متحده ایالاتو د حماس پر نورو مشرانو هم بندیزونه ولګول

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت مرستیال برادلي سمېت وویل، متحده ایالات "ژمن دي چې د اضافي عوایدو د خوندي کولو لپاره د حماس هڅې ګډوډې کړي او هغه کسان ونیسي چې د دې ډلې تروریستي فعالیتونو ته زمینه برابروي. "

متحده ایالاتو د حماس پر شپږو مشرانو بندیزونه اعلان کړل چې د ایران له ملاتړ څخه دغه برخمنې ترهگرې ډلې ته یې د وسلو په انتقال او د هغې د تروریستي فعالیتونو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې دي. دا نهم ځل دی چې امریکا د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷ راهیسې کله چې حماس پر اسرائیل خپل خونړی برید پیل کړ، پر دې ډلې بندیزونه لګوي. د حماس په برید کې د ۴۰ امریکایانو په ګډون تر ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او ۲۵۱ کسان یې یرغمل کړل. د حماس لخوا قتل عام په غزه کې د اسرائیل /حماس جګړې ته لمن ووهله چې د لسګونو زرو فلسطینیانو د مرګ لامل شو.

د حماس دوه غړي چې د بندیزونو په نوي پړاو کې یې نومونه ذکر شوي په غزه کې میشت دي: باسم نعیم، د حماس یو لوړ پوړی غړی چې له روسیې سره ښکیل دی او نورو هیوادونو ته د حماس د پلاوي په ترکیب کې شامل دی؛ او غازي حامد چې د حماس د تبلیغاتي خپرونو د مدیر په توګه یې دنده ترسره کوله او د حماس په استازیتوب په عامه توګه د وینا کولو واک لري. د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په بیان کې، یادونه کړې چې حامد پخوا غزې ته د سرحدونو څخه د تګ راتګ څارنه کوله - هغه سرحدي پولې چې د ساختماني تجهیزاتو او موادو د قاچاق لپاره کارول کیږي چې د حماس د پراخه زیرزمیني تونل شبکې د جوړولو لپاره کارول کیږي او په قصدي توګه یې د فلسطین د عامو وګړو پام ورڅخه اړولی و.

د خزانې وزارت په وینا، د حماس درې نور په ګوته شوي مشران اوس په ترکیه کې میشت دي. عبدالرحمن اسماعیل عبدالرحمن غنیمت د حماس د پوځي څانګې د اوږدې مودې غړی دی، چې په ډیرو ترهګریزو بریدونو کې ښکیل دی، چې په کې ۱۹۹۷ کال کې په تل ابیب کې په رڼا ورځ د یو رستوران بمباري شامله ده. موسی داود محمد اکري د حماس لپاره د ترکیې څخه غزې او لویدیځې غاړې ته د پیسو د لیږد اسانتیا برابروله او دمخه د سړي تښتونې او وژنې په تور محکوم شوی و. سلامه ماري د حماس یوه چارواکي ده چې د دې ډلې لپاره مالي اسانتیاوې برابروي. هغه تر دې مخکې په ۱۹۹۳ کال کې په لویدیځه غاړه کې په یو برید کې چې یو اسرائیلي سرتېری یې وژلی و، په بند محکومه شوې وه.

شپږم په ګوته شوی کس محمد نزال دی چې په مختلفو نړیوالو غونډو کې یې د حماس د ګټو استازیتوب کړی، او له ۳۰ کلونو راهیسې یې د دې ترهګرې ډلې ملاتړ کړی دی.

د تروریزم او مالي استخباراتو لپاره د خزانې وزارت مرستیال برادلي سمیت وویل، "د خزانې وزارت ژمن دی چې د اضافي عوایدو د خوندي کولو لپاره د حماس هڅې ګډې وډې کړي او هغه کسان ونیسي چې د دې ډلې تروریستي فعالیتونو ته اسانتیاوې برابروي".

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر خبرداری ورکړی چې هیڅ هیواد نه شي کولای له حماس سره د معمول په څیر سوداګري وکړي. هغه په یو بیان کې اعلان وکړ: "موږ به په خپل واک کې د موجودو وسیلو کارولو ته دوام ورکړو، ترڅو هغه کسان په نښه کړو چې د حماس بې ثباته فعالیتونو ته دوام ورکوي."