متحده ایالات او اروپايي ټولنه د ارمنستان لپاره د دموکراتیکې راتلونکې ملاتړ کوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

بروکسل ته په یو وروستي سفر کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن "د ارمنستان د خلکو لپاره د دموکراتیکې، سوکاله راتلونکې - او د جنوبي قفقاز د یوې لا زیاتې منسجمې او سوله ییزې سیمې لپاره د ترانزاتلانټیک په ملاتړ" بیا ټینګار وکړ.

"موږ د راتلونکي لپاره د ارمنستان د خلکو د لیدلورې سره هم نظره یو. موږ غواړو چې ارمنستان د یو پیاوړي، خپلواک هېواد په توګه له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې، چې له سیمې او نړۍ سره وصل وي، خپل ځای ومومي. متحده ایالات او اروپايي ټولنه دواړه غواړي په دې هڅه کې شریک شي.»

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، د امریکا متحده ایالات د ارمنستان د حکومت د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو په پروګرام کې پانګونه کوي:

"موږ پلان لرو چې زموږ د ۲۰۲۳ مالي کال له بودیجې څخه څه دپاسه ۶۵ میلیون ډالر مرسته چمتو کړو. دا د تیرو دوه کلونو په پرتله ۵۰ سلنه زیاته ده. موږ ژمن یو چې د ارمنستان د دموکراتیک او اقتصادي پرمختګ لپاره خپل ملاتړ لا زیات کړو، د خوړو خوندیتوب، ډیجیټل زیربنا، د انرژۍ تنوع، د سوداګریزو شریکانو تنوع، او نورو لومړیتوبونو لپاره چې [د ارمنستان] صدراعظم ټاکلي دي."

متحده ایالات د ارمنستان د خوندي، باوري او ثابتې انرژۍ راتلونکي ته هم ژمن دي او د انرژۍ د تنوع ملاتړ لپاره کار کوي او د نوې ملکي اټومي بریښنا لارې چارې لټوي.

ښاغلي بلینکن وویل، متحده ایالات د ۱۰۰ زرو ارمني نژادو سره د مرستې لپاره په روانې اړتیا خبر دي چې په تیر سپتمبر کې وروسته له هغه د ناګورنو قره باغ څخه بې ځایه شوي چې اذربایجان د جلا شوې سیمې په وړاندې نظامي برید پیل کړ:

"دا د ارمنستان د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ او همدارنګه د سیمه ییز امنیت لپاره مرکزي اهمیت لري. او موږ د هغو هڅو ملاتړ کوو چې کور، دندې، تعلیم ته د لاسرسي د لارې په ګډون خلک په اقتصاد او ټولنه کې مدغم کړي."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، د ارمنستان لپاره، سیمه ییز ادغام د امنیت او سوکالۍ کیلي ده. متحده ایالات د ارمنستان د سولې د څلور لارې د وړاندیز ملاتړ کوي چې موخه یې د نویو ترانسپورتي لارو، د انرژۍ د همکارۍ، او مخابراتو له لارې د جنوبي قفقاز د یو بل سره یوځای کول دي. دا به متنوع اقتصاد ته وده ورکړي، فرصتونه به پراخ کړي، او دا به د سولې او پخلاینې هڅو ته وده ورکړي.

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل: "د سیمې سره چې مخ په زیاتیدونکي توګه سره مدغم کیږي د یوې پیاوړې راتلونکې امکان شته؛ کوم چې د هر اړوند هیواد خلکو ته به ګټه ورسوي،" متحده ایالات او اروپایي اتحادیه غواړي چې د ارمنستان په جوړولو کې مرسته وکړي.