یو افغان وګړی د ټاکنو په ورځ د ترهګریز پلان په تور نیول شوی دی

د اکټوبر په اتمه د عدلیې وزارت د یو بل عاجل وژونکی اقدام هڅه روښانه کړه.

د متحده ایالاتو په راتلونکو ټاکنو باندې د نفوذ کولو لپاره د روسیې، چین او ایران په ګډون بهرني لوبغاړي د غلطو او ناسمو معلوماتو د خپرولو؛ د ولسمشرۍ د نوماندانو د کمپاینونو په هک کولو او په ډموکراتیکو سیاسي سیسټمونو باندې د شک د رامنځته کولو لپاره د ناسمو او بې اساسه معلوماتو د خپرولو په هڅو کې ښکیل دي.

د اکټوبر په اتمه د عدلیې وزارت د یو بل عاجل وژونکی اقدام هڅه روښانه کړه. د عدلیې وزارت د اوکلاهوما ایالت په اوکلاهوما ښار کې د یو افغان تبعه پر ضد تورونه ولګول چې د عراق او سوریې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش په استازیتوب یې د انتخاباتو په ورځ د تروریستي حملې دسیسه جوړه کړې وه.

تورن کس ۲۷ کلن نصیر احمد توحیدي دی، چې په اړه یې د عدلیې وزارت په یو بیان کې ویلي، «طرحه یې جوړه کړې وه او هڅه یې کوله چې داعش ته مادي ملاتړ برابر کړي او د داعش په نوم د امریکا په خاوره کې د تاوتریخوالي ډک برید د ترسره کولو لپاره وسلې او مهمات ترلاسه کړي. د دسیسې د یوې برخې په توګه، تورن د خپلې کورنۍ شتمنۍ پلورلي، د خپلې کورنۍ غړي یې په بهر کې میشت کړي، د AK-47 ټوپک او مهمات یې ترلاسه کړي او په متحده ایالاتو کې د تروریستي برید د ترسره کولو لپاره یې ګامونه پورته کړي دي.»

ددغه شخص تر نیولو وروسته په یوه مرکه کې، د عدلیې وزارت وویل، توحیدي ادعا کړې چې دا برید د ټاکنو د ورځې لپاره پلان شوی و چې "د خلکو لویې غونډې په نښه کړي،" چې [د برید] په ترڅ کې د هغه او د هغه یو ځوان ملګری جنایتکار "د شهیدانو په توګه د مړینې تمه کیده."

د متحده ایالاتو لوی څارنوال میرک ګارلینډ وویل: "د عدلیې وزارت د تورن دسیسه شنډ کړه." او زیاته یې کړه، "موږ به د داعش او د هغې د ملاتړو له خوا د امریکا ملي امنیت ته د رامنځته شوي ګواښ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړو، او موږ به هغه کسان وپېژنو، وپلټو او محاکمه کړو چې د امریکا د خلکو د ترور کولو هڅه کوي."

د پلټنو د فدرالي ادارې FBI مشر کریسټوفر وری، وویل، "ترهګرۍ لاهم د FBI لومړی لومړیتوب دی، او موږ به د امریکا د خلکو د ساتنې لپاره له هرې سرچینې کار واخلو."