متحده ایالتونه د ویتنام د بریالیتوب ملاتړ ته دوام ورکوي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن (کیڼ اړخ) د ویتنام له صدر اعظم سره د ملاقات په حال کې

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن (کیڼ اړخ) د ویتنام له صدر اعظم سره د ملاقات په حال کې

د متحده ایالتونو او ویتنام ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو ۵۰ کاله تېرېږي او نږدې ۲۸ کاله کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې عادي شوې دي. په عین وخت کې، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هانوی ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې وویل چې دواړو هیوادونو پیاوړې، متحرکې او ګټورې اړیکې ټینګي کړي دي. بلینکن وویل پدې تمرکز کوي چې "متحده ایالات څنګه وکولای شي د ویتنام د بریالیتوب ملاتړ ته دوام ورکړي - کوم چې د ویتنام د خلکو، امریکایانو او په حقیقت کې د ټولې سیمې په ګټه دی."

هغه وویل: "زموږ هیوادونه د یو لړ پراخو ګډو ګټو په اړه همکاري کوي، او موږ باور لرو چې د ویتنام د هیلو په ملاتړ سره موږ خپل ځان ته وده ورکوو، امریکایانو ته د کار روزګار موندلو، د امریکایي سوداګرۍ پیاوړتیا نیولې د اقلیم بحران او وباګانو په وړاندې د پرمختګ پورې چې پر موږ ټولو باندې اغیزه کوي."

ښاغلي بلینکن وویل، متحده ایالات او ویتنام په نړیواله کچه په ګډه کار کوي چې په ویتنام او ټوله سیمه کې پراخ بنسټه هوساینه وده ومومي. هغه وويل: "موږ خپل دوه اړخيز اقتصادي مشارکت ته هم وده ورکوو."

"متحده ایالات د کار، فکري ملکیت، عادلانه سوداګرۍ او نورو برخو کې د ویتنام د اساسي اصلاحاتو د پلي کولو او پیاوړتیا کې مرسته کوي، چې له مخې یې دا هېواد د نړۍ ترټولو ګړندی وده کوونکي اقتصاد ګرځیدلی دی."

"موږ باور لرو چې ویتنام کولی شي تر ۲۰۴۵ کال پورې د وصل شوي او لوړ عاید لرونکي هیواد کېدو هدف ته ورسیږي، او ددې دپاره د ټولنې د ښېرازۍ پیاوړتیا او اقلیمي بدلونونو په وړاندې د مبارزې او انعطاف ښودلو موخې تعقیب کړي."

ښاغلي بلینکن وویل چې په حقیقت کې، "موږ پوهیږو چې ویتنام په زیاتیدونکې توګه د اقلیم د بحران د رامنځ ته شويو ګواښونو له کبله زیان منونکی دی."

"لکه څنګه چې ویتنام د اقلیم د انرژۍ د بدلون په برخه کې د مخکښ کیدو لپاره اقدامات کوي، متحده ایالات په دې ستره ګټوره برخه کې پانګونه کوي. موږ د اقلیم نوي دوه اړخیز نوښتونه پیلوو... چې د چاپیریال ساتنې، په میکانګ دلتا کې د وریجو له کروندو څخه د زهرجنو ګازونو د تولید کمولو، د پاکې انرژۍ سیستم او برېښنایي موټرو د بازار پیاوړي کولو او د خصوصي سکتور په مټ د اقلیم بدلون سره د مبارزې دپاره اقدامات شامل دي."

په پای کې ښاغلي بلینکن وویل: "موږ ویتنام ته د متحده ایالاتو د ساحل ساتونکو ځواکونو د درېیمې بیړۍ د لیږد بهیر نهایي کوو. دا د ګزمې هغه ۲۴ کښتۍ، روزنیز او عملیاتي تجهیزات او امکانات پیاوړي کوي چې موږ له ۲۰۱۶ راهیسې ورکړي دي. دا ټولې هڅې د جنوبي چین په سمندر کې د سولې او ثبات د ټینګولو دپاره د ویتنام وړتیاوې پیاوړې کوي."

"متحده ایالات د یو پیاوړي، سوکاله او خپلواک ویتنام ملاتړ ته ژمن دی. او موږ د ویتنام دې حق ته درناوی کوو چې د خپل سیاسي سیستم په رڼا کې خپل راتلونکی جوړ کړي."