې مرستې وړاندې کړي او همغږي نوره هم پیاوړې کړي.
په ځانګړي ډول، اسټرالیا ژمنه وکړه چې له امریکا، فلیپین او جاپان سره په ګډه د (لوزون د اقتصادي دهلېز) د پرمختګ لپاره کار وکړي، هغه پلان چې موخه یې د دې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي مشارکتونو پیاوړي کول او د چین د استثماري (یو کمربند یوه لار) د نوښت په وړاندې د بدیل موندل دي.
رښتیا هم، د (لوزون) دهلېز به د اورګاډي، مخابراتو او بندرونو د عصري کولو په څېر لوړو ګټورو زیربنایي پروژو کې ګډي پانګونې چټکې کړي.
د اکتوبر په ناسته کې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسټرالیا صدراعظم انټوني البانېزي موافقه وکړه چې د ( آکیس) AUKUS په نوم کډې پروژې هم چې د اسټرالیا، برتانیا او امریکا تر منځ درې اړخیز امنیتي مشارکت دی “په بشپړ ځواک” کار پرمخ بوزي.
د (آکیس) موخه دا ده چې د هند د ارام سمندر “یوه ازاده، پرانیستې، خوندي او باثباته سیمه” رامنځته کړي.
د دې پروژې د ملاتړ لپاره، د امریکا د جګړې وزیر هېګسېت په درې اړخیز پياوړي سمندري ځواک سمبال، د صنعتي اوبتلونو (سبمرین) د اډې پر جوړېدو روان کار ته اشاره وکړه او د اسټرالیا هغه اعلان یې وستایه چې یو میلیارد ډالر نور هم بسپنه ورکوي څو د امریکا د اوبتلونو د تولید ظرفیت پراخ شي. په ټول ټال کی د اسټرالیا ونډه تر اوسه ۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
هېګسېت د دفاعي حالت په اړه وویل:
“موږ د کوینزلنډ او د شمالي سیمې په هوايي اډو کې د زیربناو کچه لوړوو. دا کار د امریکا د بم غورځونکو الوتکو د اضافي نوبتي دوروو زمینه برابروي. موږ په داروین کې لوژستیکي زیربناوې پراخوؤ څو امریکایي سمندري ځواک نور سرتیري په نوبتي بڼه ځای پر ځای شي او مخکې له مخکې د (ام وي ۲۲) (MV22 ) آسپري په نوم د الوتکو ځای پر ځای کولو ته لاره هواره شي. دا به په ټوله اسټرالیا کې نوې او دوامدارې لوژستیکي شبکې رامنځته کړي.”
امریکا او اسټرالیا همدارنګه د هدایت کېدونکو او وژونکو وسلو په تولید او د وړتیاوو په لوړولو کې خپله همکاري لا پراخه کړي.
ولسمشر ټرمپ او صدراعظم البانېزي د اکتوبر په میاشت کې، د مهمو منرالونو تړون هم لاسلیک کړ. د جنګ وزیر پیت هېګسېت ټینګار وکړ:
“مهم منرالونه او نادره خاوره د دې لپاره ډېره لویه برخه لري چې دواړه هېوادونه په سیمه او نړۍ کې هغه ډول عمل وکړي لکه اړتیا یې چې ده.”
وزیر هېګسېت زیاته کړه، دا ټولې عملي لارې دي چې امریکا او اسټرالیا کولی شي پرې د دواړو هېوادونو لپاره (د ځواک له لارې سوله) تضمین کړي.
“هرڅومره چې موږ پیاوړي او یوځای اوسو، هماغومره کولای شو چې په غوره توګه د هغو شخړو مخنیوی وکړو چې په موږ کې یې هېڅ یو هم نه غواړي.”