د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جاپان سره، چې د امریکا یو له مهمو او نږدو ملګرو هیوادونو په ډله کې راځي، یو تاریخي سوداګریز تړون اعلان کړ.
د امریکا او جاپان ترمنخ دغه تړون اقتصادي سعادت، د صنعت د برخې مشرتابه او اږدمهال امنیت ته د دواړو هیوادونو پر ګډ تعهد باندې یو ځل بیا تاکیید کوي. دغه تړون یو قوي پیغام ورکوي چې د امریکا او جاپان ترمنځ اتحاد نه یواځي د هند ارام سمندر په سیمه کې د سولې اساسي رکن دی بلکې د نړیوال رشد او نوښت یو اساسي محرک هم دی
د نوي موافقې په لړ کې جاپان هوکړه کړې چې په امریکا کې به د ۵۵۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګه اچونه کوي ترڅو د امریکا اساسي صنعتونو ته وده ورکړي او په بیاروغونه کې یې مرسته وکړي.
سپینې ماڼۍ وویل چې دا په تاریخ کې تر ټولوغټه بهرنۍ پانګه اچونه ده چې په امریکا کې د یوه هیواد له خوا کېږي او په لړ کې به یې په سلګونو زره دندې په امریکا کې پیدا شي، داخلي تولیدي سکتور به وده وکړي او د راتلونکو نسلونو دپاره به د امریکا سعادت تضمین کړي.
د ولسمشر ټرمپ په لارښوونې به دا پیسې د امریکا د صنعت د بیا رغولو او پیاوړي کولو په هدف ولګول شي چې پکې د انرژۍ زیربنا او تولیدات هم شامل دي. پانګونه به دغه راز د مهمو منرالونو د استخراج، درمل جوړونې ، طبي موادو پر تولید، د سوداګریزو او دفاعي کښتیو پرجوړولو هم ولګول شي.
متحده ایالات به د دې پانګونې څخه ۹۰ سلنه ګټه د ځان کړي او ډاډ به ترلاسه کړي چې امریکایي کاریګر، مالیه ورکوونکي او ټولنې د ګټې د لویې برخې څخه برخمن شي.
د دې تړون پر بنسټ، له جاپان څخه پر وارداتو به ۱۵ سلنه تعرفې ولګول شي.
د ملیاردونو ډالرو عوایدو د لوړیدو ترڅنګ د تعرفې دا نوی چوکاټ به د متحده ایالاتو د پراخو صادراتو او پانګونې پر بنسټ تولیدات زیات او د جاپان سره د سوداګرۍ د کسر په کمولو کې هم مرسته وکړي او د متحده ایالاتو د سوداګرۍ د برخې نړیوال موقف ته به لازیات توازن ورپه برخه کړي.
دا تګلاره د متحده ایالتونو د هغې پراخې هڅې استاځیتوب کوي چې غواړي یو ثابت، شفاف او د تطبیق وړ سوداګریز چاپیریال رامینځته کړي، داسې چاپیریال چې پکې امریکایی کاریګر او تولیدونکي نور د زړو او یا یو اړخیزو سوداګریزو قوانینو له امله زیانمن او له ګټو محروم نشي.
د لسیزو راهیسې، د متحده ایالاتو شرکتونه د جاپان بازار ته د لاسرسي په لټه کې له خنډونو سره مخ و. دا تړون په مهمو کلیدي سکتورونو کې د پرمختګ لاره پرانیزي. جاپان به سمدلاسه متحده ایالتونو ته د وریژو واردات ۷۵ سلنه زیات کړي، جاپان به د جوارو، سرې، حبوباتو، بایو ایتنال او د الوتکو د تیلو په شمول د ۸ ملیارد ډالر په ارزښت امریکایي توکي واخلي. امریکا به جاپان ته د انرژۍ صادرات هم پراخ کړي.
ددې ترڅنګ، جاپان ژمنه کړې چې د بوینګ سل ډوله الوتکو د تړون په شمول، امریکایي تجارتي الوتکې هم واخلي. جاپان به د ملیاردونو ډالرو په ارزښت د امریکا دفاعي تجهیزات هم راونیسي، چې د هند په ارام سمندر کې د عملیاتو متقابلې وړتیاو لوړوي او د متحدینو امنیت به لا خوندي کړي.
په امریکا کې پر جوړو شویو د موټرو او لاریو پر صادراتو به اوږدمهاله محدودیتونه لرې شي، چې د امریکا موټر جوړونکي به په جاپان کې مصرف کونکو او بازار ته لاسرسی ومومي. دا به لومړی ځل وي چې د امریکایې موټرونو د تولید معیار به په جاپان کې د منلو وړ وګرځي.
دا تړون د متحده ایالاتو او جاپان ترمنځ قوي او دوامداره اړیکې منعکس کوي او د دواړو ملتونو متقابلو ګټو ته وده ورکوي.
ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا د امریکا د خلکو لپاره د غوره بدلون نتیجه وړاندې کړه او نړیوال اقتصاد یې ځواکمن کړ.