فنلنډ او سویډن د ناټو غړیتوب لپاره غوښتنليکونه وسپارل

د فنلنډ او سویډن د بهرنیو چارو وزیران د ناټو عمومي منشي ته په ناټو کې د شمولیت د درخواستونو د ورکولو پر وخت

د فنلنډ او سویډن د بهرنیو چارو وزیران د ناټو عمومي منشي ته په ناټو کې د شمولیت د درخواستونو د ورکولو پر وخت

د می په ۱۸مه د فنلنډ او سویډن حکومتونو د ناټو په دفاعي تړون کې د غړیتوب غوښتنه وکړه. ددغو هیوادونو غوښتنلیکونه په ګاونډي هیواد اوکراین باندې د پوتین د رژیم د بې پروا او پراخ یرغل مستقیمه پایله ده، چې دا دواړه د نظامي پلوه پخواني ناپیلي هیوادونه دې پایلې ته ورسیدل چې د روسیې د مشرتابه د دښمنۍ پر وړاندې یې امنیت پیاوړی شي.

ولسمشر جوبایډن د دواړو هېوادونو د پرېکړې هرکلی کړی دی او ویلي یې دي، «فنلنډ او سویډن ناټو پیاوړې کوي." او زیاته کړې ده چې، «یو پیاوړی، متحد ناټو د امریکا د امنیت بنسټ دی."

که څه هم فنلنډ د روسي امپراطوري له خوا مستعمره شوي وو او بیا یې د یو خپلواک هیواد په توګه په شلمه پیړۍ کې د شوروي اتحاد په وړاندې دوه جګړې وکړې - یوه د ۱۹۳۹ نه تر ۱۹۴۰ او بله د ۱۹۴۱ نه تر ۱۹۴۴ پورې - د دویمې نړیوالې جګړې وروسته دوره کې، هیلسنکي له مسکو سره نږدې اقتصادي اړیکې وساتلې او له پوځي پلوه بې طرفه پاتې شوی و. سویډن له دوو پیړیو راهیسې د پوځي ناپیلتوب تاریخ لري. که څه هم فنلنډ او سویډن دواړو په وروستیو کلونو کې له ناټو سره خپلې همکارۍ ژورې کړې، پخوا نه ددې هېوادونو سیاسي مشرانو او نه هم د دوی اکثریت وګړو د ناټو غړيتوب ته لېوالتیا ښودلې وه. اوس، دا [وضعیت] بدل شوی دی.

د اوکراین په وړاندې د کرملین د انتخابي وحشیانه جګړې څخه یوه لانجمنه کنایه داده چې ولادیمیر پوتین د هغه څه د مخنیوي لپاره چې ادعا یې کوله او ترې یې ویره لرله او غوښتل یې مخنیوی یې وکړي هغه: د ناټو پراخیدل و. د فنلینډ او سویډن شاملیدل به د دریو بالتیک هیوادونو امنیت پیاوړی کړي چې دا مهال د ناټو شمال ختیځ برخه جوړوي او د کولا ټاپو څخه د شمالي قطب په لور د روسیې فدراتیف وروستي د بې باکه پراختیا په خنثی کولو کې مرسته کوي.

د پوتین د تیري په وړاندې د ناتو تړون - له پیل څخه دفاعي او سوله غوښتونکی – غښتلی، متحد، او د هغو هیوادونو لپاره چې د خپل حاکمیت او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره هوډمن دی، یو ځلانده څراغ دی.

ولسمشر بایډن وویل: "په پورته شمال کې د ناټو د دوو نویو غړو درلودل به زموږ د متحدینو امنیت پیاوړی کړي او په ټوله کې به زموږ امنیتي همکاري لاپسې ژوره کړي." ښاغلي بایډن زیاته کړه، "نن په دې کې هیڅ پوښتنه نشته چې ناټو مناسب دی، دا چې دا اغیزمنه ده او دا چې د پخوا په پرتله ورته اوس اړتیا ډیره ده."