متحدو ایالتونو او لسو نورو متحدینو یې په یوه ګډه اعلامیه کې شرکتونو، هېوادونو او نورو ادارو ته خبرداری ورکړی چې د ماهرو کسانو هغې شبکې ته پام وساتي چې په انلاین ډول خپل اصلي هویت پټوي او له لرې ددې دپاره کار کوي چې د شمالي کوریا د رژیم لپاره عاید ترلاسه کړي.
دغه ډله د شمالي کوریا د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو د پروګرامونو په تمویل کې مرسته کوي.
په دې ډله کې داسې هکران هم شامل دي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له ناخبرو شرکتونو څخه زیاته اندزه حساس معلومات او کریپټوکرنسۍ غلا کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي: "د شمالي کوریا د معلوماتي ټکنالوژۍ کارکوونکي ځانونه د نورو هېوادونو د اتباعو په توګه معرفي کوي، څو د خصوصي شرکتونو له خوا د کار، تدارکاتو او خدماتو د قرارداد لپاره له انلاین پلاتفورمونو څخه د عاید لارې چارې برابرې کړي."
دغه اعلامیه چې د متحده ایالتونو، جنوبي کوریا، جاپان، کاناډا، استرالیا، نیوزیلنډ، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او هالنډ له خوا خپره شوې، تشریح کوي چې رژیم څنګه له هغو کارکوونکو څخه چې د شمالي کوریا دننه او له هېواده بهر ژوند کوي، د په نښه شویو بندیزونو د مخنیوي لپاره کار اخلي.
په اعلامیه کې هېوادونو ته د دغو کسانو د کوربهتوب په اړه هم خبرداری ورکړل شوی چې وایي "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۳۹۷ شمېرې پرېکړهلیک له مخې، د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه مکلف دي چې د شمالي کوریا ټول هغه اتباع بېرته خپل هیواد ته ولېږي چې ددغو غړو هیوادونو په قلمرو کې پرته له محدودیتونو او استثناو عاید ترلاسه کوي."
اعلامیه څرګندوي چې شمالي کوریا په زیاتېدونکي ډول د هغه " لرېکاري کلتور" څخه ګټه اخلي چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر مهال رواج شو، او پدې برسیره د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په برخه کې له وروستیو پرمختګونو څخه هم استفاده کوي.
اعلامیه وایي: "د شمالي کوریا د معلوماتي ټکنالوژۍ کارکوونکي د خپلو هویتونو د پټولو او په نړیواله کچه د خپلو فعالیتونو د پراخولو لپاره له پېچلو لارو چارو، چې د مصنوعي ځیرکتیا کارول هم پکې شامل دي، استفاده کوي.»
اعلامیه په پراخه توګه دا تشریح کوي چې دغه شبکه څنګه د هویت غلا، جعل، له درېیمګړي د مرستې، د بانکي درغلیو او د مالي څارنې د مخنیوي طریقې کاروي، څو خپل دغه پلان عملي کړي.
په اعلامیه کې د هغو ځانګړتیاوو اوږد لېست هم شامل دی چې انلاین شرکتونه یې د خپلو دندو په غوښتونکو او غوښتنلیکونو کې د یوه پټ کارکوونکي د پېژندلو لپاره کارولای شي.
هغه شرکتونه چې انلاین پلاتفورمونه چلوي، هڅول شوي چې د ثبت شویو معلوماتو د بدلونونو، یا هغه معلومات چې سره اړخ نه لګوي یا تکراري وي او همدارنګه د (ای پي) پتې له توپیرونو څخه خبر وي.
همدارنګه باید د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړو شویو جعلي انځورونو او اسنادو ته هم پام وساتي.
د استخدام مسؤلین باید هغو کارکوونکو ته پام وکړي چې په ویډیويي غونډو کې له ګډون څخه ډډه کوي یا د بدل شویو انځورونو له لارې راڅرګندېږي، په غیرمعمولي ډول د ټیټ معاش په بدل کې کار ته حاضریږي، د کریپټوکرنسۍ له لارې د معاش غوښتنه کوي، یا داسې شواهد رامخې ته شي چې یو واحد حساب د ورځې په بېلابېلو وختونو کې د مختلفو کسانو له خوا کارول کېږي.
په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ له ټولو هېوادونو، شرکتونو او نورو ادارو څخه غوښتنه کوو چې د شمالي کوریا د معلوماتي ټکنالوژۍ د کارکوونکو د طرحو په اړه خپله پوهه لا لوړه کړي او د یادو شویو تاکتیکونو د مخنیوي لپاره اقدامات پلي کړي.»
اعلامیه زیاتوي: "هغه شرکتونه چې انلاین پلاتفورمونه چلوي، باید خپلو دفاعي اقداماتو ته هم دوام ورکړي، لکه د هویت د تایید د بهیر پیاوړي کول او د مشکوکو حسابونو پېژندل.»
متحدو ایالتونو او متحدینو یې په دوامداره توګه د دې ګواښ په اړه خبرداري ورکړي او ژمن دي چې د شمالي کوریا د اټومي او توغندیزو پروګرامونو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.