ولسمشر ټرمپ یو اجرایوي فرمان لاس لیک کړ چې د امریکا د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت څخه ملاتړ وکړي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکا متحدینو او ملګرو ته د امریکا د مصنوعي زیرکتیا د ټیکنالوژۍ بستې په جامع دول صادر کړي.
په دغو بستو کې د مصنوعي ځیرکتیا ماډلونه، د معلوماتو یا ډیټا سیسټمونه، د انټرنیټي امنیت تدابیر او د هارډویر ټیکنالوژي شامله ده چې په کښي د عامې روغتیا، ښوونې او روزنې ، زراعت، ټرانسپورټ او نورو برخو کې کار اخیستل کېږي.
ولسمشر ټرمپ په دې پوهیږي چې مصنوعي ځیرکتیا یو بنسټیزه ټیکنالوژي ده چې د راتلونکو لیسزو دپاره به د سعادت، نوښت او دفاعي چارو په شکل ګیرۍ اساسي نقش ولوبوي. په هدغه دلیل د امریکا متحده ایالات باید د مصنوعي ځیرکتیا په ودې، استعمال، اړوندو معیارونو او د حکومتدارۍ په ماډلونو کې د مخکښ رول ولوبوي ترڅو نړۍ زمونږ د سیالو هیوادونو پر سیستمونو تکیه ونکړي.
ددې کار د ترسره کولو دپاره امریکا د ډېټا یا معلوماتو نويو مرکزونو، نویو سیمي کانډکترونو، د بریښنا د تولید او انتقال شرکتونو او لاینونو او دغه راز د چپ د تولید مرکزونو ته اړتیا لري.
ولسمشر ټرمپ د اجرایوي فرمان د لاس لیکولو پرمهال هوډ وکړ چې ،، زما تر مشرتابه لاندې به مونږ دا کار ترسره کړو.،،
ولسمشر ټرمپ دا تایید کړه چې د مصنوعي ځیرکتیا د ډګر په سیالیوو کې بریتالیتوب به،، د فضايي پروګرامونو د عصر راهیسې زمونږ د وړتیاوو دپاره تر ټولو ستره آزموینه وي.،،
ښاغلي ټرمپ داسې وویل،،دا به مونږ دې ته اړ باسي چې د خپل ټول قوت سره، د امریکا د نوښتګرۍ د عضلاتو په کارولو سره او د یوې بېساري ارادې په درلودلو سره دا کار ترسره کړو. دا کار به مونږ اړ باسي چې د تاریخ تیر شویو سیستمونو او د ګڼ شمیر مقراراتو نه ورآخوا… د خپل هیواد بنسټیز سیستم له سره جوړ کړو.،،
ښاغلي ټرمپ د امریکا د ټیکنالوژۍ د برخې د کمپنیو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې ،، امریکا لومړۍ په پام کې وساتي،،
هغه داسې وویل ،، په داسې حال کې چې مونږ په دې خوشحاله کونکي ډګر کې مخ پر وړاندې ځو، یوه خبره باید له یاده ونه باسو او هغه دا چې دا ټول سعادت او پرمختګ زمونږ د آزادۍ، زحمت کشۍ، هیلو او خطر منلو د کلتور څخه سرچینه اخلي چې مونږ ته د یوه نسل څخه بل نسل ته راپاته کېږي. د سیلیکان سیمه د همدغو ارزښتونو په مټه شهرت، ثروت او عالي مقام ته ورسیده او په دغو سیالیو کې به بیا بریا ددغو ارزښتونو په خپلولو نه په ردولو کې ترلاسه شي، داسې خپلول چې ساری یې نه وي لیدل شوی.،،
ښاغلي ټرمپ وویل چې ،، د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د برلاسي کیدلو کلیدي تګلاره دا ده چې ټوله نړۍ د امریکا د ټیکنالوژۍ پر ستون فقرات باندې تکیه وکړي.،،
ښاغلي ټرمپ داسې وویل ،، زما په حکومت کې به مونږ خپل د ملي امنیت دپاره په لازمو محافظتي اقداماتو لاس پوري کړو خو مونږ به هیڅکله دا د یاده ونه باسو چې تر ټولو ستر خطر دادی چې مونږ په دې سیالیوو کې پرشا شو او خپل متحدین مجبوره کړو چې زمونږ د سیالانو پر تیکنالوژۍ اتکا وکړي. مونږ به دا کار ونکړو. امریکا هغه هیواد دی چې د مصنوعي ځیرکتیا سیالي یې پیل کړه او د امریکا د ولسمشر په صفت زه نن دلته راغلی یم چې دا اعلان کړم چې امریکا به دا سیالي ګټي. مونږ به ډیر زیار وباسو. مونږ به یې ګټو ځکه مونږ به هیڅ بهرني هیواد ته اجازه ورنکړو چې مونږ ته ماتې راکړي.،،