متحده ایالتونه د خپلې کډوالۍ قوانین تطبیقوي

د امریکا د لا خوندیتوب لپاره متحده ایالتونه خپل سرحدونه خوندي کوي او دا ډاډ ترلاسه کوي چې د دغه هېواد د مهاجرت قوانین تطبیق شي او درناوی یې وشي.

هغه کډوال چې هڅه کوي په ناقانونه توګه متحدو ایالتونو ته داخل شي، او یا په دغه هېواد کې د خپلې اوسېدو له قانوني مودې څخه وروسته پاتې شي، له سختو عواقبو سره به مخامخ شي. په دغو عواقبو کې زندان، خپل هېواد ته عاجل شړل کېدل او په اینده کې پرې د متحدو ایالتونو د ویزې دایمي بندیز شامل دي.

متحدو ایالتونو د خپل سویل سرحد ته د قانون د تنفیذ ډېر ځواکونه او سرچېنې استولې، چې د ناقانونه دخول مخه ډب کړي، هغوی چې د سرحد څخه د اوښتو هڅه کوي، ویې نیسي، ناقانونه کډوال وشړي او هغه کسان توقیف کړي، چې بیا راګرځي.

امریکا ته ناقانونه ننوتل تر ټولو ټېټې اندازې ته رسېدلي او هغوی چې بیا هم له سرحد څخه د اوښتو هڅه کوي، لوی خطر زغمي او د بریالیتوب هېڅ چانس نه لري.

ځينې خلک فکر کوي پرته لدې چې له کومو عواقبو سره مخامخ شي، په پټه متحدو ایالتونو ته په بریالیتوب داخلېدای شي.

دا حقیقت نه لري. هغه کسان چې د متحدو ایالتونو له سرحد څخه د اوښتو هڅه کوي او یا په متحدو ایالتونو کې په ناقانونه توګه پاتې کېږي، وبه نیول شي او له جدي عواقبو سره به مخامخ شي.

زیات شمیر کډوال دا پند د سختو تجربو له لارې اخلي چې د ناقانونه مهاجرت سفر د هر چا مصونیت او ژوند له خطر سره مخامخ کوي. جنایت کوونکي سازمانونه، د نشه يي توکو ډلې او د انسانانو قاچاق کوونکي ناقانونه کډوالو په نښه او ښکار کوي، چې ډېر کله یې له وحشیانه خشونت، پېسو ورکولو، برید او جبري کار سره مخامخ کوي. ځینې یې نه ژغورل کېږي.

ناقانونه مهاجرت همدغه راز د خپلو کورنیو په اوږو باندې مالي پیټی باروي، چې ډېر کله دا کورنۍ د انساني قاچاق کوونکو او اختطافچیانو تر پور لاندې ډوبې شي. پایله یې دا شي چې ناقانونه کډوال بېرته وشړل شي او له قرضدارۍ پرته بل څه ورته پاتې نه وي.

متحده ایالتونو په لویدیځې نیمه کرې او نړۍ کې له هېوادونو سره کار کوي چې ناقانونه کډوال وپلټي، توقیف یې کړي او متحدو ایالتونو ته یې تر رسېدو مخکې مخه ونیسي. د متحدو ایالتونو د قانون د تطبیق کوونکي ځواک او زموږ د شریکانو د هڅو په زیاتېدو سره اوس تر بل هر وخت په غیر قانوني توګه متحدو ایالتونو ته راتګ سخت شوی دی.

د متحدو ایالتونو حکومت د هر هغه چا سره حساب او کتاب ترویجوي، چې د دغه هېواد د قوانینو په ماتولو کې مرسته کوي. متحده ایالتونه قاچاق کوونکي او انساني قاچاق کوونکي تعقیب کوي او شړي او ورسره په نړۍ کې په بهرنیو هېوادونو کې د حکومتونو په هغو مقاماتو باندې د ویزو محدودیتونه لګوي چې متحدو ایالتونو ته د ناقانونه مهاجرت چارې اسانه کوي.

متحده ایالتونه همدغه راز له هغو بهرنیو مقاماتو سره حساب او کتاب کول ترویجوي، چې زموږ په هېواد کې د خپلو ناقانونه وګړو بېرته ستنول ردوي. هغوی چې زموږ ملي امنیت کمزوری کوي، ورته ښه راغلاست نه ویل کېږي.
حقیقت دا دی هغه کسان چې متحدو ایالتونو ته د رسېدو لپاره د ویزې له سیستم څخه ناوړه ګټه اخلي، له سختو عواقبو سره به مخامخ شي. که معلومه شي چې ځینو کسانو قصدآ د ویزې په غوښتنلیک کې او یا د مرکې په وخت کې ناسم معلومات ورکړي، متحدو ایالتونو ته د خپل سفر امکان له خطر سره مخامخ کوي او یا ښایي متحدو ایالتونو ته یې ننوتل د تل لپاره ناقانونه شي. دوی ممکن د سیمه ایز او فدرال قانون په اساس له جنايي تعقیب سره مخامخ شي.

متحدو ایالتونو ته د ناقانونه مهاجرت د هڅې او یا له هغو کسانو سره چې د ننوتلو هڅه کوي، د مرستې خطرونه تر هرې بالقوه جایزې زیات درانده دي. ناقانونه کډوال شاید خپل ژوند له لاسه ورکړي، د بدو خلکو لاس ته ولوېږي او قرباني یې شي، او یا داسې جنایي کارنامه وکړي چې ټول عمر به ورسره وي. انتخاب څرګند دی. دا خطرناک سفر مه کوئ. دا خطر مه منئ. د متحدو ایالتونو قانون مه ماتوئ.