له هند سره په راتلونکې کې په څلورو برخو کې همکاري

د مدیریت او سرچېنو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ریچارډ ورما د هډسن په انستیتیوت کې په خپلو څرګندونو کې په اینده کې په څلورو برخو کې د متحدو ایالتونو او هند همکاري په ګوته کړه.

نوموړي د همکارۍ لومړه برخه ساینس او تکنالوژي یاده کړه: "دا په دې مانا ده چې د امریکا او هند مشارکت به په خپلې غېږې کې دا نوې برخې رانغاړي: د پاکې انرژۍ زیاتول او د اقلیم بدلون کمول؛ د کروندګرو لپاره د نوې تکنالوژۍ برابرول چې ښه او اغیزناک تخمونه او فصلونه ترلاسه کړي؛ د نړیوال صحي امنیت لپاره د واکسین په برابرولو کې ګډ کار کول چې د بلې وبا مخه ونیول شي؛ د حیاتي منرالونو د انتقال د بهیر خوندي کول، د سمي-کنډکټرونو د تولید لپاره د سرچېنو او اتکا متنوع کول؛ د مصنوعي ځېرکتیا او مهمو محاسباتو په اړه په خپلو ژمنو عمل کول او په مناسب ډول یې خوندي کول دي."

مرستیال وزیر ورما وویل چې دویمه برخه یې د څو اړخیزو بنسټونو جوړول دي چې د هند-پاسیفک سیمي د خلکو لپاره لا ښه سوله او سوکالي برابره شي.

ورما وویل: "په راتلونکې لسیزې کې د نړۍ دوه په درېیمه برخه نفوس او راتلونکي اقتصادي تولیدات به له هند څخه تر استرالیا او د دوی په منځ کې په هرې برخې کې وي... خو د نظم په اساس قوانینو او دموکراسۍ ته رښتیني ګواښونه شته. موږ هر څه چې په لاس کې لرو باید پرې د تېرو لسیزو د لاس ته راوړنو څخه دفاع وکړو. په دې کې د ګواډ د چارو ننګه هم شامله ده. موږ همدغه راز باید د اسین، اپیک او ملګرو ملتونو په څېرو څو اړخیز بنسټونو کې دوه برابره شو."

نوموړي وویل: "د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې، موږ باید د پرانیستي، شفا او منصفانه مقرراتي پروسو په اړه کار وکړو، چې سوداګرۍ په کې په مساوي بازار کې فعالیت کوي، دندې زېږوي او د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره مهم مسائیل حل کوي."

مرستیال وزیر ورما وویل چې نهايي هدف د خلکو ترمنځ د روابطو زیاتول دی: «له همدې په هند کې نوې کونسلګرۍ پرانیزو او ډېر زیار باسو چې د ویزو د انتظار وخت کم کړو. له همدې کبله مو ورزشي، هنري، فرهنګي، د ښځو توانمند کول او نور فعالیتونه زیات کړي.» مرستیال وزیر ورما وویل: «تر څو پورې چې موږ راضي نه یو او د تېرې پېړۍ وروستۍ لاس راوړنه بابیزه ونه ګڼو، فکر کوم راتلونکي کلونه به مو غوره، قوي او ډېر اغیزناک وي.