د مرستو رسولو لپاره د دوامداره حل لارو رامنځته کول

د اټکل له مخې په راتلونکي کال کې به په ټوله نړۍ کې، ۲۷۴ میلیون وګړي یو څه بیړنیو مرستو ته اړتیا ولري.

د ۲۰۲۲ کال لپاره د نړیوالو د متحدو بشردوستانه مرستو په مجازی غونډه کې د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایي ادارې USAID رئیسې سمنتا پاور وویل: "د بې وزلۍ او کړاونو جغرافیه هغه ځایونو ته لیږدي چې د تاوتریخوالی سره مخ دي."

"نو، موږ باید خپل تمرکز بلې خواته واړوو، نه یوازې دا چې په کومو ځایونو مونږ کار کوو، بلکې د چا سره مونږ شراکت کوو."

آغلې پاور وویل. " دا د سیمه ایزو لوبغاړو سره د شراکت د پیاوړتیا او پراختیا په مانا ده، که هغه سره صلیب دی، د سرې میاشتې سیمه ایزې څانګې دي او یا نور نړیوال بنسټونه، [د مرستو] ترلاسه کونکي حکومتونه، یا ټولنې او مذهبې ادارې دي چې په هغو سیمو کې موجودې دي چې موږ په کې کار کوو."

"دا خبره د ښځو په مشرۍ سازمانونو په اړه ښه صدق کوي چې د نړۍ د ترټولو سختو کړکیچونو سیمو له لومړیو کرښو څخه یې لیدلوری اکثر وخت له پامه غورځول کیږي."

سمنتا پاور همداشان وویل، "دا اکثره هغه میرمنې دي چې هڅه کوي هغه ډېر اړمن خلک او هغه میرمنې مشخص چې سرچینې په اغیزناک ډول لګوي. خو کله چې تصمیم نیول کیږي چې څنګه بشري مرستې توزیع شي او څوک ترې ګټه واخلي، ډیر وختونه دوی په تصمیم نیونه کې ونډه نلري. سیمه ایز سازمانونه، په ځانګړې توګه د ښځو په مشرۍ سازمانونه باید د پیل څخه دخیل وي او باید د بشردوستانه پروګرامونو په ډیزاین او پلي کولو کې مرکزي رول ولري. "

د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې مشرې وویل، "همدا خبره د هغه کار په اړه هم صدق کوي‌ چې هدف یې د اقلیم سره مبارزې ایجاد او سمون دي".

"لکه څنګه چې موږ د نړۍ په کچه د سیمه ایزو ټولنو سره د اقلیم تاوانونوسره د مبارزې په ایجادولوکار کوو، موږ باید په ستراتیژیک ډول فکر وکړو چې څوک باید د ناورین د خطر کمولو لپاره پروګرامونه ډیزاین او پلي کړي."

د دا ډول پام وړ پلان کولو پایلې پخپله خبرې کوي. د مثال په توګه، په ۱۹۹۸ کې د مچ طوفان هاندوراس او نیکاراګوا وځپل او پر یوې ساحې چې شپږ میلیون خلک په کې اوسیدل اغیز وکړ. له ۱۰زرو زیات کسان یې مړه کړل.

وروسته بیا، USAID په سیمه ایز مدیریت، بیړني خبرتیا، تخلیه او مخابراتي سیسټمونو او همداشان د اقلیم په ځیرکو زیربنا کې پانګونه وکړه چې د ژوند او معیشت ښه ساتنه وکړي. او کله چې د مچ طوفان په څیر زورور د ایټا (‎Eta) او لوټاIota) )، طوفانونو په ۲۰۲۰ کېهمداسې حالت رامنځ کړ، یوازې ۲۰۵ کسان مړه شول.

په څرګنده توګه، د ناورین د خطر کمولو کارونو ډیزاین کولو کې د ځایی خلکو ښکیلتیا ګټوره ده.

په همدې خاطر د USAID رئیسه سمنتا پاور وویل، "موږ باید...هغه لارې چارې بدلې کړو او په کې د بشردوستانه مرستو رسولو لپاره د ځایی خلکو او سازمانونو، د ښځو او محرومو خلکو بشپړ ګډون، ډیزاین، او مشرتابه شامل کړو، هغه کسان چې کولای شي د هغو خطرونو لپاره چې دوی په خپلو ټولنو کې ورسره مخ دي د ثابتو او دوامداره حل لارو چارو په رامینځته کولو کې مرسته وکړي.