د نشهيي موادو اړوند تروريزم سره د مبارزې په برخه کې په یو پرېکنده اقدام کې، د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) په څه باندې ۵۰ مکسیکویي اتباعو او ادارو باندې چې د Cartel de Jalisco Nueva Generacion د (هالیسکو نوي نسل کارټل) جنایي ډلې سره تړاو لري، بندویزنه ولګول. دا اقدامات به د مکسیکو په څو ایالتونو کې ګڼ شمیر فعالیتونه ګډوډ کړي چې د دغو فعالیتونو ګټه همدې د CJNG کارټل ته رسیږي.
د هغو کسانو په ډله کې چې تر هدف لاندې دي، د مکسیکو او امریکا دوه ګونی تابعیت لرونکي، هوان کارلوز ګونزالیز دی چې د "پیلون" په نوم هم یادیږي شامل دی. هغه د یاد کارټل د بنسټ ایښودونکي او ناسکه پلار (ربن اوسګویرا سروانتیس) چې په "ال منچو" هم یادیږي، تر مړینې وروسته د دې کارټل نوی مشر شو.
د مالیې وزیر سکاټ بیسینټ هوډ څرګند کړی چې " جمهور رئیس ټرمپ روښانه کړې ده چې تروریستي کارټلونه به له منځه یووړل شي".
د CJNG کارټل چې مرکز یې په مکسیکو کې دی خو په نړیواله کچه فعالیت کوي، یو متشدد کارټل او د بهرنیو تروریستانو سازمان دی چې متحده ایالاتو ته د قاچاق کېدونکو فینټانیل او نورو وژونکو نشهيي توکو د ډیرې برخې مسؤلیت پر غاړه لري.
CJNG د پیسو مینځلو د خوار پیچلو ډولونو او د عایدو تر لاسه کولو بدیلو لارو چارو څخه کار اخلي، لکه د تیلو غلا، قاچاق او د تفریحي ځایونو په کرایې کې درغلي.
د کارټلونو د له منځه وړلو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ د ژمنې سره سم، د کورني امنیت د کاري ځواک په نږدې همکارۍ، OFAC د هغو جنايي ډلو په نښه کولو ته لومړیتوب ورکړی چې د امریکایانو هوساینه ګواښي، او د ۲۵۰ اشخاصو او بنسټونو پر وړاندې یې نږدې ۳۰ اقدامات کړيدي.
دا متحد او د ټول حکومت په کچه چلند د دې ډاډ ورکوي چې د نړیوالو جنايي شبکو په وړاندې اعظمي اغیزمنتیا نتیجه ولري. برسیره پردې، OFAC دا اقدام د مکسیکو د حکومت د مالي استخباراتو واحد سره په همکارۍ ترسره کړ.
شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې د خپل تاسیس راهیسې، CJNG د نړۍ په یو تر ټولو ځواکمنو کارټلونو بدل شوی، او د تاوتریخوالي او فساد له لارې یې دې مقام ته لاره موندلې ده. د CJNG کارټل د وحشتناکو بريدونو په تر ترسره کولو سره چې د دولتي چارواکو او سیالانو ترور پکې شامل دي، نورې جنايي ډلې او بې ګناه ملکیان وېرولي دي، او تر څنګ یې د مکسیکويي چارواکو ته هم په پراخه کچه رشوتونه ورکړیدي. دا کړنې د نشهيي توکو د قاچاق او نورو جنايي فعالیتونو لکه د تیلو غلا او د تفریحي ملکیتونو کې درغلۍ څخه د ترلاسه شویو ناقانونه عوایدو د ترلاسه کولو لپاره د CJNG هڅې نورې هم تر تعقیب لاندې راولي.
پیلون د CJNG نوی مشر دی. د کارټل یو پخواني غړي په توګه، پیلون د خپل پلار (ال منچو) تر مړینې وروسته دې مقام ته ورسید، چې د ۲۰۲۶ کال په فبروري کې د مکسیکو د حکومت د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو. د بهرنیو چارو وزارت، د خپلو نشهيي توکو د جایزې پروګرام له مخې، د هغه د نیولو او/یا محاکمې لامل کیدونکو معلوماتو لپاره تر ۵ میلیونو ډالرو پورې جایزه وړاندې کوي.
د مالیې وزارت تازه اقدام دا حقیقت په پام کې نیسي چې د مکسیکويي کارټلونو مشران او لوړ پوړي غړي په مکرر ډول خپلې شتمنۍ نږدې کورنیو غړو او باوري ملګرو ته سپاري. دا کسان ډیری وختونه په خپله شبکه کې د شرکتونو دننه د مشرتابه رول ساتي، ترڅو د دې خطر مخه ونیول شي چې یاد شوي شرکتونه او پکې ښکیل کسان پخپله د راتلونکې پلټنې موضوع وګرځي.
د دې وروستیو ګامونو سره، متحده ایالات د CJNG کارټل مشرانو، مالي ملاتړو او جنايي شبکو په نښه کوي، او یاد کارټل ته هغه سرچینې نه ورکوي چې د فینټانیل قاچاق، د ټولنو ترهګرولو او د امریکایانو ژوند ګواښلو لپاره یې کاروي.