د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د ایران رژیم سره حساب وکړي

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو دایمي استازې لینډا توماس ګرینفیلډ وویل، "دا د دې شورا لپاره هغه شیبه ده چې په یو آواز خبرې وکړي او د [ملګرو ملتونو] د یو بل غړي هیواد په وړاندې د ایران بې دلیل برید وغندي."

یوه ورځ وروسته له هغه چې د ایران رژیم په شپږو میاشتو کې د دوهم ځل لپاره پر اسرائیل د بالستیک توغندیو برید وکړ، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ له امنیت شورا وغوښتل چې د ایران سره حساب ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو دایمي استازې لینډا توماس ګرینفیلډ وویل، "دا د دې شورا لپاره هغه شیبه ده چې په یو آواز خبرې وکړي او د [ملګرو ملتونو] د یو بل غړي هیواد په وړاندې د ایران بې دلیل برید وغندي. او په مساوي توګه دمهمه ده چې پر IRGC [د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو] باندې د خپلو کړنو له امله جدي عواقب تحمیل کړي.

سفیرې توماس ګرین فیلډ وویل، پر اسرائیل د برید لپاره د ایران پرېکړه "په هیڅ ډول دفاعي نه وه."

"ددې پرځای د ایران اسلامي انقلابي ګارډ ((IRGC د [حسن] نصرالله له وژلو وروسته چې د یوې ترهګرې ډلې مشري یې کوله د حزب الله سره په پیوستون کې عمل کاوه – چې لاسونه یې د زرګونو امریکایانو، لبنانیانو او اسرائیلیانو په وینو سره دي. زه د ترهګرو د ملاتړ بل کوم دولت فکر نه شم وکلای چې د یو ترهګر مشر د وژنې د غچ اخیستلو لپاره بالیستیک توغندي وتوغوي."

سفیرې توماس ګرینفیلډ وپوښتل، "که شورا دا کار ونګړي، ، دا به څه پیغام واستوي؟

"زه ډاریږم چې چوپتیا او اقدام نه کول به یوازې IRGC ته بلنه ورکړي چې هغه بریدونه تکرار کړي لکه څنګه چې موږ پرون او د دې کال د اپریل په ۱۳ ولیدل، هغه به بیا بیا تکرار شي."

سفیرې توماس-ګرینفیلډ یادونه وکړه چې ایران هم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اومې نیټې په وحشتناک برید کې شریک دی - د حماس د تمویل او ملاتړ له لارې. د حماس له برید وروسته، سره له دې چې متحده ایالاتو ایران ته خبرداری ورکړ چې له وضعیت څخه ناوړه ګټه وانخلي او په سیمه کې پراخې جګړې ته لمن ونه وهي، ایران "په ښکاره او په مکرر ډول" دا خبرداری له پامه غورځولی. سفیرې توماس ګرینفیلډ وویل، د حوثیانو، په سوریه او عراق کې د وسله والو ډلو او حزب الله په ګډون د خپلو سیمه ییزو نیابتي ډلو لپاره د ایران ملاتړ په مستقیمه توګه د غزې او لبنان په کړکېچونو کې مرسته کړې ده.

سفیرې توماس ګرینفیلډ په ډاګه کړه: "د لوی خطر دا شیبه د دې شورا لپاره ازمون دی." او زیاته یې کړه، "دا اړینه ده چې موږ په ښکاره ډول د ایران برید وغندو او ترې وغواړو چې په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړ ودروي. په اسرائیل، غزه او لویدیځه غاړه کې، په لبنان او ټوله سیمه کې خلک د تلپاتې سولې مستحق دي. او دې شورا ته له ډیر وخت راهیسې اړینه وه چې د جګړې د اور د لمبو د پراخولو په خاطر له ایران سره حساب وکړي."