متحده ایالات د لبنان د ملکي وګړو لپاره اړینې مرستې زیاتوي

پر بیروت د اسرائیل هوایي برید

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي: "متحده ایالات ژمن دي چې په لبنان او ټوله سیمه کې له خورا زیان منونکو سره مرسته وکړي. موږ له نورو بسپنه ورکوونکو څخه غواړو چې موږ سره یو ځای ددې نویو بشري اړتیاوو په پوره کولو کې برخه واخلي."

کله چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه په اسرائیل باندې خپل وحشتناک ترهګریز برید پیل کړ، داسې جګړه یې پیل کړه چې په غزه کې یې د لسګونو زرو بې ګناه فلسطینیانو د وژل کېدو لامل شوه. په خواشینۍ سره، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پریکړه لیک څخه په ښکاره سرغړونه کې، حزب الله، چې د ایران له ملاتړ څخه یوه بله برخمنه ترهګره ډله ده، د اسرائیل په شمال باندې د زرګونو توغندیو په توغولو سره په جګړه کې شامله شوه. د سپټمبر تر میاشتې پورې، د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د توغندیو د تبادلې په نتیجه کې د اسرائیل او لبنان د پولې دواړو غاړو ته ۱۵۰ زره ملکي وګړي بې ځایه شوي دي.

د سپتمبر له نیمایي څخه، اسرائیل پر حزب الله یو لړ ویجاړونکي ګوزارونه وکړل: د استخباراتي عملیاتو له لارې یې [ددې ډلې] د مشرتابه سر پرې کړ؛ د لبنان دننه یې د حزب الله په اهدافو سخت هوایي بریدونه ترسره کړل؛ او په جنوب کې د حزب الله تر واک لاندې سیمو کې ځمکني بریدونه کوي.

د ملګرو ملتونو په وینا اوس مهال د اسرائیل او حزب الله د جګړې په پایله کې په لبنان کې څه باندې یو میلیون وګړي له خپلو کورونو تښتېدلي او تر دوه سوه زرو ډېر یې له لبنان څخه سوریې ته اوښتي دي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس د ایکس په ټولنیزه رسنۍ ویلي: "د لبنان خلک د مخ په زیاتیدونکي ناوړه بشري وضعیت سره مخ دي." او زیاته کړې یې ده، "زه په لبنان کې د زیانمن شویو ملکي خلکو امنیت او هوساینې په اړه اندیښمنه یم او هلته د اړمنو ملکي وګړو د اړتیاو پوره کولو لپاره به کار ته دوام ورکړم. د دې لپاره، متحده ایالات به د لبنان خلکو ته د خواړو، سرپناه، اوبو، محافظت او روغتیا ساتنې په څیر د ضروري اړتیاو لپاره نږدې ۱۵۷ میلیون ډالر اضافي مرستې چمتو کړي تر څو د هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د وروستیو جګړو له امله بې ځایه شوي دي. پدې اضافي ملاتړ سره په تیر کال کې لبنان ته د متحده ایالاتو ټولې مرستې ۳۸۵ میلیون ډالرو ته رسوي."

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یو بیان کې وویل چې اضافي مرستې به د هغو کسانو سره هم مرسته وکړي چې له لبنان څخه ګاونډي سوریې ته تښتي.

د اضافي مرستو د اعلانولو په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزیر بلنکن وویل، "متحده ایالات ژمن دي چې په لبنان او ټوله سیمه کې له خورا زیان منونکو سره مرسته وکړي. موږ له نورو بسپنه ورکوونکو څخه غواړو چې موږ سره یو ځای ددې نویو بشري اړتیاوو په چټکولو کې برخه واخلي."

لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ له مشرانو سره د ښاغلي بلینکن وروستۍ خبرې اترې په ډاګه کړي، د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پریکړه لیک پلي کولو اهمیت باندې ټینګار کړی ترڅو د لبنان – اسرائیل پولې دواړو غاړو ته ملکي خلکو ته اجازه ورکړي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.