امریکا د خپل شریک هند سره د کوویډ۱۹ ضد مبارزې کې ولاړه ده

هند په بیساري ډول د کروناویروس مخ پر زیاتېدونکې پیښې او مړینې تجربه کوي‌ او د امریکا متحده ایالات د خپل دغه ملګري مرستې ته دانګلي. دا دواړو هېوادونو اوه لسیزې په نړیوالو روغتیايي مسایلو باندې ګډ کار کړی دی، او کله چې د دغې وبا په لومړیو ورځو کې د امریکا روغتونونه له رنځورانو ډک وو،‌ د هند سخاوت یاد شوی او ستایل شوی دی.

په هند کې د کروناویروس د کړکیچ په وړاندې د مبارزې د ملاتړ لپاره د امریکا د متحده ایالاتو حکومت تر اوسه [هند ته] د څه دپاسه ۱۰۰ میلیون ډالرو مرستې کړې دي. د مۍ په ۱۱ (غوایي ۲۱) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یو خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې د شپږو ورځو په ترڅ کې په مرستو بار شپږ الوتکې هند ته الوتنې کړې دي:

« په دغو پروازونو کې: ۲۰ زره کورسه ریموډیزویر، نژدې ۱۵۰۰ د اکسیجن ډبې، د اکسیجن ۵۵۰ ګرځنده متمرکز کوونکي، نژدې ۲.۵ میلیون N-95 ماسکونه، په پراخه اندازه د اکسیجن د متمرکز کولو سیستمونه، د نبض معلومولو الې، او نورو... پر دې سربېره د امریکا د پرمختیایي مرستو ادارې سملاسې بودجه ځانګړې کړې چې په محل کې د اکسیجن ۱۰۰۰ ګرځنده متمرکز کوونکې آلې هم واخلي.»

ددې لپاره چې همکاري نوره هم زیاته کړي، متحده ایالات همداشان د مرستندویانو خصوصي سکتور او غیر دولتي موسسو سره له نژدې کار کوي. ویاند پرایس په ګوته کړه چې خصوصي سکتور ژمن دی چې نور ۴۰۰ میلیون ډالر هم هند سره مرسته وکړي، هغه اقدام چې د هغه په وینا د امریکا حکومت «پرې خورا خوښ» دی.

د وبا په وړاندې د نړیوالې مبارزې د ملاتړ لپاره د سپینې ماڼۍ د کوویډ۱۹ پر وړاندې د غبرګون ټیم لوړ پوړي سلاکار اندریو سلاویټ وایي چې متحده ایالات همداشان هغه انتخابونه ارزوي چې د نورو هیوادونو سره هغه امن او ګټور واکسینونه چې لاس رسی ورته موجود وي شریک کړي.

د بایډن-هاریس اداره په کلکه د معنوي ملکیت او شتمنۍ په ساتنه باور لري، خو ددغه وبا د ختمولو لپاره متحده ایالات همداشان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان تر څار لاندې د کوویډ۱۹ ضد واکسین جوړولو لپاره د آی پي د خوندیتوب د لغوه کولو ملاتړ کوي.

په داسې حال کې چې هند د کروناویروس سره په مبارزه بوخت دی، امریکا یې تر څنګ ولاړه ده او د هند له چارواکو او صحي متخصیصنو سره ګډ کار کوي چې په دغه روان کړکیج کې راڅرګندېدونکي تمایلات په نښه او ځواب کړل شي.

ویاند پرایس وویل چې له هند سرهد امریکا د مرستو ژمنې د جمهور رئيس بایډن هغه تعهد څرګندوي چې «کله هم د بشري مرستو او د نړیوال روغتیا مسایلو خبره وي د امریکا متحده ایالت به مخکې او رهبر وي.»