امریکا د ایران د وسلو په نورو تمویلوونکو هم بندیزونه ولګول

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په بلاروس، روسیې او ناجریا کې په دوو افرادو او یو بنسټ باندې نوي بندیزونه ولګول، ځکه چې دوی د ایران په هغو هڅو کې شامل وو، چې غوښتل یې د منپډس (MANPADS) په نوم د هوايي دفاع انتقالوونکی سیستم وپیري.

دا د ایران د پوځ د تدارکاتو په شبکو باندې، چې منپډس هم په کې شامل دی، د متحدو ایالتونو د ثابت او روان کمپاین یوه برخه ده. دا اقدامات د ۲۰۲۶ کال د مۍ په اتمې، جون په لسمې او جولاۍ په ۱۵ نېټو کې د ترسره شویو تدابېرو په لړ کې کېږي. دا اقدامات په ګډه هغه لارې بندوي، چې تهران د وسلو د زېرمو د بیا رغولو لپاره ترې کار اخلي او د درېیم هېواد د منځګړو او عرضه کوونکو لپاره خطر زیاتوي. دا تازه اقدامات همدغه راز په ایران باندې د ملګرو ملتونو د وسلو د بندیز حمایت کوي، چې د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې بیا پیل شو. دا اقدامات د ملګرو ملتونو غړي دولتونه ایران ته د وسلو د انتقال څخه منع کوي.

پدې ډله کې یو چې پرې بندیز لګول شوی، محمد علي طالبوف نومېږي. هغه د «ارموري الاینس» اجرایي مشر دی او د ایران په استازیتوب یې د وسلو د ترلاسه کولو لپاره د ارموري الاینس په هڅو کې ونډه لرله.

ارموري الاینس په بلا روس کې مېشت بنسټ دی او د چینايي شرکتونو او ایران ترمنځ یې منځکړتوب کړی او د سلګونو منپډس (MANPADS)د اخیستو په هڅو کې دخېل و. ارموري الاینس باندې مخکې هم پېژندل شوی و.

د وانګارډ تکتیکل سپلای شرکت بیا په ناجیریا کې مېشت دی، چې د یو جعلي اړخ د کاروونکو له لارې یې د ایران لپاره د چینایي اصلي منډپس (MANPADS) د پېرېدلو د تسهیل په هڅو کې دخیل و.

علي شیر دومولوژانوف لیشر په روسیې کې مېشت یو فرد دی، چې د ایران لپاره یې د منپډس (MANPADS) د تدارکاتو په تسهیل کې مرسته کړې.

د دغو اقداماتو په پایله کې، د دغو افرادو ټولې شتمنۍ او جایدادونه، چې په متحدو یالتونو کې دي او یا د امریکايي اتباعو سره دي، کنګل کېږي او بندیږي او باید یې په اړه د مالې وزرات د بهرنیو شتمنیو د کنترول څانګې ته راپور ورکړل شي.

متحده ایالتونه به د هغو شبکو د افشا کواو هڅو تخ دوام ورکړي چې د ایران د پوځ او سپاه پاسداران انقلاب قول اردو ته وسلې ورکوي او همدغه راز به دا رژیم له ټولو هغو سرچېنو څخه راګرځوي، چې ورانکار فعالیتونه یې ثابت ساتي.

د ایران د تدارکاتو هڅې د متحدو ایالتونو ملي امنیت ګواښي او متحده ایالتونه به د ایران له رژیم او هغو افرادو سره، چې د وسلو د زېرمو په رغولو کې ورسره مرسته کوي، حساب او کتاب کوي.