په کیوبا کې د بشري حقوقو نه سرغړونې ادامه لري

د امریکاد باندنیو چارو د وزارت د بشري حقونو د ۲۰۲۴ په نوي خپاره شوي ریپوټ کې راغلي دي چې په کیوبا کې د پام وړ په اندازه د بشري حقوقو نه سرغړونې ادامه لري.


په دغو سرغړونو کې تشدد او د معافیت سره د سیاسي فعالینو ځپل شامل دي په داسې حال کې چې د سیاسي بندیانو کورنۍ د هغوي د فعالیت په خاطر د غچ اخیستنې سره مخامخ دي.

په کیوبا کې کمونیستي رژیم عبادت کونکي ځوروي، د ازادو ټولنو او مدني ټولنې مخنیوی کوي، او انټرنیټ ته د لاسرسي محدودیتونو او د ازادو مطبوعاتو نشتوالي له لارې د بیان آزادي ردوي.

د کیوبا حکومت هغو کسانو ته پناه ورکوي چې په متحدو ایالتونو کې له عدالت څخه په تیښتي کې دي او د یوې آزادې او عادلانه ټولنې د رامنځ ته کولو دپاره د اساسي اړتیاوې په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

د کیوبا حکومت د هغو چارواکو په پیژندلو او سزا ورکولو کې هیڅ معتبر اقدامات نه دي ترسره کړي چې د بشري حقونو سرغړونې کوي. د غیر دولتي موسسې، د حقوقي معلوماتو مرکز، کوبالیکس، یو راپور خپور کړی چې په کښې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال د جنوري او ۲۰۲۴ کال د جنوري ترمنځ وخت کې ۵۶ کسان یا په توقیف کې او یا د چارواکو تر نظارت لاندې مړ شوي دي.

راپور وايي چې د دې مرګونو یو له اصلي لاملونو څخه دا دی چې د بند پرمهال د حد زیات قوې نه کار اخیستل شوی دی. یوه د پام وړ قضیه د رولیس لیون ده، چې د ۲۰۲۴ کال د جنوري په ۷ مه د کولون په یوه روغتون کې د زندان د چارواکو لخوا د لوږې د اعتصاب په موده کې د وهلو وروسته مړشو.

دغه راز د خپلواکو خبریالانو د ځورولو لپاره له جبري تبعید او ځپلو څخه کار اخیستل شوی دی. د ۲۰۲۴ کال په جون کې، چارواکو خپلواک خبریال جولیو اولیګا پاسانټ په ټولنیزو رسنیو کې د هیواد د حقونو د نشتوالي په اړه د هغه د پوسټونو په وجه د "دښمن دپاره د تبلیغاتو" په جرم ۳۰۰۰ کیوبا پیسو (۱۲۵ ډالر) جریمه کړ.

د کیوبا رژیم د هغو خپلواکو ژورنالیستانو ځورولو او ګواښلو ته دوام ورکوي چې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه یې ریپوټونه چمتو کړي دي.

د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر تر میاشتې پورې، د بیان او مطبوعاتو لپاره د کیوبا غیر دولتي سازمان د جبري نیونو ۰۰ پیښې، د ګواښ او سختو اقداماتو ۹۹ پېښې، د فزیکي بریدونو ۱۲۶ پیښې ثبت کړي دي او دغه راز یې په ۳۶ قضیوو کې هنرمندان، دټولنیزو رسنیوو با نفوذه کسان، فعالین، خبریالان، سیاسي بندیان او دینيشخصیتونه چې د بیان د ازادۍ خپل حق یې تمثیلوی یا بندیان کړي او په کور کې نظربنده کړي دي.

د بشري حقونو وروستی راپور دا روښانه کوي چې په کیوبا کې ژوند هرڅه دی خو آزاده نه دی. . د دې مسلې د حل لپاره، د جون په میاشت کې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د ملي امنیت یو یادداشت لاسلیک کړ چې موخه یې د ازاد او ډیموکراتیک کیوبا پیاوړتیا او د کمونیستي رژیم لاندې د کیوبا د خلکو د اوږدمهاله کړاوونو کمول دي.

لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ ویلي دي، "زه به یو ځل بیا د عدالت، او ازادۍ لپاره د دوی د اوږدې مودې په مبارزې کې د کیوبا د خلکو سره ودریږم."