امریکا د دیني بنسټونو له لارې دوه میلیارده ډالر نړیواله مرسته کوي

د امریکا خلک لوی زړه لري. زموږ هېوادوال بیا بیا هڅه کوي چې د هغو سیمو له ملکي وګړو سره چې جګړې پکې روانې دي، له هغو میندو او ماشومانو سره چې د لوږې او ناروغیو له امله کړېږي، او له هغو کسانو سره چې د طبیعي پېښو له امله ټپیان او زیانمن شوي، مرسته وکړي.

د امریکا خلک ویاړي چې هېواد یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې هغو کسانو ته مرستې استوي چې تر ټولو زیاتې اړتیاوې لري. د هغوی هیله دا ده چې د دغو مرستو لویه برخه تر ټولو ژر هغو خلکو ته ورسېږي چې په سیمه کې ورته تر ټولو ډېره اړتیا لري.

خو ډېری وخت حیاتي‌ مرستې د لویو اداري سیستمونو له امله له خنډونو سره مخ کېږي او د مرستو د بودیجې د پام وړ برخه د لویو سازمانونو د کارکوونکو پر معاشونو او اداري لګښتونو مصرفېږي.

په ځینو مواردو کې، مرستې د دې پر ځای چې مستحقو خلکو ته ورسېږي، د جګړه‌مارو قوماندانانو یا دیکتاتورانو جیبونو ته ځي. د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي چې د امریکا د مرستو د رسولو طریقه اصلاح کړي، د امکان تر حده منځګړي له منځه یوسي او بودجه په مستقیم ډول هغو سازمانونو ته ورسوي چې له زیانمنو ملکي وګړو او کورنیو سره په سیمه کې کار کوي.

له همدې امله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روغتیايي او بشري مرستو په برخه کې د دوو میلیارده ډالرو د یوې تاریخي پانګونې اعلان کړی دی. دغه بودجه به د دیني او ټولنیزو بنسټونو له لارې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د روغتیايي او بشري مرستو لپاره ځانګړې شي. نوې بودجه به د نړیوالو نامتو او په سیمه‌ییزه کچه فعالو دیني بنسټونو یوې پراخې شبکې ته ورکړل شي.

په ډېرو هغو هېوادونو کې چې امریکا ورسره بهرنۍ مرستې کوي، دیني بنسټونه د روغتیايي مرکزونو ۴۰ سلنه یا له دې ډېره برخه جوړوي. دیني او ټولنیز بنسټونه ډاډ ورکوي چې لږ تر لږه ۸۰ سلنه سرچینې د روغتیايي خدمتونو لومړیتوبونو ته ځانګړې شي، څو ناروغانو او مراجعینو ته ورسېږي، او په ورته وخت کې اداري او مدیریتي لګښتونه راکم شي.

دا د بهرنیو چارو وزارت د پخوانیو پروګرامونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی دی، ځکه په تېرو مرستو کې یوازې ۳۵ تر ۴۰ سلنې سرچینې د روغتیايي خدمتونو لومړۍ کرښې ته ځانګړې کېدې.

د دې بودجې ۱.۴ میلیارده ډالر به په څه باندې ۲۰ هېوادونو کې د دیني او ټولنیزو بنسټونو د روغتونونو او کلینیکونو له لارې د روغتیايي خدمتونو لپاره ولګول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پلان لري چې په پنځو کلونو کې تر ۸۵۰ میلیونو ډالرو پورې بودجه د «دیني او ټولنیزې همکارۍ نوښت یا» (FCI) له لارې برابره کړي چې د World Vision نړیوال سازمان او د سیمه‌ییزو دیني بنسټونو یو ائتلاف دی.

سربېره پر دې، ۵۷۰ میلیونه ډالر به په مستقیم ډول د هېوادونو له حکومتونو سره د لاسلیک شویو تفاهم‌لیکونو له لارې دیني او ټولنیزو روغتونونو او کلینیکونو ته ورکړل شي.

امریکا همداراز د بشري ناورینونو د غبرګون لپاره ۵۳۸ میلیونه ډالر ځانګړي کوي. دغه مرستې به د Samaritan’s Purse او د World Vision او Compassion International په ګډې مشرۍ د یوه ائتلاف له لارې ولګول شي.

تمه ده چې دغه مرستې به په ۱۶ بشري ناورینونو کې شاوخوا ۷ میلیونو خلکو ته د ژوند ژغورنې بېړنۍ مرستې ورسوي.

له ۱۰۰ میلیونو ډالرو ډېرې پیسې به سمدستي د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د غبرګون لپاره چمتو شي. همداراز به د طبیعي پېښو پر وړاندې د زیان‌منو ۲۳ هېوادونو د چمتووالي وړتیاوې هم پیاوړې شي.

د ټرمپ اداره وايي چې د دغو او نورو دیني او سیمه‌ییزو سازمانونو د ملاتړ له لارې، د مالیه ورکوونکو د پیسو د مسوولانه مدیریت او اړمنو خلکو ته د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو لپاره خپلې ژمنې لا پیاوړې کوي.