د ایراني سوداګر په اړه معلوماتو ته د جایزې ورکولو وړاندیز

د ایراني سوداګر حسین هاتفي اردکاني په اړه د معلوماتو لپاره تر ۱۵ میلیون ډالرو پورې انعام وړاندیزشوی

په متحده عربي اماراتو کې میشت د "اردکاني" شرکتونه د متحده ایالاتو او بهرنیو هیوادونو له خوا لګول شوي بندیزونه او د صادراتو کنټرول ماتوي او په غیرقانوني ډول د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ته تجهیزات رانیسي.

د عدالت لپاره د متحده ایالاتو د انعامونو پروګرام د ایراني سوداګر حسین هاتفي اردکاني په اړه د معلوماتو لپاره تر ۱۵ میلیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي.

ددې انعام وړاندیز د هغو معلوماتو لپاره د جایزې د وړاندیز یوه برخه ده چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د مالي میکانیزمونو د ګډوډولو لامل کیږي. سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د ایران د وسله والو ځواکونو لومړنۍ څانګه ده او د متحده ایالاتو او یو شمیر نورو هیوادونو لخوا د ترهګر سازمان په توګه نومول شوې ده. پنځه کاله وړاندې د ترهګر سازمان په توګه د نومولو راهیسې، متحده ایالاتو د هغو معلوماتو لپاره د پام وړ انعام وړاندیز کړی چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د مالي شبکو د ګډوډۍ لامل کیږي. په همدې خاطر د حسین هاتفي اردکاني په اړه معلوماتو ته هم د جایزې وړاندیز شوی.

په اوکراین او د نورو شخړو په سیمو کې د ایراني شاهد ډرون یا بې پیلوټه الوتکو د پاتې شونو په ترلاسه کولو سره دا په ډاګه شوه، چې په الوتکو کې کارول شوې ډیری برخې اصلا د متحده ایالاتو څخه وې. دغه اجزاوې د اردکاني د سوداګرۍ شبکې لخوا اخیستل شوي دي.

اردکاني په مالیزیا کې د یو شمیر مخکښو شرکتونه مشري کوي چې د یو ګوډاګي په توګه په متحده ایالاتو او بهرنیو هیوادونو کې تولید شوې حساسه ټکنالوژي او وسایل ترلاسه کوي کوم چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک باندې د امریکا د بندیزونو او صادراتو د کنترول په وجه دا وسایل په ډول په قانوني لارو چارو نشي ترلاسه کیدای.

په متحده عربي اماراتو کې میشت د اردکاني شرکتونه د متحده ایالاتو او بهرنیو هیوادونو له خوا لګول شوي بندیزونه او د صادراتو کنټرول ماتوي او په غیرقانوني ډول د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو ته تجهیزات رانیسي. د تیر کال په دسمبر کې، د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت اردکاني، د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ته په متحده ایالاتو کې د جوړ شویو دوه ځله کاریدونکو مایکرو الیکټرانیکونو د پیرودلو په خاطر تورن کړ.

که تاسو او یا هر څوک چې تاسو پیژنئ چې د حسین هاتفي اردکاني په اړه معلومات لرئ، مهرباني وکړئ د سیګنال، ټیلیګرام، یا واټس اپ له لارې په ټوله نړۍ کې د انصاف لپاره انعامونو سره پدې شمیره اړیکه ونیسئ: +1-202-702-7843. ټول معلومات به په کلکه محرم وساتل شي. د دې انعام وړاندیز په اړه نور معلومات د انصاف لپاره د انعامونو ویب پاڼه کې موندل کیدای شي، کوم چې لینک یې دی: rewardsforjustice.net