د مادورو تر واکمنۍ لاندې ازاد او شفاف انتخابات ناممکن دي

د نیکولا مادورو نامشروع رژیم د دسمبر په شپږمه د ملي اسامبلې انتخابات اعلان کړي دي. خو د داسې رای ګیرۍ لپاره هیڅ کوم اساسي څیز نشته، لکه د امریکا ځانګړی استازی ایلیوت ابرامز چې په دې وروستیو کې ویلي چې، «په وینزویلا کې د ازادو انتخاباتو لپاره هیڅ ډول ابتدایي شرایط نشته.»

ښاغلي ابرامز وویل: «مخالف ګوندونه غلا شوي او د رژیم اجنټان ګمارل شوي چې هغه وچلوي؛ د انتخاباتو ملي کمیسیون په بشپړه توګه د رژیم تر کنترول لاندې دی؛ د مطبوعاتو ازادي نشته؛ د پولیسو او ډله ییزو بانډونو له لورې ډارونې او سرکوبۍ روانې دي.» حتی په وینزویلا کې د رای اچولو مطمین او ازمایل شوي ماشینونه هم نشته.

سربیره پردې پدې پدې وروستیو کې د مادورو د رژیم له لورې مقررات بدل شوي، کوم چې په ملي اسامبلې کې یې ۱۰۰ نوې څوکۍ زیاتې کړي او د ولسوالیو د رای اچونې چارې یې بدلې کړې دي. ددغو دلیلونو په وجه موقت جمهور رئیس خوان ګوایډو او د ۳۷ ګوندونو ایتلاف ویلي چې دوی به په انتخاباتو کې په ګډون سره دې ډول درغلیو ته قانونیت ورنکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د دموکرایتکو فعالینو د مختلفو او پراخو صفونو ملاتړ کړی چې په وینزویلا کې د ازادۍ او دموکراسۍ لپاره مبارزه کوي. ځانګړي استازي ابرامز هغوی ته چې د ملي اسامبلۍ په انتخاباتو کې یې د ګډون پریکړه کړې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، «تاسې یوه خاصه دنده لرئ چې د انتخاباتو لپاره د لازمو نړیوالو منل شویو شرایطو غوښتنه وکړئ او د مادورو د رژیم د فساد او (د خلکو) د ځپنې په اړه په ډاګه وګړیږئ.»

ښاغلي ابرامز وویل د امریکا متحده ایالات ددې وړتیا لري چې د دموکراتیکو اکټرانو او د هغوی ترمنځ تمیز وکړي چې بله ستراتیزي لري، هغوی چې د رژیم سره کار کوي تر څو دموکراسي تاواني کړي. ښاغلي ابرامز زیاته کړه، «مونږ به په دې وروستۍ ډلې باندې د امریکا د متحده ایالاتو د بشپړه بندیزونه په لګولو کې هیڅ ځنډ ونکړو، لکه څنګه چې مو دا کار پدې وروستیو کلونو کې کړی دی. د وینزویلا ټولو خلکو سره چې د ازادو انتخاباتو او د دموکراسۍ د بیا ټینګیدو لپاره مبارزه کوي، مونږ د خپل بشپړه ملاتړ د دوام ژمنه کوو.»