د عراق په شمال کې د داعش له خوا د ایزدي ټولنې پر ضد د نسل وژنې د کمپاین نهه کاله وشول.
د عراق په شمال کې د داعش له خوا د ایزدي ټولنې پر ضد د نسل وژنې د کمپاین نهه کاله وشول. د اګست په ۳ مه، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په یو لیکلي بیان کې وویل، "نن مونږ د قربانیانو یادونه کوو او د داعشي ترهګرو له خوا د ایزدیانو له نسل وژنې څخه د ژوندیو پاتې شویو سره پیوستون څرګندوو."
په ۲۰۱۴ کال کې داعش په سوریه او عراق کې ډېرې سیمې ونیولې. د همدغه کال په اګست کې، کله چې د دوی جنګیالیو د سنجار او کمار ښارونه فتح کړل، داعش په سیستماتیک ډول د ایزدیانو په وژلو، غلامولو او تښتولو پیل وکړ چې د هغوی خلک او د هغوی کلتور له منځه یوسي. په زرګونو کسان یې ووژل شول یا وتښتول شول - هلکان مجبور کړای شول چې ماشوم سرتیري شي؛ ښځې او نجونې د جنسي غلامۍ لپاره وپلورل شول. لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند میلر یادونه وکړه، "د وژل شویو کسانو شمیر ناڅرګند دی، او د ډله ایزو قبرونو کشف دوام لري."
د سنجر ولسوالي د داعش له خوا ویجاړه شوه او په بریاليو هڅو سره یې هغوی له سیمې وایستل. په لسګونو زره ایذدیان د کردستان په سیمه کې د بې ځایه شویو کسانو کمپونو ته وتښتیدل او ځینې یې بهر ته جلاوطن شول. زیربناوې ویجاړې شوې او امنیتي وضعیت د مختلفو ملیشو ډلو د شتون په وجه بې ثباته شو.
همداشان د عراق د حکومت او د کردستان د سیمه ایز حکومت ترمنځ سیاسي جنجال رامنځته شو. په ۲۰۲۰ کې، د په ټپه دریدلي حالت د ماتولو او د ایزدیانو لپاره د بیرته ستنیدو د شرایط رامینځته کولو لپاره، مختلفو اړخونو د سنجار تړون لاسلیک کړ، چې موخه یې د نوې ادارې او امنیتي جوړښت جوړول دي. دا تړون تر اوسه نه دی عملي شوی. ویاند میلر د هغه د "بشپړه پلي کولو" غږ وکړ، چې د ایزدي ژوندي پاته شویو د قانون سره سم "د هغو ټولنو سره په مشوره پلی شي چې سنجار خپل کور بولي."
د بهرنیو چارو وزارت ویاند میلر وویل، د ایزدي ټولنې لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ "توجیه نه کیدونکی دی." هغه زیاته کړه، "موږ د قربانیانو او د ژوندیو پاته شوو لپاره د عدالت او حساب ورکولو او د ټولو ایزدیانو بشري حقونو ته د درناوي لپاره فشار ته دوام ورکوو چې په کې د مذهب یا عقیدې ازادۍ ... د عدالت او حساب ورکولو په تعقیب، د تاوتریخوالی کوونکو په نښه کولو، او په راتلونکي کې د نسل وژنې او نورو ظلمونو په مخنیوي سره، عراق فرصت لري چې په یوه نوې لاره غوره کړي چې د ټولو ټولنو لپاره یې د سولې، ثبات او سوکالۍ لامل شي."
"پدې چلند سره،" ویاند میلر اعلان وکړ چې، "عراق کولی شي د سیمې او نړۍ لپاره د متقابل احترام او همغږي مثال شي. ایزدیان په دې هڅه کې مهم دي. نو په داسې حال کې چې موږ د قربانیانو یاد ژوندی ساتو او د ژوندي پاتې شویو او د هغوی کړاوونه پیژنو، موږ د ایزدیانو ځواک، لیوالتیا او هوډ ته هم درناوی کوو."