د جمهور رئیس په توګه د لومړنیو فرمانونو څخه چې جو بایډن لاس لیک کړل یو یې د پاریس د اقلیم د بدلون له تړون سره د متحده ایلاتو د بیرته یو ځای کیدو اجرایي فرمان و.
د پاریس موافقه په ۲۰۱۵ کې په پاریس کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې ومنل شوه، د ۲۰۱۶ کال د نومبر په څلورمه نافذ شوه او د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۲۵ پورې د ملګرو ملتونو د لست له مخې ۱۹۰ (هیوادونه او سازمانونه) په کې ګډون لري. د پاریس تړون د نړیوال عمل لپاره یو بیساری کاري چوکاټ رامنځ ته کړ چې د ځمکې د کرې د بالقوه ډارونکې تودوخې مخنیوی وشي او په عین وخت کې د اقلیم د اغیزو په اړه چې مونږ ورسره همدا اوس مخامخ یو نړیوال مقاومت رامنځ ته شي.
دغه تړون غواړي چې د نړیوالې تودخې د کچې لوړیدل د صنعتي دورې له کچې نه د سانتيګراد د څه کم دوه درجو په اندازه محدوده کړای شي پدې هدف سره چې د پیړۍ تر پایه د ۱.۵ درجو نه زیاته لوړه نه شي، هغه ټکی چې زیات شمیر ساینسپوهان د اقلیم د بدلون د زیاتیدو وړاندوینه کوي په کوم کې چې په ډارونکې کچه د سمندر د سطحې د اوبو لوړیدل، زیات طوفانونه، وچکالۍ او اورلګیدنې په کې شامل دي.
جمهور رئیس بایډن څرګنده کړې نیت لري چې د اقلیم بدلون به یې د حکومت عمده لومړیتوب وي. په همدې خاطر د پاریس د تړون سره بیرته یوځای کیدل د بایډن د کمپاین یوه ژمنه وه. د لوړې په مراسمو کې هغه وویل، «د ژغورنې چیغه پخپله د ځمکې له سیارې نه را اوچتیږي. هغه چیغه چې نشي کیدای نوره ناهیلې وي او اوس له دې زیاته څرګنده وي.»
د سپینې ماڼۍ د رسنیو رئیسه جن پاسکي وایي د پاریس د تړون سره بیرته یوځای کیدل د جمهور رئیس بایډن د لومړیتوبونو یوه برخه ده چې «د نړي په ګوټ ګوټ کې زمونږ شراکتونو او اتحادونو بیرته جوړ شي او په نړیوال میز باندې د امریکا څوکۍ بیرته ترلاسه شي. او تاسې دا پداسې حال کې لیدلی شئ چې هغه د پاریس د اقلیم د بدلون له تړون سره بیرته یوځای کیږي، د روغتیا د نړیوال سازمان سره بیرته یوځای کیږي؛ د هغه پلان دی چې د شریکانو او متحدینو سره یوځای شي او په ګډه هغه ګواښونو او موضوعګانو ته ځواب وویل شي چې مونږ ورسره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مخامخ یو.»
له دې سربیره، جمهور رئیس بایډن د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جان کیري د لومړي ځل لپاره د اقلیم (په چارو کې) د جمهور رئیس د استازي په توګه ټاکلی تر څو ډاډمن شي چې د اقلیم اړوندې اندیښنې د وضعیت د خونې په ګډون په هر میز مطرح شوي دي. هغه به د امریکا د متحده ایالاتو د دپلوماتیکو هڅو مشري وکړي چې د متحده ایالاتو د اقلیم مشرتابه بیرته فعال شي او نړیوال وهڅوي چې د اقلیم د بدلون اهداف ترلاس شي.
د فرانسې د جمهور رئیس ایمانویل مکرون په ګډون نریواله ټولنه د پاریس تړون ته د امریکا د متحده ایالاتو د بېرته ورتګ هرکلی کوي: «مونږ یوځای یو. مونږ به زمونږ د عصر د چلنجونو په وړاندې غښتلي اوسو. غښتلي چې خپله راتلونکې جوړه کړو. غښتلي چې خپله سیاره وژغوروو.» هغه په ټویټر لیکلي، «د پاریس تړون ته بیرته ښه راغلاست!»