د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له اروپایي اتحادیې سره یو سوداګریز تړون لاسلیک کړ، چې په بنسټیز ډول د نړۍ د دوو لویو اقتصادي قدرتونو تر منځ د اقتصادي اړیکو توازن یا انډول برابروي.
سپینې ماڼۍ یادونه وکړه چې دغه تړون د اتلانتیک دواړو خواوو ته اتحاد د نسلونو دپاره عصري کوي او امریکایانو ته به د اروپایي اتحادیې په هیوادونو کې بازارونو ته په بیساري کچې د لاسرسي قانوني لاره برابره کړي. دغه تړون د امریکا اقتصاد او تولیدي وړتیاوې پیاوړې کوي. اروپایي اتحادیې ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۸ کال پورې به د۷۵۰میلیاردو ډالرو په ارزښت له امریکا څخه د انرژي د برخې مهم توکي واخلي او په امریکا کې به ۶۰۰ میلیارده ډالر نوې پانګونې هم وکړي.
دغه سوداګریز تړون به امریکایي بزګرانو، کروندګرو، کب نیونکو او د فارمدارۍ د صنعت کارکونکو او تولیدونکو ته زمینه برابره کړي چې صادرات زیات کړي، د امریکا د سوداګرۍ د فرصتونو ساحه پراخه کړي او له اروپایي اتحادیې سره د توکو په برخه کې د سوداګریز کسر کچه راټیټه کړي.
اروپایي اتحادیې ژمنه کړې چې دپام وړ تعارفې به لرې کړي په ځانګړې توګه به په امریکا کې جوړ شویو صنعتي توکو باندې ټولې تعرفې ختمې شي چې په اروپا کې د امریکایي توليداتو لپاره د سیالۍ او ګټې غوره فرصتونه رامنځته کړي.
د ولسمشر ټرمپ د متوازن تجارت د ستراتیژۍ له مخې به اروپایي اتحادیه متحده ایالاتو ته پر موټرو، درملو اوسیمکانډکټورنو باندې ۱۵ سلنه تعارفه وضع کړي. خو په فولادو، المونیم او مسو باندې تعارفې به لا هم ۵۰ سلنه وي. دغه نوی تعرفوي چوکاټ به د عایداتو کچه له کاله په لسګونو میلیارده ډالر لا لوړ کړي، د اوږدمهاله نامتوازن سوداګریز جریان مخه به ونیسي، ترڅنګ به یې کورني منابع وهڅوي څو په کور دننه د کورنیو تولیداتو بیا رغولو ته پام واړوي، او ډاډ ترلاسه کوي چې بهرنی تولیدونکي د امریکا په اقتصاد کې د برخې اخیستو دپاره خپله پوره ونډه پرې کړي.
متحده ایالات او اروپایي اتحادیه پلان لري چې د خوراکي او کرنیزو محصولاتو په برخه کې د غیرتعارفوي خنډونه د حل دپاره په ګډه کار وکړي، د بیلګې په توګه د خوګ او لبنیاتو لپاره د حفظ الصحې او صفایۍ په برخه کې د تصدیقونو (sanitary certificates) غوښتنې لا ساده کړي.
دواړه خواوې دا هم غواړي د ډیجیټلي سوداګریز ډګر په برخه کې غیر موجه تجارتي خنډونه لرې کړي.
په مهمو سکتورونو لکه د انرژۍ اوسیمي کانډکترونو په برخو کې اضافي تړونونه به د متحده ایالاتو صادراتو ته نوره پراختیا ورکړي. اروپایي اتحادیې موافقه کړې چې د متحده ایالاتو زیاته اندازه پوځي تجهیزات هم واخلي.
یوازې په شپږو میاشتو کې، ولسمشر ټرمپ په دې وتوانید چې متحده ایالات د پانګونې دپاره د نړۍ په تر ټولو جذاب او غوره ځای بدل کړي او د نوښت، څېړنې او پرمختللې تکنالوژۍ د تولید په برخه کې یې بېرقیبه مخکښ کړي.
ولسمشر ټرمپ د دې ناسمې فرضیې سره مخالفت وکړ چې وایي امریکایي کارګر او سوداګر باید غیرعادلانه سوداګریزو کړنلارې وځغمي، هغه کړنلارې چې دوي یې د لسیزو راهیسې زیانمن کړي او تاریخي سوداګریز کسر ته یې لاره هواره کړې ده.
د امریکا او اروپایي اتحادیې ترمنځ دا سوداګریز تړون د نړۍ د دوهم ستر اقتصاد (EU) بازار ته تاریخي لاسرسی پرانیزي، او د امریکا او خپل مهم متحد اروپایي اتحادیې تر منځ هم پیاوړې او اوږدمهاله اړیکې بیا ټینګوي.