د تورې بحیرې د سیمې د همکارانو پر اهمیت د دفاع وزیر آسټن ټینګار

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن په دې وروستیو کې د تورې بحیرې د سیمې دریو هیوادونو ګرجستان، اوکراین او رومانیا ته تللی.

هغه د پیاوړو امنیتي همکاریو او ارزښتونو ستاینه وکړه چې دغه هیوادونه یې له متحده ایالاتو سره لري؛ په رسمي توګه یې د هغو قربانیو ستاینه وکړه چې ګرجستان او رومانیا په عراق او افغانستانکې د نړیوالو ځواکونو د ایتلاف د یوې برخې په توګه ترسره کړي؛ او ددغو دریو هیوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره یې د متحده ایالاتو ملاتړ بیا تکرار کړ، ځکه چې دوی د روسیې د حکومت د ناوړه فعالیت له امله د فشار سره مخ دي.

د دفاع وزیر آسټن وویل، "دا پرته له دې چې ووایو څرګنده ده چې سیمه د روسیې د تیري له امله خطر سره مخ ده، او مونږ د اوکراین په ختیځ کې د روانو عملیاتو، د ګرجستان د ځینو برخو نیول، د تور سمندرګي پوځي کول، او په هوا او سمندر کې پارونکو اقداماتو شواهد لیدلي دي. " د دفاع وزیر آسټن

زیاته کړه، "د روسیې بې ثباته کوونکي فعالیتونه... په سیمه کې د برلاسي کیدو او د یوې بشپړه ازادې او سوله ییزې اروپا د رامنځته کیدو د مخنیوي لپاره د هغې د جاه طلبۍ څرګندونکي دي."

د دفاع وزیر آسټن خبریالانو ته وویل چې د متحده ایالاتو لپاره "په سیمه کې د خپلو شریکانو څخه ترلاسه شوي پراخه ملګرتیا او همکارۍ خزانه ده" او هغه څرګنده کړه چې متحده ایالات به د ګرجستان، اوکراین او د رومانیا د سمندري ظرفیتونو د لوړولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او همدارنګه د روسیې د ناوړه فعالیتونو د مخنیوي او دفاع لپاره د بلغاریا د هڅو ملاتړ کوي.

دریو هیوادونو ته د سکرتر آسټین سفر د تورې بحیرې د امنیت لپاره د ناتو علاقه هم په ګوته کړه - رومانیا د ناټو د مهم متحد په توګه او اوکراین او ګرجستان د ملګرو هیوادونو په توګه چې د ناټو غړیتوب ته هیله لري.

د دفاع وزیر رومانیا "د مسؤلیتونو د شریکولو، دفاعي چارو د عصري کولو، او په اروپا او له هقې اخوا د ناټو په ماموریتونو کې د ونډې اخیستنې په برخه کې د یو متحد د ژمنې یوه مهمه بیلګه وبلله." هغه همدا راز د رومانیا ستاینه وکړه چې د ناټو یو له هغو متحدینو څخه دی چې د متحده ایالاتو د پام وړ شمیر سیارو ځواکونو کوربه توب کوي.

په ګرجستان او اوکراین کې، سکرتر آسټین روښانه کړه چې د دیموکراتیکو بنسټونو پیاوړتیا هم د فساد او تیري په وړاندې یو لوی خنډ دی، او هغه دواړه حکومتونه وهڅول چې اصلاحات تعقیب کړي چې د هغوی د یورو اتلانتیک هیلو ته وده ورکړي.

ښاغلي آسټن وویل، "د تور سمندرګي امنیت او ثبات د متحده ایالاتو په ملي ګټو کې دی او د ناټو د ختیځ اړخ امنیت لپاره خورا مهم دي." هغه زیاته کړه، "موږ به په دې تمرکز وکړو، او موږ به په سیمه کې له خپلو شریکانو سره کار ته دوام ورکړو."