د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د لاسلیک کولو د ۷۵ کلیزې په مناسبت، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، "موږ مخ په زیاتیدونکی مسولیت لرو چې دغه پرمختګ مخ په وړاندې بوزو، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې په زیاتیدونکي توګه اوازونه د دې بنسټیزو حقونو نړیوالتوب ننګوي."
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اعلان وکړ چې، ۷۵ کاله وړاندې ولسونو په اخلاص او اخلاقي روڼتیا سره یوه بنسټیزه ژمنه کړې وه: "ټول انسانان د مقام او حقونو له پلوه ازاد او مساوي پیدا شوي دي." د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیواله اعلامیه پدې ټکو پیل کیږي کوم چې "په داسې نړۍ کې د خوشبینۍ او باور غیر معمولي څرګندونه ده چې لاهم د دوه نړیوالو جګړو له ویجاړیو او د هولوکاسټ له وحشت څخه رنځ وړي."
هغه وویل، "رښتیا هم، کله چې ددغه اعلامیې مسوده ولیکل شوه او تصویب شوه، هغه حقونه چې په کې یاد شوي په ناممکن ډول نازک وو. خو نن ورځ دا حقونه زموږ د ټولنو په جوړښت کې نغښتي دي. دا د یو تړون برخه ده چې زموږ نړیواله ټولنه سره وصلوي. دا د ازادۍ، عدالت او انساني کرامت لپاره یو معیار ټاکي."
د اعلامیې د لاسلیک کولو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت، ښاغلي بلینکن وویل، " موږ مخ په زیاتیدونکی مسولیت لرو چې دغه پرمختګ مخ په وړاندې بوزو، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې په زیاتیدونکي توګه اوازونه د دې بنسټیزو حقونو نړیوالتوب، د هغوی اړیکې او حقانیت ننګوي." هغه زیاته کړه چې، له همدې امله متحده ایالات د بشري حقونو د دفاع او ودې لپاره ډیری ژمنې کوي.
انتوني بلینکن وویل، "لومړی، موږ به د ډموکراتیک نوي کولو لپاره د ولسمشر بایډن د جمهوري ریاست د نوښت په ګډون د پیاوړو ټولنو د جوړولو لپاره چې بشري حقونو ته درناوی وکړي، خپل کار ته وده ورکړو. موږ به د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي او مبارزې په برخه کې د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب، د بشري حقونو د مدافعینو د ساتنې، حساب ورکونې او د قانون د حاکمیت د ودې په موخه په پروګرامونو کې خپله پانګه هم پراخه کړو."
هغه وویل، "دوهم، موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ په مخ په ډیریدونکي ډیجیټل نړۍ کې بشري حقونه وساتل شي،" بلینکن زیاته کړه، "موږ د عمل ملي پلان ترتیب کوو چې د سوداګرۍ له لارې هڅو ته وده ورکړو او ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ د حکومت خپل سوداګریز عملیات بشري حقونه، د کارګرانو حقونه او د چاپیریال حقونه ساتي. موږ به د ټیکنالوژۍ شرکتونو سره د مرستې لپاره داسې ګامونه پورته کړو چې د دوی تګلارې د بشري حقونو د مدافعینو او د مدني ټولنې نورو غړو پروړاندې د بریدونو لپاره د سټیج په توګه ونه کارول شي."
ښاغلي بلیکن په ډاګه کړه چې، "په نهایت کې، موږ ژمن یو چې د نژادي عدالت د ودې او په متحده ایالاتو او نړۍ کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي په وړاندې خپلې هڅې پراخې کړو."
دا د دولتونو، مدافعینو، ملګرو ملتونو او هر فرد مکلفیت دی چې د داسې نړۍ د رامینځته کولو لپاره کار ته دوام ورکړي چیرې چې د هر فرد میراثي وقار ته درناوی وشي او وساتل شي.