ولسمشر ټرمپ د روسیې ګواښونو ته ځواب وړاندې کوي 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دې نتیجې ته رسیدلی دی چې په اوکراین کې د روسیې کړنې د امریکا ملي امنیت او بهرنۍ پالیسې ته یو دوامداره ګواښ دی چې ددې ایجاب کوي چې پرضد یې قوي جوابي اقدمات پلي شي.

په دغو اقدماتو کې پر هند باندې د تعارفو زیاتوالی شامل دی چې د روسیې څخه خپل د تیلو واراداتو ته ادامه ورکوي او دا کار مستقیما د امریکا هغه هڅې کمزورې کوي چې هدف یې په اوکراین کې د روسیې د تخریبي فعالیتونو پرضد اقدام دی. په نړیوال آزاد بازار کې د هند له خوا د روسیې د تیلو بیرته خرڅول چې د پام وړ ګټه په کښې کوي د روسیې د اقتصاد سره مرسته کوي چې خپل یرغل تمویل کړي.

په دې لړ کې ولسمشر ټرمپ په دې ورستیو کې یو اجرایوي فرمان لاس لیک کړ چې په ترڅ کې یې پر هندي وارداتو باندې ۲۵ فیصده اضافي تعارفه وضع کیږي او دغه اضافي تعارفه به د اګست پر ۲۷ نېټه پلې شي.

ددې کار په کولو سره ولسمشر ټرمپ غواړي چې د هغو هیوادونه مخه ونیسي چې د روسیې د تیلو په واردولو سره د روسیې د اقتصاد سره مرسته کوي او دغه راز ولسمشر غواړي چې روسیه په اوکراین کې د روانو کړنو په خاطر د جدي اقتصادي عواقبو سره مخ شي.

سپینه ماڼۍ وايي چې د هند په شان به پر نورو هیوادونو باندې هم په راتلونکې کې ورته تعارفې وضع شي چې په مسقیم یا غیر مستقیم ډول د روسیې څخه تیل واردوي.

د امریکا ولسشمر د هند حکومت ته خبرداری ورکړ چې د روسیې د تیلو د رانیولو په خاطر به د تعارفو سره مخ شي.

ولسمشر ټرمپ داسې وویل «هند نه یواځي د روسیې څخه په زیاته پیمانه تیل رانیسي بلکې وروسته یې بیرته په آزاد مارکیټ کې د زیاتې ګټې سره خرڅوي. په همدغه دلیل به زه د امریکا په متحده ایالاتو کې د هند پر وارداتو باندې د پام وړ تعارفې وضع کړم.»

دغه تعارفې د نورو ګمرکاتو، فیسونو، مالیاتو، حسابونو او مصارفو برسیره دي چې پر وارداتو راځي او یواځي د ۱۹۶۲ کال د تجارت د وسعت د قانون له مخې په کښي اوس یا په راتلونکې کې تعییرات راتلای شي.

د امریکا د تجارت وزیر هاورډ لوتنیک به د امریکا د باندنیو چارو د وزیر مارکو روبیو، د مالیې د وزیر سکاټ بیسنټ او نورو لوړ پوړو چارواکو سره دا پریکړه وکړي چې نور هیوادونه خو به په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د روسیې څخه تیل نه واردوي او ولسمشر ته به د ضرورت سره سم د نورو اقدماتاتو سپارښتنه وکړي.

ولسمشر ټرمپ په کراتو ویلي دي چې هغه به د روسیې له خوا یرغل ونه ځغمي.ولسمشر ټرمپ دغه راز د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین ته دا واضیح کړې ده چې د هغه ملت به ددې اقداماتو سره مخامخ شوی نه وای که چیرې هغه «د سولې موافقې ته رسیدلای وای چې د خلکو د وژل کیدو مخه ونیول شي.»

ولسمشر ټرمپ د سولې راوستو ته اوس هم ژمن دی او ددغو اقداماتو هدف دا دی چې د روسیې پر حکومت فشار راوستل شي چې د یوې داسې قطعنامې پر لورې حرکت وکړي چې په لړ کې یې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسیږي او د خلکو ژوند وژغورل شي.