په ايران کې ظلم او ډله ييز اعدامونه دوام لري

په ایران کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې ځیني قربانیان

متحده ایالات پدې وروستیو کې د ایران د بشري حقونو د ریکارډ په غندلو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د دریمې کمیټې په بریالي پرېکړه لیک کې د شریکو ملاتړو په ډله کې شامل و.

د ملګرو ملتونو لپاره د متحده ایالاتو د نږدې ختیځ د چارو لوړ سلاکار، سفیر کریستوفر هنزل وویل:

"د ۴۶ کلونو راهیسې د ایران اسلامي جمهوریت د شکنجې او اعدام له لارې واک ساتلی دی، او په عام محضر کې د اعدامونو او وهلو ټکولو په وسیله یې خپل مخالفین چوپ کړي دي. موږ له خپلو هغو همکارانو سره یو ځای کېږو چې د دې پرېکړه لیک په ملاتړ یې رایه ورکړې، څو د هغو بشري حقونو د نه ختمېدونکو سرغړونو او ناوړه چلندونو غندنه وکړو چې د ایران حکومت یې ترسره کوي، چې په هغو کې د ژوند د حقونو څخه انکار او د بیان، سوله ییزې راټولېدنې، او په ځانګړي ډول د ښځو او د قومي او مذهبي لږکیو د غړو پر ضد دین یا عقیدې له ازادۍ څخه محرومېدل پکې شامل دي."

پرېکړه لیک د مذهبې لږکیو پر ضد د اوږدمهالې او پراخې ځورونې د دوامداره زیاتوالي او د ټولیزو اغېزو پېښې روښانوي چې پکې بهاییان، عیسویان، د ګنابادي درویشانو غړي، یهودیان، صوفي او سني مسلمانان او زردشتيان شامل دي. پرېکړه لیک یادونه کوي چې دغه ډلې د بریدونو، ځورونو، او نښه کېدو له زیاتېدونکي فشار سره مخ دي، او د لږکیو په ټولنو کې ښځې او نجونې د ځانګړي خطر سره مخ دي.

پرېکړه لیک همدارنګه د ښځو پر ضد هغه فشارونه غندي چې له اجباري حجاب، اداري او جزايي بندیزونو، ډیجیټلي څارنې، او په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ګډون د محدودیتونو سره تړلي دي. دا له ایران څخه غواړي چې د کورني تاوتریخوالي پر ضد هر اړخیز قوانین تصویب کړي، د وخت نه مخکې او د جبري وادونو مخه ونیسي، او د جنسیت پر بنسټ محدودیتونه له منځه یوسي.

په پریکړه لیک کې د مظاهرو پر وړاندې د سخت چلند غندنه هم شوې، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۲ کال هغو اعتراضونو په وړاندې چې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوي وو. پرېکړه لیک د وژونکو وسلو کارول، ډله ییزې نیونې، د کورنیو، خبریالانو، وکیلانو او بشري حقونو د مدافعانو پر ضد د غچ اخیستنې اقدامات، او همدارنګه د انټرنېټ بندولو او محدودوونکو سایبري قوانینو ته اشاره کوي.

متحده ایالات د ایران له هغو خلکو سره ولاړ دي چې لاهم په زړه ورتیا د خپلو هغو بشري حقونو لپاره مبارزه کوي چې نړیوال قانون ورته تضمین کړي دي.

له همدې امله، متحده ایالات د ایران له حکومت څخه غواړي چې سمدستي هغه کسان خوشې کړي چې لاهم په ناحقه او د قانون خلاف بندي ساتل شوي دي، د ایران څخه بهر د مخالفینو د وېروولو هڅې پای ته ورسوي، او د عادلانه محاکمې له ضمانت پرته ډله ییز اعدامونه بند کړي.

سفیر هنزل وویل:

"د دې پرېکړه لیک تصویبیدل مونږ پدې ډاډمنوي چې د ایران له خوا د خپلو خلکو سره دا غیر انساني چلند، چې د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو او د دې کمیټې له موخو سره په بشپړ ډول په تضاد کې دی، بې ځوابه پاتې نه شي."