افغانستان او عراق کې د امریکا د پوځ د شمېر کمېدل

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست کرستوفر میلر، د نومبر په ۱۷ اعلان وکړ چې امریکا غواړي په افغانستان او عراق کې د خپلو پوځيانو شمیر راکم کړي. د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۱۵ به په هر یو دغه هیواد کې ۲۵۰۰ امریکایي سرتیري پاتې وي.

ښاغلي میلر وویل: "دغه کار زمونږد ثابتو پلانونو اوستراتیژیکو اهدافو له مخې شوی چې د امریکا خلک ترې ملاتړ کوي او د امریکا د متحده ایالاتو د پالیسۍ یا اهدافو د بدلون په معنی ندی. ددغه شیبې لپاره مونږ د زیات شمیر هیوادپالو منندوی یو چې سرښیندنې یې کړي او د هغوی د ملګرو منندویه یو چې میراث یې پرمخ بیایي."

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست وویل: "موږ په ګډه د څه دپاسه ۶۹۰۰ هغو امریکایي پوځیانو ویر کوو چې په افغانستان او عراق کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی. موږ به هیڅکله هغه څه دپاسه ۵۲ زره کسان هېر نکړو چې [د افغانستان او عراق] په جګړو کې ټپې شوي او هغه کسان چې لا هم [ددغه جګړې] څرګند او ناڅرګند ټپونه لري."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت له سرپرست سره په تلیفوني تماس کې د امریکا د هر هغه پوځي څخه چې د افغانستان د سولې لپاره جنګیدلي مننه وکړه. د امریکا متحده ایالات د افغانستان د جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د سولې له مذاکراتو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي چې یو سیاسي تفاهم ته د رسیدو او د جګړې د پای ته رسیدو لپاره یې د خبرو تر ټولو ښه فرصت برابر کړی دی.

ښاغلي میلر وویل: " د امریکا د متحده ایالاتو وسله وال ځواکونه د افغانستان د خلکو مصونیت او امنیت ساتلو او په ټوله نړۍ کې د خپلو متحدینو او هم فکره شریکانو ملاتړ ته ژمن دي. که د ترور، بې ٍباتۍ،تفرقه اچوونکي او کرکې قوتونه زمونږ د هڅو د کډوډولو لپآره لاس بورې کړي، موږ تیار یو چې د هغې د خنثی کولو لپاره لازمې وړتیاوی په کار واچوو."

د دفاع سرپرست وزیر څرګنده کړه چې، کور ته د امریکایي ځواکونو په راوړلو سره به "مونږ د دغه نسل جګړه پای ته ورسوو" او زیاته یې کړه، "مونږ به خپل ماشومان د همیشنۍ جګړې د دروند بار او باج څخه وژغورو. او مونږ به د هغو سرښیندنو درناوی وکړو چې د افغانستان، عراق او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سولې او ثبات لپاره په خدمت کې شوي دي اوهغوی ټول ستایو چې له مونږ سره یې د ظلم په وړاندې د ازادۍ په تامینولو کې مرسته کړې."