د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د شتمنیو د کنټرول دفتر د سپتمبر په ۳۰مه د ټرېنډ ډي اراګوا (TdA) د مالي فساد په قضیې کې لس هدفونه په نښه کړل، چې د دغه سازمان لپاره د عوایدو په عمده سرچېنې بدل شوي وو.
TdA یو بهرنی ترهګر نړیوال سازمان دی، چې په لویدیځې نیمه کرې کې د تاوتریخوالي او استثماري فعالیتونو مسئول دی- چې د مخدراتو قاچاق، انساني قاچاق، باج اخیستل او د پېسو په بدل کې وژنې په کې شامل دي- د امریکایانو د خوندیتوب لپاره د دغه سازمان د مالي شبکو ګډوډل مهم وو. دا عملیاتي چارې د پلټنو د فدرالي ادارې ته د لسو تر ټولو مطلوبو فراري کسانو انیبال الکساندر کانیلون اګویر (چې په "پرومیتیوس" هم مشهور دی) لخوا تنظیمېږي. په دې سربېره د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر، هوان ګابریل ریواس نونیز (چې په "هوانچو" مشهوره دی) هم په خپل لست کې شامل کړ؛ هغه د TdA یو لوړ پوړی مشر دی چې د سویلي امریکا په یو شمېر هېوادونو کې عملیات رهبري کوي.
د مالیې وزیر سکات بسینت وویل: «د متحدو ایالتونو حکومت به د د ټرېنډ ډي اراګوا په څېر ترهګرو سازمانونو ته اجازه ور نه کړي، چې د متحدو ایالتونو مالي سیستم څخه ناوړه ګټه واخلي او یا ځان د غلا او جرم له لارې شتمن او امریکایي اتباع او سوداګرۍ په نښه کړي.»
که څه هم د «پرومیتوس« (Prometheus) شبکه په مکسیکو او وینزویلا کې میشته ده، خو د دې ډلې فعالیتونه په متحدو ایالتونو کې د پیسو ایستلو په اتوماتیکو ماشینونو (ATMs) متمرکز دي؛ مجرمین د زیان رسوونکو سافټویرونو (مالویر) په کارولو سره په دې دغو ماشینونو فشار راوړي چې نغدې پیسې وباسي. غلا شوې پیسې بیا د پېسو د ناقانونه تصفیې له لارې پاکې کېږي او په بېلابېلو هېوادونو کې د TdA ډلې غړو ته لیږدول کیږي. TdA له دغې لارې څخه د متحدو ایالتونو له مالي بنسټونو څخه پیسې ایستلې او ترلاسه کړې دي. د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د TdA یو مشر هم د سرو زرو د ناقانونه کیندنې په فعالیتونو کې د دخالت له امله په تور لیست کې شامل کړی دی. دا اقدامات د حکومت د یوې پراخې او دوامداره مبارزې برخه دي، چې له ۲۰۲۵ کال راهیسې یې د پولې اخوا جنايي سازمانونو پورې اړوند له ۳۰۰ څخه د زیاتو اشخاصو او ادارو په وړاندې له ۳۰ څخه ډېر اقدامات کړي، او دا د TdA په څېر ډلو د مالي او عملیاتي تاسیساتو د ختمولو د حکومت ژمنتیا څرګندوي.
د مخدره توکو کارټلونو او بین المللي جرمي سازمانونو د ختمولو په برخه کې د ولسمشر ټرمپ د ژمنې سره سم، د بهرنیو شتمنیو د کنترول دفتر د کورني امنیت کاري ځواک سره د نږدې همکارۍ له لارې د دې او نورو هغو جنايي سازمانونو نښه کول اولویت ګڼي د امریکایانو هوساینه ګواښي.
د "جیک پاټینګ" برید یو ډول سایبري برید ته ویل کېږي، چې مجرمین د سافټویرونو د کارولو له لارې د ATMs او/یا ITMs د ماشینونو له نیمګړتیاو څخه ګټه اخلي او دا ماشینونه مجبوروي چې پرته له حساب څخه نغدي پېسې وباسي. TdA په متحدو ایالتونو کې د ATM جک پاټینګ څخه کار اخیستی او مالي بنسټونو څخه یې ملیونونه ډالر غلا کړي. د ۲۰۲۵ کال تر اګست پورې، په متحدو ایالتونو کې د راپورونو په اساس ویل کېږي د ATM جیک پاټینګ له ۱۵۰۰ څخه په زیاتو بریدونو کې ټولټال۴۰.۷۳ میلیون ډالر زیان اوښتی دی.
کارلوز هاویر مارتینز ارمینټا، الیهاندرو میهیا کاستیلو، هوز داریو ګالیانو بازورټو، ایرک ګابریل کارډیناس ارزولا، اسکر لیونارډو مارتینز پیرونا او انتوني ویلیام هرنانډیز ګوریرو د پرومیتیس ملګري دي چې د TdA ATM جیک پاټینګ قضیې کې په دخالت تورن دي.
وزیر بسینت وویل چې «زموږ د قانون پلي کونکو شریکانو سره یوځای کار کول،» او «موږ به د ټولو موجودو وسایلو څخه کار واخلو چې د دې ترهګرو مالي تسهیل کونکو د هغو سرچېنو مخه ونیسو هغوی یې د خپل فعالیت لپاره ورته اړ دي، ټولې جرمي تصدۍ یې کمزورې کړي او د متحدو ایالتونو د اقتصاد بشپړتیا خوندي کړي».