د امریکا متحده ایالات د روغتیا په نړیوال سازمان کې پاته کیږي. د لوړې له مراسمو څخه لږ وروسته جمهور رئیس جو بایډن یو لیک لاس لیک کړ او د پخواني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ تصمیم یې باطل کړ چې غوښتل یې د روغتیا د نړیوال سازمان یا ډبلیو اچ او څخه ووځي.
د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې کاملا هریس د روغتیا د نړیوال سازمان د رئیس ډاکټر تدروس ادهانوم ګیبریاسوس سره تلیفوني خبرې وکړې چې ورسره د ډبلیو اچ او څخه د وتلو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د تصمیم په بدلولو بحث وکړي او ووایي چې [امریکا به] خپل مالي مکلفیتونه سر ته رسوي او د یو ګټور شریک په توګه به کار کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان غښتلی او اصلاح شي.
د جمهور رئیس مرستیالې هریس ټینګار وکړ چې هغه او جمهور رئیس بایډن باور لري چې ډبلیو اچد کروناویروس په کنترولولو او د وبا د مخنیوي لپاره د غوره صحي چمتوالي په نیولو کې حیاتي اهیمت لري.
ډاکټر انتوني فوچي د روغتیا د نړیوړال سازمان د اجرائیه کمیټې په ۱۴۸ غونډه کې د ګډون لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د پلاوي نوی رئیس وټاکل شو. ډاکټر فوچي ډبلیو اچ او د اجرائیه هیت د غونډې په ترڅ کې په وینا کې وویل، «زه د خپلو همکارانو سره یوځای د روغتیا د نړیوال سازمان څخه مننه کوو چې د دغې وبا سره یې پهمبارزه کې د نړۍ د عامې روغتیا د رهبرۍ رول ولوبوه.»
هغه وویل: «د بایډن اداره همداشان نیت لري چې په بشپړه توګه د نړیوالې روغتیا په پرمختګ کې دخیله وي، د نړیوالې روغتیا د امنیت او د نړیوالې روغتیا د امنیت د اجندا، او د ټولو خلکو لپاره د یوې سالمې راتلونکې رامنځ ته کولو ملاتړ وکړي.»
ډاکټر فوچي د بایډن د ادارې پلان اعلان کړ چې غواړي د COVAX [د کروناویروس ضد واکسین ته په مساوي توګه د نړیوال لاسرسي کاري ډله] سره یو ځای شي او د کوویډ۱۹ ضد واکسین د پرمختګ لپاره د [نړیوالو] څو اړخیزو هڅو د چټکولو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هغې د درملنې، تشخیص او پرمختیا ملاتړ کوي. د COVAX هدف د کوویډ۱۹ ضد واکسین د پرمختیاو او تولید چټکول او د نړۍ د هر هیواد لپاره د مساوي او مناسبه لاسرسي تضمینول دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس ګیبریاسوس وویل: «دا د ډبلیو اچ او لپاره یوه ښه ورځ ده او د نړیوالې روغتیا لپاره یوه ښه ورځ ده.» هغه په یو ټویټ کې لیکلي: «د روغتیا نړیوال سازمان د ملتونو کورنۍ ده او مونږ ټول حوښ یو چې د امریکا متحده ایالات پدې کورنۍ کې پاته کیږي.»