متحده ایالتونه هوډ لري هغه پټې شبکې له منځه یوسي چې د حماس د ترهګر سازمان ملا تړي

د جنورۍ په ۲۱مه، د امریکا د مالیي وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر، د حماس د هغو پټو اړیکو پر ضد اقدام وکړ چې له غیر انتفاعي سازمانونو او ډلو ټپلو سره یې لرلې.

د حماس ناوړه کړنې چې د ملکي سازمانونو تر شا فعالیت کوي، فلسطینیان له خطر سره مخامخ کوي او د تلپاتې او سوکاله سولې دپاره هڅې هم کمزورې کوي.

د امریکا د مالیي وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د هغو سازمانونو په افشا کولو سره چې له حماس سره پټې اړیکې لري، د نړیوالې ټولنې وړتیاوې لا پیاوړې کوي څو د فلسطینیانو د مشروع ګټو ملاتړ وشي.

د ترهګرۍ او مالي استخباراتو لپاره د مالیې وزارت مرستیال وزیر جان کې هرلي وویل: "حماس د فلسطیني ولس د هوساینې پر وړاندې خپله بې‌پروايي روانه ساتي."

د امریکا دا اقدام شپږو هغو سازمانونو ته متوجه دی چې په غزه کې مېشت دي او ادعا کوي چې فلسطیني ملکي وګړو ته طبي پاملرنه برابروي، خو په حقیقت کې د حماس د پوځي څانګې، (عزالدین القسام) لواګانو ملاتړ کوي. د دغو درغلګرو سازمانونو بڼه چې د نړیوالو بسپنه‌ورکوونکو څخه د پیسو د راټولولو لپاره له فریب او دوکې څخه کار اخلي، د حماس لوی خیانت څرګندوي او بې‌ګناه ملکي وګړي له هغې طبي پاملرنې بې‌برخې کوي چې دوی ورته اړتیا لري.

د مالیې وزارت همدارنګه "له هېواده بهر د فلسطینیانو ولسي کنفرانس" په نوم سازمان په نښه کوي. دا هغه سازمان دی چې د فلسطینیانو د استازیتوب ادعا کوي خو په پټه د حماس تر کنټرول لاندې فعالیت کوي او د هغو څو تش په نامه سمندري کاروانونو مهم ملاتړی پاتې شوی چې غزې ته یې د رسېدو هڅه کوله.

حماس په پټه په غزې کې د بیلابیلو سازمانونو یوه شبکه چلوي چې ځانونه خپلواک ښيي خو د حماس د پوځي څانګې تر کنترول لاندې دي.

د امریکا له‌خوا نومول شوې «الـوئام خیریه ټولنې» ته ورته، دغه ډلې له حماس سره خپلې اړیکې پټوي تر څو له بهرنیو بسپنه‌ورکوونکو څخه پیسې راټولې کړي، چې ډېرې یې له اصلي فعالیتونو بې‌خبره وي او په دې توګه هغه مرستې چې د فلسطیني ولس لپاره ځانګړې شوې وي د حماس د ترهګریزسازمان فعالیتونو د تمویل دپاره کاروي.

د بشري مرستو د سکتور د ساتنې او فلسطیني ولس ته د مرستو د دوام او اسانتیاو د برابرولو په برخه کې د مالیې وزارت د ژمنې په چوکاټ کې، د امریکا د مالیي وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر هغه شپږ سازمانونه د هغو اسنادو له لارې افشا کوي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې وروسته د حماس له دفترونو ترلاسه شوي دي. اسناد وایي دا سازمانونه په غزه کې مېشت دي او د حماس د پوځي څانګې ملاتړ کوي.

په غزه کې مېشت یاد سازمانونه دا دي: د وعد ټولنه، د النور ټولنه، د قوافل ټولنه، د الفلاح ټولنه، رحیم لاسونه خیریه بنسټ، او د السلامه خیریه ټولنه.

دا ټول د حماس د پوځي څانګې له‌خوا جوړ شوي او ورسره مدغم شوي سازمانونه دي. د حماس د داخلي امنیت د ځواکونو غړي په رسمي ډول دغو تش په نامه خیریه بنسټونو په ځانګړي توګه د (وعد ټولنې) او د (السلامه ټولنې) ته د کار لپاره ګومارل شوي دي.

هغه اسناد چې له حماس څخه نیول شوي، دا هم ښيي چې حماس خپلو جنګیالیو ته مفصلې لارښوونې کوي چې څنګه د ډلې په اداري سیستم کې په رسمي ډول غوښتنه وکړي چې د دوی اړوندو سازمانونه د ځانګړو پروژو او خدمتونو له لارې ددوی سره مرستې وکړي.

لکه څنګه چې د ترهګرۍ او مالي استخباراتو لپاره د مالیې وزارت مرستیال جان هرلي وویل: "د ټرمپ اداره دا حالت، چې د حماس مشرتابه او د هغوی ملاتړي د مالي نظام څخه د ترهګریزو عملیاتو د تمویل لپاره ناوړه ګټه اخلي، له پامه نشي غورځولاي."