ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکایانو ګټو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه خپله ژمنه پوره کوي څو په لوېديځه نيمهکره کې د متحده ایالتونو حياتي ګټې خوندي کړي.
د دسمبر په ۲مه، ولسمشر ټرمپ يوه اعلاميه خپره کړه چې د "مونرو د اصولو" په نوم د تګلارې موخې يې بيا تايد کړې.
د ولسمشر ټرمپ په اعلاميه کې ويل شوي: "د ۱۸۲۳ کال د دسمبر په ۲مه، د امريکايي حاکميت اصولو په هغو جملو کې تلپاتې بڼه غوره کړه چې ولسمشر جېمز مونرو ملت ته هغه ساده حقيقت بيان کړ چې د تاریخ په اوږدو کې یې اواز بیا بیا انګازې کړي: متحده ايالتونه به هېڅکله د خپل هېواد، خپلو ګټو، او د خپلو وګړو د هوساینې په دفاع کې شاتګ غوره نه کړي. زما اداره په وياړ سره مونرو د اصولو دا ژمنه د یو نوې پېشنهادي لیدلوري له لارې بيا تايدوي او هغه دا چې نه بهرني هېوادونه او نه نړيوالې مؤسسې، بلکه د امريکا خلک به تل په خپل برخليک واک ولري."
ولسمشر ټرمپ وويل: "له دوو پېړيو ډېر وخت پخوا ولسمشر مونرو د متحده ايالاتو کانګرس ته هغه څه اعلان کړل چې نن د "مونرو اصول" په نوم د تاریخي تګلارې په توګه پېژندل کېږي. داسې زړوره تګلاره چې د لرې بهرنيو هېوادونو لاسوهنه ردوي او په پوره ډاډ په لوېديځه نيمهکره کې د متحده ايالتونو مشري اعلانوي".
ولسمشر مونرو ویلي و: "د امريکا وچې به، د آزادو او خپلواکو شرايطو له امله چې هغوی غوره کړي او ساتلي یې دي، نور د اروپايي قدرتونو د استعماري پراختيا لپاره د هدف په توګه ونه ګڼل شي."
ولسمشر ټرمپ وويل: "د همدې قوي الفاظو په برکت، هر یو ملت پدې پوه شو چې د امريکا متحده ايالتونه د داسې يوه لوی قوت په توګه را ولاړیږي چې نړۍ يې ساری نه دی ليدلی او هېڅوک به پر ازادۍ ددغو خلکو ځواک، يووالی، ارادې او هوډ سره سیالي ونه کړای شي. له هغه وخته تر ننه پورې، د ولسمشر مونرو له خوا د حاکميت اصولو د امريکا وچه د کمونېزم، فاشېزم، او بهرنيو لاسوهنو څخه ساتلې ده، او زه د متحده ايالتونو د ۴۷م ولسمشر په توګه په وياړ سره دا لرغونی سیاست بيا پياوړی کوم."
ولسمشر ټرمپ وويل: "له هغه وخته چې زه دفتر ته راغلی یم، ما په پوره قوت سره د ځواک له لاري د سولې تګلاره د (امريکا لومړۍ) پالیسي تعقيب کړې. موږ پاناما کانال ته د متحده ایالتونو ځانګړې لاسرسي بېرته ترلاسه کړه. موږ د امريکايي سمندري ځواک د برلاسۍ دپاره بیا رغونه او پیاوړتیا پيل کړې. موږ په نړيوال اکمالاتي ځنځير او لوژستیک سکتور کې د غیر قانوني بازاري فعالیتونو مخه نیسو."
ولسمشر ټرمپ زياته کړه: "متحده ایالات د مکسیکو له لارې د خطرناکو مخدره موادو بهير دروي، له جنوبي پولو څخه د ناقانونه کډوالو هجوم پای ته رسوي، او د لوېديځې نيمېکرې په کچه د نشهيي توکو د ترهګرو شبکو له منځه وړلو ته دوام ورکوي. د خپل هېواد د کاریګرو او صنعتونو د دفاع لپاره مې تازه له السلوادور، ارجنټاين، ايکوادور، او ګواتيمالا سره تاریخي سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي، چې په پراخه کچه او چټکۍ سره بازارموندنه ممکنوي."
ولسمشر وويل: "زما ددې لیدلوری له برکته د مونرو اصول اوس هم ژوندي دي او د امريکا مشري تر بل هر وخت په پیاوړتیا پر مخ ځي."
ولسمشر خپله ژمنه بيا تازه کړه چې "تل به د امريکا حاکميت، امنيت، او خوندي ساتنه په لومړي ځای کې وي." او په ټینګار یې وويل: "موږ ژمنه کوو چې د خپل ملت د جمهوريتپالو د ځانواکۍ خپل ګران ملي ميراث د هر ډول ګواښ په وړاندې که بهرنی وي او که کورنی خوندي وساتو."