د ۲۰۲۳ کال د نړۍ د نژاد پالنې ضد اتلانو جایزه

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د نړۍ د نژاد پالنې ضد اتلانو د جایزې په مراسمو کې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل: "نړۍ خوشحاله ده چې ستاسو په څیر بیساري ژمن اتباع لري چې خپل ژوند د نورو د حقونو او ژوند ودې ورکولو ته وقف کوئ."

د اګست په پیل کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نړۍ د نژاد پالنې ضد اتلانو جایزې د مراسمو کوربه توب وکړ. دا جایزه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هغو اشخاصو هڅې په ګوته کوي چې د نژادي مساوات لپاره، د نژاد پالنې او توکمیز تبعیض او له پردیو څخه د ویرې لرلو پر وړاندې مبارزه کوي.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د شپږو مدني مشرانو د هڅو ستاینه وکړه چې په کې د برازیل څخه د بومي وګړو حقوق پوهه کاري ګواجارا شامله ده چې د بومي یا اصلي وګړو د حقونو د ودې کولو لپاره هڅه کوي او د جنډر پراساس تاوتریخوالي په وړاندې مبارزه کوي او د برازیل د امازون ځنګلونو د ساتنې ملاتړ کوي.

اوسوالډو بلباو لوبتون د افرو - پیرویانو د حقونو او د هغوی شتون ته د ودې ورکولو لپاره یو سازمان جوړ کړی دی. د اوسوالډو کار او زیار په پیرو کې تور پوستې ټولنې سره راټولې کړې او د هغه هڅې چې د ځوانو افرو - پیرو مشرانو ته لارښوونه کوي او غواړي ډاډمن شي چې کار یې د راتلونکي نسل لپاره دوام کوي.

ویکتورینا لوکا د مولدووا د روما خلکو لپاره مدافع وکیله ده، چې د نسلونو ناوړه ګټه اخیستنې، بدنامۍ او ځورونې سره مخ دي. ویکتورینا په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، له ۳۰۰۰ څخه زیاتو اوکرایني روما کډوالو ته د خوراکي توکو او نورو توکو رسول هم تنظیم کړي. هغې همداشان د روما ژبې خبري شبکه هم تاسیس کړې ترڅو په مالدووا او په ټوله نړۍ کې د روما نژاد خلکو لپاره تعلیم، ساعتیرۍ او ځواکمنتیا وړاندې کړي.

د سعدیه مصباح خپلې تجربې چې په تونس کې د یوې تور پوستې په توګه له تبعیض مخ شوې هغې ته الهام ورکړ چې د تونس د تورپوستو خلکو د حقونو د ودې ورکږلو لپاره د مینمټي - یعنی "زما خوب" په نامه ټولنه جوړه کړي؛ هغه ټولنه چې له تونس سره یې مرسته وکړه چې د لومړني عربي هیواد په توګه په کې نژادي تبعیض جرم وګڼل شي.

سرسوتي نیپالي په نیپال کې د ډالت یا "لمس نه کیدونکي" په نامه قبیلې د حقونو لپاره څه دپاسه ۲۰ کاله مبارزه کړې. هغې په بریالیتوب سره کمپاین وکړ چې ډالتانو ته اجازه ورکړي چې د هندوانو په مشهورو معبدونو کې عبادت وکړي او په لویدیځ نیپال کې اجباري مزدوري له مینځه یوسي، کومې مزدورۍ چې د نسلونو راهیسې یې د ډالت کورنۍ ځپلې دي.

بالاخره، راني یان یان په بنګله دیش کې یوه قومي مشره او د ښځو د حقونو فعاله ده، چې پدې هیواد کې د هغې په څیر ټولنې د حکومت لخوا د ډله ایزو بې ځایه کیدو، د ځمکو غصب او تاوتریخوالي سره مخ دي. هغه د اقلیم د انعطاف، د جنډر مساوات، په سیاست کې د بومي ښځو د برخې اخیستنې لپاره مبارزه کوي او سره له دې چې پخپله د تبعیض او تاوتریخوالي سره مخامخ ده ځوانو فعالانو ته د تنوع او ټولنیز شمولیت په اړه لارښوونه کوي.

ښاغلي بلینکن وویل، "نړۍ خوشحاله ده چې ستاسو په څیر بیساري ژمن اتباع لري چې خپل ژوند د نورو د حقونو او ژوند ودې ورکولو ته وقف کوئ." هغه زیاته کړه، "او هغه څه چې زه نن تاسو ویل غواړم دا دي، پداسې حال کې چې خپل دغه بدلون رامنځته کوونکی کار ته دوام ورکوۍ، متحده ایالات به په ډیر ویاړ سره ستاسو تر څنګ ويدریږي."