حماس د غزې په اینده کې نقش نه شي لرلای

Summary

  • په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو د استازي مرستیال، سفیر ټامي بروس

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو د استازي مرستیال، سفیر ټامي بروس وایي چې متحده ایالات دسولې پلاوي او د غزې ادارې ملي کمیټې ملاتړ ته دوام ورکوي، پداسې حال کې چې هغوي د یوې داسې راتلونکې لپاره کار کوي چې د غزې د ټول ولس د نیکمرغۍ او ولس لپاره کار کوي.

په قبرس کې په تازه بحثونو کې د غزې ادارې ملي کمیټې په مشرۍ په غزې کې د نوي حکومت جوړښت ته د واک سپارلو پلان جوړوونه شامله وه چې شدیده اړتیا ده ورته. خو تر دې وړاندې حماس باید لکه څنګه یې چې د سولې په پلان کې ژمنه کړې، خپلې وسلې په ځمکه کېږدي.

متحده ایالات همدارنګه د ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو لخوا د غزې بیا رغونې سره د نږدې یو میلیارد ډالرو مرستو هرکلی هم کوي.

سفیر بروس وویل چې " د اوس لپاره درې راتلونکې امکان لري،" یو راتلونکي دا ده چې غزې کې جګړه بیرته پیل شي، بله دا چې نړیواله ټولنه لکه څنګه یې چې څو کاله د مخه کول، سترګې پټې کړي، دا به حماس ته اجازه ورکړي چې د غزې خلک د راتلونکو څو کالونو لپاره برمته کړي، د اسرائیل او ټول منځني ختیځ امنیت به وګواښي".

سفیر بروس وویل چي دا " هیڅ یوه لدې راتلونکو د منلو وړ ده". هغه زیاته کړه چې " په سیمې او اروپا کې زمونږ شریکانو ژمنه کړې چې درېیم او وضعیت بدلوونکي اختیار ته خپلې دروازې پرانیزي".

دا دروازه هماغه پلان دی چې جمهور رئیس ټرمپ وړاندې کړی چې د سولې پلاوی او غزې ادارې ملي کمیټه به یې تطبیقوي.

سفیر بروس هوډ څرګند کړ چې حماس پخپلو کړنو ثابته کړه چې د خپل واک ساتلو لپاره له هر څه کار اخلي. "هغوي هیله لري چې مونږ به تسلیم شو او سترګې به پټې کړو. خو زه وایم چې موږ به دا کار ونکړو".

همدا وجه ده چي د حماس مخالفت سره سره، د سولې پلاوي پریکړه کړې چې د غزې په جنوب کې موقتي پروګرامونه پیل کړي. دا موقتي پروژې به وښیي همدا چې حماس د سولې په پلان کې پخپلو ژمنو عمل وکړي، ټوله غزه به څه ډول ښکاره شي.

په یو بل ښه پرمختګ کې، مراکش د روانې جولای میاشتې په ۱۵ مې ویلي چې د ثبات نړیوال ځواک ته به عسکر ورکوي. دا لومړی هیواد دی چې دا پریکړه یې کړې.

په عین حال کې د حماس په هکله د واقعیتونو رابرسره کیدل دوام لري. ملګرو ملتونو د جولای په ۱۲ مه په یوې اعلامیې کې وویل چې حماس په غزې کې د بشري مرستو د فعالیتونو په مخکې خڼدونه پیدا کوي او ناوړه ګټه ترې اخلي. هغوي په دوامداره توګه د مرستو رسونکو ژوند په خطر کې اچولی. د خوراک نړیوال پروګرام په ګودام یې چاپه اچولې او هلته یې د لاریو چلوونکي وهلي ډبولي دي. په حقیقت کې دا پیښې انفرادي ندي بلکې تکراري عمل دی.

سفیر بروس زیاته کړه، "حماس د غزې په راتلونکې کې نقش نه شي درلودی ځکه چې هغوي د ایران سپاه پاسداران انقلاب قول اردو نیابتي ډله ده. ایران غواړي چې فلسطینیان د حماس لخوا برمته پاتې شي. مونږ نشو کولی او اجازه نشو ورکولی".