په سوداګریزو کښتیو او امریکایي ځواکونو باندې بریدونه چې ایران یې ملاتړ کوي باید ودرول شي

په سور سمندرګي کې د ګلاکسي لیډر د بیړۍ پر سر د حوثي یاغیانو پوځي هلیکوپتر

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن وویل: "په داسې حال کې چې موږ د سیمې د ثبات لپاره کار کوو، ایران تاوتریخوالی زیاتوي...دا بریدونه باید ودرول شي."

د امریکا متحده ایالات به د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ځواکونو ناوړه فعالیتونو ته ځواب ووایي.

د ډسمبر په درېمه، درې سوداګریزې کښتۍ چې د سرې بحیرې په سویل کې روانې وې د خطر د پیښیدو غږ وکړ. د متحده ایالاتو د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان وایي، د متحده ایالاتو د کارني په نامه د میزایلو د له منځه وړلو سمندري بیړۍ "د دې کښتیو د خطر غږونو ته ځواب ووایه او مرسته یې وکړه."

ښاغلي سولیوان وویل: "په دې کار سره، دې [بیړۍ] درې [بې پیلوټه الوتکې] په دریو مختلفو وختونو کې کشف کړې چې د هغوی په لور روانې وې، او د ټولو دریو بې پیلوټه الوتکو په وړاندې یې اقدام وکړ." هغه زیاته کړه، "موږ د باور لپاره پوره دلایل لرو په داسې حال کې چې دا بریدونه په یمن کې د حوثیانو لخوا پیل شوي، په بشپړ ډول د ایران کار دی."

د ایران په ملاتړ د حوثي یاغیانو لخوا د سره سمندرګي په اوبو کې د دسمبر په دریمه بریدونه یوازنۍ پیښې ندي. د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ په یو بیان کې ویلي چې دا ډول بریدونه "نړیواله سوداګري او سمندري امنیت ته مستقیم ګواښ دی. دوی د [بیړیو] نړیوالې عملې ژوند له خطر سره مخ کړی چې د نړۍ د څو هیوادونو اتباع دي."

د ملي امنیت سلاکار سولیوان د متحده ایالاتو دریځ داسې په ډاګه کړ، "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او په ټوله نړۍ کې د سمندر د غاړې هیوادونو د دریځ په اساس په نړیوالو اوبو کې په سوداګریزو کښتیو بریدونه په بشپړه توګه د منلو وړ ندي او باید ودرول شي. » هغه زیاته کړه، "دا یوازې د متحده ایالاتو موضوع نه ده:"

ښاغلي سولیوان وویل: "موږ د نورو هیوادونو سره د سمندري ماموریت د ځواک په اړه خبرې کوو چې د متحده ایالاتو تر څنګ د شریکو هیوادونو کښتۍ پکې شاملې وي ترڅو په سره سمندرګي کې د کښتیو خوندي تګ راتګ ډاډمن کړي."

د ډسمبر په دریمه په یوه جلا پیښه کې، متحده ایالاتو کرکوک ته نږدې د ایران پلوه اورپکو لخوا د متحده ایالاتو پر ځواکونو د احتمالي برید مخه ونیوله. امریکايي ځواکونو د خپل ځان په دفاع کې د یوې وسله والې بې پیلوټه الوتکې برید ته ځواب ورکړ، چې پنځه وسله وال یې ووژل. په عراق او سوریه کې امریکایي ځواکونه د داعش د ماتولو لپاره د ایتلاف د یوې برخې په توګه خدمت کوي. پر دوی په وروستیو اونیو کې د ایران له ملاتړه د برخمنو وسله والو له خوا لسګونه بریدونه شوي دي. متحده ایالاتو په عراق او سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران او اړوندو ملیشو لخوا په کارول شویو تاسیساتو پرله پسې بریدونه کړي دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن وویل: "په داسې حال کې چې موږ د سیمې د ثبات لپاره کار کوو، ایران تاوتریخوالی زیاتوي." هغه زیاته کړه، "دا بریدونه باید ودرول شي، او تر هغه چې دوی دا کار کوي، موږ د خپلو سرتیرو د ساتنې، او هغو کسانو ته د تاوان اړولو ته اړ یو چې پر هغوی [زمونږ په ځواکونو] برید کوي."