د ګرینلنډ د ستراتیژیک اهمیت په اړه د ټرمپ څرګندونې

ګرینلنډ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویس په داووس کې په نړیوال اقتصادي فورم کې د خپلې وینا پر مهال د ګرینلنډ ستراتیژیک اهمیت ته اشاره وکړه. نوموړي لومړی د «ګرینلنډ د خلکو او د ډنمارک د خلکو پر وړاندې خپل ژور درناوی» څرګند کړ، خو ویې ویل چې «د متحده ایالتونو پرته هېڅ هېواد او یا دهېوادونو هېڅ یو تړون د دې توان نه لري چې د ګرینلنډ امنیت تضمین کړي.»

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، ډنمارک یوازې له شپږو ساعتونو جګړې وروسته د جرمني لاس ته ولوېد او په بشپړه توګه ونه توانېد چې نه د خپل ځان څخه او نه هم د ګرینلنډ څخه دفاع کړي.

له همدې امله متحده ایالتونه اړ شول چې د ګرینلنډ خاوره تر خپل کنترول لاندې راولي.

ولسمشر ټرمپ وویل: "مونږ په رښتیا هم د ډنمارک دپاره په ګرینلنډ کې پوځي اډې جوړې کړې. مونږ ګرینلنډ وژغوره او په پوره بریالیتوب مو د دښمنانو په مخنیوي کې دوی ته دا اجازه ورنکړه چې زمونږ په نیمه کره کې ځای ومومي."

ټرمپ وویل، نن سبا متحده ایالتونه او ټوله نړۍ د پخوا په پرتله له «ډېرو سترو ګواښونو» سره مخامخ دي، په ځانګړي ډول د بالستیک توغندیو او اټومي وسلو له اړخه.

ګرینلنډ یوه پراخه سیمه ده خو د اوسیدونکو شمیر یې خورا کم او له پرمختګ څخه شا ته پاتې شوې سیمه ده چې د امریکا، روسیې او چین ترمنځ په یوه مهم ستراتیژیک موقعیت کې قرار لري او تر ډېره د ځان دفاع هم نشي کولای.

که څه هم ګرینلنډ د نادرو معدني عناصرو له اړخه یوه بډایه سیمه ده ، خو ولسمشر ټرمپ وویل: «دا زموږ دپاره د اړتیا اصلي لامل نه دی. موږ ګرینلنډ د ملي او نړیوال امنیت لپاره غواړو.»

هغه وویل: «دا ستر ټاپو چې خوندې هم ندی په اصل کې د لوېدیځې نیمې کرې په شمالي پولې باندې د شمالي امریکا یوه برخه ده. دا زموږ خاوره ده. له همدې امله دا د امریکا د متحده ایالتونو د ملي امنیت د ګټو یوه بنسټیزه برخه ده. په حقیقت کې له سلګونو کلونو راهیسې زموږ تګلاره دا وه چې زموږ نیمې کرې ته د بهرني ګواښونو د ننوتلو مخه ونیسو. او موږ دا کار په بریالیتوب سره کړی دی. موږ هېڅکله هم د نن په شان دومره پیاوړي نه وو.»

هغه زیاته کړه: «همدا لامل دی چې د نږدې دوو پېړیو راهیسې د امریکا ولسمشرانو د ګرینلنډ د پېرلو هڅه کړې ده.»

ولسمشر ټرمپ وویل، په ۲۰۱۹ کال کې ډنمارک اعلان وکړ چې له ۲۰۰ میلیونه ډالرو څخه زیات به د ګرینلنډ د دفاع د پیاوړتیا لپاره ولګوي، خو په حقیقت کې یې د دې پیسو له یوې سلنې څخه هم کم مصرف کړل.

هغه زیاته کړه: «یوازې متحده ایالتونه کولای شي د دې سترې وچې ساتنه وکړي. او همدا لامل دی چې زه د متحده ایالتونو له لوري د ګرینلنډ د بیا ترلاسه کولو په تړاو د سمدستي خبرو اترو غوښتنه کوم.»

ولسمشر ټرمپ ډاډ ورکړ: «دا به ناټو ته هېڅ ګواښ نه وي. برعکس، دا به د ټول ائتلاف امنیت لا پیاوړی کړي.» هغه همداراز ټینګار وکړ چې د ګرینلنډ د ترلاسه کولو هڅه به سوله‌ییزه وي او ویې ویل: «زه نه غواړم له زور څخه کار واخلم. زه به له زور څخه کار وانخلم.»

هغه وویل: «موږ یوازې دا غواړو چې ګرینلنډ ترلاسه کړو، له بشپړ قانوني ملکیت او حق سره، ځکه چې د دفاع لپاره مالکیت ضروري دی. تاسو د اجاره شوې ځمکې دفاع نه شئ کولای. لومړی، له حقوقي پلوه دا د دفاع وړ نه ده. او دویم له رواني اړخه څوک غواړي د اجارې د جواز دفاع وکړي؟ هغه هم د سمندر په منځ کې د یخ یوه ستره ټوټه چې که جګړه پېښه شي، نو ډېره برخه به همالته ترسره کیږي.»

ټرمپ وویل: «هغه څه چې موږ یې له ډنمارک څخه د ملي او نړیوال امنیت لپاره غواړو، او د دې لپاره چې خپل ډېر فعال او خطرناک دښمنان تر فشار لاندې وساتو، همدا ځمکه ده، هغه ځمکه چې موږ به پرې په نړۍ کې د توغندیو تر ټولو ستر دفاعي سیستم، یعنې د (طلایي ګنبد) سیستم، جوړ کړو.»