د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله نوې خپره شوې ملي امنیت ستراتیژۍ کې اعلان وکړ چې "په هر هغه څه کې چې موږ یې کوو، موږ امریکا ته لومړیتوب ورکوو". دا ستراتیژي لس اصول بیانوي چې په راتلونکو کلونو کې به د متحدو ایالتونو د تګلارې لارښود وي.
لومړی اصل د متحدو ایالتونو د ملي ګټو متمرکز تعریف دی. ولسمشر ټرمپ یادونه وکړه چې "لږترلږه د سړې جګړې له پای ته رسیدو راهیسې، ادارې ډیری وختونه د ملي امنیت ستراتیژۍ خپرې کړې دي چې د متحدو ایالتونو د "ملي ګټو" تعریف پراخولو هڅه کوي ترڅو تقریبا هیڅ مسله یا هڅه د هغې له ساحې څخه بهر نه شي." هغه وویل، د امریکا د ملي امنیت اصلي ګټې به "زموږ تمرکز وي."
د قوت له لارې سوله یو بل مهم اصل دی. ولسمشر ټرمپ وویل، "هغه هیوادونه یا نور لوبغاړي چې د امریکا ګټو ته د ګواښ پیښولو څخه په کافي اندازه منع دي، دا کار به ونه کړي."
ولسمشر ټرمپ د نه مداخلې او هغه څه چې هغه یې "انعطاف منونکي واقعیت" بولي د لارښود د اصولو په توګه تایید کړل. هغه وویل: "د هغه هیواد لپاره چې ګټې یې زموږ په څیر ډېرې او متنوع دي، د نه مداخلې سره کلکه غاړه ایښودل ممکن ندي."
هغه اعلان وکړ: "د متحدو ایالتونو پالیسي به د نورو هیوادونو سره په خپلو معاملو کې د امکان تر حده واقعیت لرونکې او مطلوبه وي." امریکا د نړۍ له هیوادونو سره ښې اړیکې او سوله ایزې سوداګریزې اړیکې غواړي، پرته له دې چې ډیموکراتیک یا نور ټولنیز بدلونونه ورباندې وتپل شي چې د دوی له دودونو او تاریخ څخه ډیر توپیر لري.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې د ملتونو لومړیتوب یو بنسټیز اصل دی. ټرمپ وویل: "د نړۍ د سیاست بنسټ، د ملت -دولت دی او وي به." هغه ټینګار وکړ: "متحده ایالتونه به بې له شکه د خپل ملي حاکمیت ساتنه وکړي."
د قدرت انډول د امریکا د پالیسۍ یو بل مهم اصل دی. ټرمپ وویل: "متحده ایالتونه به هیڅ هیواد ته اجازه ورنکړي چې دومره غالب شي چې زموږ ګټې وګواښي." متحده ایالتونه به د خپلو متحدینو او شریکانو سره کار وکړي ترڅو په نړۍ او سیمه کې د قدرت انډول وساتي او د غالبو مخالفینو د راڅرګندیدو مخه ونیسي.
ولسمشر ټرمپ وویل، "د امریکا پالیسي به نه یوازې د ودې ملاتړې وي، بلکې د کارګرانو ملاتړې به هم وي، او زموږ خپلو کارګرانو ته به لومړیتوب ورکړي." هغه دا ژمنه هم وکړه چې "له پوځي اتحادونو څخه تر سوداګریزو اړیکو او ورهاخوا، متحده ایالتونه به ټینګار وکړي چې نور هیوادونه ورسره عادلانه چلند وکړي." امریکا به نور وړیا ګټې، په سوداګرۍ کې د انډول نه شتون، لوټمار اقتصادي چلند، او نورې ناوړه ګټه اخیستنې چې ورته زیان رسوي ونه زغمي.
ولسمشر ټرمپ وویل: " موږ په ځانګړې توګه، له خپلو متحدینو څخه غواړو چې د خپل ناخالص ملي عاید ډیره برخه په خپل دفاع ولګوي."
وړتیا او لیاقت هم د امریکا د ستراتیژۍ مهم اصول دي. ولسمشر ټرمپ وویل، "هرچیرې چې غوره امریکایان ګمارل کیږي، ترفیع کیږي، او پیژندل کیږي، نوښت او سوکالي به رامنځته کوي."
ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ: "په هر اصل او عمل کې چې موږ یې کوو، امریکا او امریکایانو ته باید تل لومړیتوب ورکړ شي."