د سعد بن عاطف العولقي پر سر د امریکا انعام

د امریکا د متحده ایالاتو د باندنیو چارو دوزارت د عدالت لپاره د انعامونو ځانګړي پروګرام (ار اف جې) اعلان کړی چې د هغو معلوماتو په بدل کې چې په د عرب په ټاپو وزمه کې د القاعدې د سازمان د مشر سعد بن عاطف العولقي په پیژندلو یا ځای موندلو کې مرسته وکړي، خپل د انعام کچه یې لوړه کړې ده.

د العولقي په اړه د معلوماتو لپاره نوی انعام ۱۰ میلیونه ډالرو ته لوړ کړل شوی دی. پخوا دغه انعام تر ۶ میلیونو ډالرو پورې و.

د عرب په ټاپووزمه کې د القاعدې سازمان یا (AQAP) یوه افراطي ډله ده چې په یمن کې میشته ده او په ۲۰۰۹ کال کې د یمني او سعودي ترهګر عناصرو د یو ځای کیدو سره راڅرګنده شوه.

د AQAP په ټاکل شویو هدفونه کې د خلافت رامنځته کول او په د عرب په ټاپو وزمه او پراخه منځني ختیځ کې د شریعت قانون پلي کول شامل دي.

د عرب په ټاپووزمه کې د القاعدې سازمان په عربي ټاپو او په نورو ځایونو کې سیمه اییزې، امریکایي او لویدیځې ګټې په نښه کړي دي. دې ډلې د ګڼ شمېر ترهګریزو بریدونو مسولیت منلی دی، چې پکې د پاریس د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ د میاشتې د چارلي هېبډو په دفترونو برید هم شامل دی چې ۱۲ کسان پکې ووژل شول.

د عرب په ټاپووزمه کې د القاعدې سازمان د القاعدې د اصلي ترهګریزې ډلې سره تړاو لري او د القاعده د ډلې د نړیوالو مشرانو سره نږدې کار کوي ترڅو لویدیځ اهداف په نښه کړي اوخپل د نورو همکارو ډلو سره همکاري لا پیاوړې کړي. د عرب په ټاپووزمه کې د القاعدې سازمان یا (AQAP) د القاعدې د سازمان دپاره په دې خاطر ارزښت لري چې په سیمه کې ددې سازمان د مالي سرچینو او تسهیلاتو په برخه کې کلیدي رول لوبوي.

د ۲۰۰۹ کال د دسمبر په ۲۵ مې نېټې، د عرب په ټاپو وزمه کې د القاعدې سازمان د برید یوه ناکامه هڅه وکړه چې غوښتل یې یوه الوتکه د هغه بم په واسطه له منځه یوسي چې د عمر فاروق عبدالمطلب په نوم یوه ترهګر په ځان پورې تړلي و.

دغې ډلې همدارنګه د ۲۰۱۰ کال په پای کې د امریکا متحدو ایالتونو ته د دوه کارګو یا مال لېږدونکو الوتکو په منځ کې د کمپیوټرونو په پرنټرونو کې بمونه پټ کړي وو. دا بمونه د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په ۲۹ نېټه په دوه مختلفو ځایونو کې د تم کیدو پر مهال کشف او خنثی شول.

په ۲۰۲۴ کال کې، العولقي د عربو په ټاپو وزمه کې د القاعده د ځانګې مشر وټاکل شو. هغه په علني توګه د امریکا او د متحدینو پر ضد د بریدونو غږ وکړ. د عرب په ټاپو وزمه کې د القاعده سازمان د مشر او د یمن د شبوح ولایت د پخواني امیر په توګه هغه د عربو په ټاپو وزمه کې پر امریکا بریدونه رهبري کړي او امریکایان یې په یمن کې یرغمل نیولي دي.

برسېره پر دې، د باندنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د انعامونو ځانګړی پروګرام د ابراهیم ال-بانا د ځای موندلو لپاره تر ۵ میلیون ډالرو پورې انعام وړاندې کوي او د ابراهیم احمد محمود القوسي د پیژندلو یا ځای موندلو لپاره تر ۴ میلیونه ډالرو پورې انعام وړاندې کوي. ال-بانا او القوسي د عربو په ټاپو وزمه کې د مشرۍ د هغې ډلې برخه ده چې په سیمه کې د القاعده د مشر سره همکاري کوي.

متحده ایالات دیته ژمن دي چې ترهګر د عدالت منګولو ته وسپاري او هغو کسانو ته انعام ورکړي چې په دې مهم ماموریت کې ورسره مرسته کوي.