روسیه د اکمالاتو لپاره شمالي کوریا ته ګوري

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ وویل: "روسیه د کوریا د دموکراتیک جمهوریت سره د پام وړ کچې مختلفو مهماتو د احتمالي معاملې په هکله خبرې کوي چې د اوکراین پروړاندې یې وکاروي."

هماغسې چې روسیه د اوکراین په وړاندې خپلې غیرقانوني جګړې ته دوام ورکوي، د جنګي موادو له کمښت سره مخامخ ده. روسیه د خپلو مخ په کمیدونکو اکمالاتو د پوره کولو لپاره، هغو هیوادونو ته مخه کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغو بندیزونو لاندې دي چې ټول هیوادونه له هغوی څخه د وسلو له اخیستلو منع کوي.

د اګست په وروستیو کې، جاپان، د کوریا جمهوریت، یا سویلي کوریا؛ بریتانیا او متحده ایالاتو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره روسیه د کوریا د دیموکراتیک جمهوریت یا شمالي کوریا څخه د وسلو د پیرودلو په خاطر وغندله.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لیندا توماس ګرینفیلډ وویل: "د روسیې او د کوریا د دیموکراتیک جمهوریت ترمنځ د وسلو خبرې اترې په فعاله توګه پرمختګ کوي." هغې ذیاته کړه، " روسیه د کوریا د دموکراتیک جمهوریت سره د پام وړ کچې مختلفو مهماتو د احتمالي معاملې په هکله خبرې کوي چې د اوکراین پروړاندې یې وکاروي."

هغې وویل: "په دې احتمالي معاملو کې د خامو موادو چمتو کول هم شامل دي چې د روسیې د دفاعي صنعتي بنست سره مرسته وکړي." آغلې ګرینفیلډ وویل، "د دې وسلو د ترلاسه کولو په هڅه کې به روسیه د امنیت شورا د هغو پریکړه لیکونو څخه سرغړونه وکړي چې روسیې ورته پخپله رایه ورکړې. د وسلو هر ډول معامله به د امنیت شورا د هغو پریکړه لیکونو څخه جدي سرغړونه وي چې د کوریا د دموکراتیک جمهوریت د تیرو اټومي ازموینو او د بالستیک توغندیو له ازموینو وروسته په متفقه توګه تصویب شوي."

هغې همداشان وویل، حقیقت دا دی چې "دا لومړی ځل نه دی چې روسیه د اوکراین په وړاندې د خپلې غیرقانوني جګړې د پءمخ بیولو لپاره د امنیت شورا له پریکړه لیکونو څخه سرغړونه کوي." میرمن ګرینفیلډ زیاته کړه، "اوس انکار نه کیدونکي شواهد شته چې روسیې له ایران څخه ډرون ترلاسه کړي او پدې توګه یې یو بل پریکړه لیک څخه سرغړونه کړې چې ورته یې رایه ورکړې."

هغې وویل: "روسیې له هغه وخت راهیسې دا بې پیلوټه الوتکې په اوکراین کې د مهمو زیربناوو په وړاندې د سزا ورکونکو بریدونو لپاره کارولي دي."

سفیرې توماس ګرینفیلډ وویل: "د روسیې د چلند بڼه - د امنیت شورا د غړي په توګه له خپلو مسؤلیتونو څخه سرغړونه کوي او د اټومي وسلو د پراخونکو رژیمونو څخه ملاتړ کوي - د منلو وړ نه دی." هغې وویل، "له همدې امله متحده ایالات مستقیم اقدام کوي او د هغو اشخاصو او ادارو په افشا کولو او بندیز لګولو سره چې د روسیې او د کوریا د دموکراتیک جمهوریت ترمنځ د وسلو د معاملې د اسانه کولو لپاره کار کوي."

هغې وویل: "موږ نه شو کولی - او مونږ به غلی هم پاتې نشو، دا پداسې حال کې دي چې موږ نور معلومات ترلاسه کوو چې روسیه د خپل وحشیانه تیري د ملاتړ لپاره د وسلو او تجهیزاتو د ترلاسه کولو په خاطر بدمعاشو رژیمونو ته مخه کوي."
په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لیندا توماس ګرینفیلډ وویل "موږ به له متحدینو او شریکانو سره کار ته دوام ورکړو چې د کوریا د دموکراتیک جمهوریت (DPRK) یا هر هغه هیواد څخه چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې د ملاتړ لپاره نظامي تجهیزات برابروي په نښه، افشا او مقابله وشي." "دا د نړیوالې سولې او امنیت یوه مهمه مسله ده."