امریکا د ملګرو ملتونو له لارې له بې وزلو سره مرستو ته ژمنه ده

د ځانګړو سیاسي چارو په برخې کې د متحدو ایالتونو بدیله استازې جنیفر لوسیتا

د ځانګړو سیاسي چارو په برخې کې د متحدو ایالتونو بدیلې استازې جنیفر لوسیتا خبرداری ورکړی دی چې زیاتېدونکې شخړې او بحرانونه د خوړو د عدم مصونیت د ډېرېدو سبب شوی او په عین حال کې بشري سیستمونه د دغو ستونزو د حل کولو توان نه لري. دا د هرمز په تنګي کې د ایران د رژیم تر بریدونو مخکې وضعیت و، چې د نړۍ د تیلو د سوداګرۍ یوه په څلورمه او د سرو (کود) د نړیوال تجارت یوه په درېیمه برخه ګډوډه کړه.

سفیرې لوسیتیا څرګنده کړه: «موږ په غوصه یو چې ایراني رژیم د هرمز په تنګي کې د کښتیو د ازاد تګ راتګ د ګډوډلو لپاره خپلې ناوړې او غیر شعوري هڅې روانې ساتلې دي.»

د امنیت شورا د ۲۴۱۷ په پرېکړه لیک کې غوښتل شوي چې د یوې جګړې دخېلې غاړې نباید بشري مرستې بندې کړې. نن په ټولې نړۍ کې د ایران عمل محسوس کېږي. د خوړو نړیوال پروګرام وړاندوینه کوي چې په نړۍ کې به ۴۵ میلیون نور خلک د خوړو د شدید عدم مصونیت له کبله وکړېږي.

د ایران رژیم د هرمز په تنګي کې د صادراتو په بندولو سره د تیلو بیې لوړې کړې دي. د انرژۍ د لوړو بیو زیان هر چاته رسېږي. سفیرې لوسیتا وویل چې لوړې بیې د سوریې او غزې په څېر سیمو کې، د بشر دوستانه فعالانو او ټولنو د کار له کبله ترلاسه شوی ثابت غذايي مصونیت ګواښي.

هغه سره (کود) چې ایران یې د هرمز تنګي له لارې نه پرېږدي، د افریقا په صحرا، جنوبي اسیا او د جنوب ختیځې اسیا په ځینو برخو کې د غذا د تولید لپاره ضرور دي. سفیرې لوسیتا خبرداری ورکړ، چې په راتلونکو میاشتو کې د کرنیزو محصولاتو اټکل شوی زیان د سودان، نایجریا او کانګو دیموکراتیک جمهوریت په څېر سیمو کې د کمو خوړو، لوړو بیو او ډېر فقر په مانا دی.

د قحطۍ د لومړنیو خبرداریو د سیستم شبکه وايي چې یوازې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې څه باندې ۱۶ میلیون خلک غذايي مرستو ته ضرورت لري. وسله والې ډلې په ولسي خلکو باندې بریدونه او د بشري مرستو د رسولو لارو بندول روان ساتلي او په همدې حال کې د ایبولا وبا میلیونونه خلکو ته خطر پېښ کړی.

جګړې په سودان کې د نړۍ لوی بشري بحران زېږولی دی او د راپورونو په اساس د جګړې دخېلو غاړو خوړو ته لاسرسی او ترلاسه کول د جګړې د تکتیک په توګه کارولي دي.

خو د غذا د مصونیت په وړاندې یوازې جګړه ګواښ نه دی. د ال نینو په څېر طبعي پدېدو هم لسګونه میلیون خلکو ته د شدیدې لوږې خطر زیات کړی دی.

متحده ایالتونه به له بشري سازمانونو او ادارو سره خپله ملګرتیا روانه ساتي او هر چېرته چې ممکن وي د خوړو د عدم مصونیت ستونزه به حلوي. په همدې خاطر او د نړیوال بشري ستونزو، سوء تغذیې او د غذا د مصونیت ضرورتونو ته په کتو، متحدو ایالتونو په دې وروستیو کې د یونیسف او خوړو نړیوال پروګرام سره د امریکا د مرستو څه باندې یو میلیارد ډالر اعلان کړه.

سفیرې لوسیتیا ژمنه وکړه چې «متحده ایالتونه به اړمن خلک نه هېروي او یوازې به یې نه پرېږدي چې لوږه وګالي».