امریکا په السلواډور کې د قتل په تور د تورنې ډلې مشر له خپلې خاورې وایست

د امریکا د باسټن په ایالت کې د مهاجرت او ګمرکونو د تطبیق ادارې د السلواډور (ام اس ۱۳) د ډلې مشر او مطلوب قاتل له متحدوایالتونو څخه وشړلو

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم په مشرۍ، هغه ورځې پای ته رسیدلي چې نړیوال مجرمین به په متحدو ایالتونو کې د پاتې کیدو لپاره په غیرقانوني توګه ددې هیواد له سیستم سره لوبې کولې.

د نومبر په ۲۰مه، د کورني امنیت وزارت اعلان وکړ چې د باسټن په ایالت کې د مهاجرت او ګمرکونو د تطبیق ادارې(ICE) د نومبر په ۳مه د السلواډور د (MS-13) ډلې مشر او مطلوب قاتل له متحدوایالتونو څخه په شړلو د االسلواډور چارواکو ته سپارلی دی.

د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو د تطبیق ادارې (ICE)په اصل کې دا کس د ۲۰۲۴ کال په فبروري میاشت کې نیولی و، خو د بایډن ادارې دغه جنایتکار ته اجازه ورکړه چې السلوادور ته د بیرته ورستنیدو له ویرې چې هلته هغه د قتل په تور تورن دی، د امریکا د مهاجرت د سیسټم څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

ویلمرالیکسي ګارسیا-مانزاناریس په متحدوایالتونو کې د غلا، د وسلې په واسطه د ګواښلو، په نشه کې او د جواز نه پرته د موټر چلولو، ملکیتونو ته د تاوان اړولو په شمول څو څو واري جنایتونه ترسره کړي دي.

د ګارسیا-مانزاناریس د اخراج اقدام په میساچوسټس کې د کورني امنیت وزارت د پیټریوټ او پیټریوټ 2.0 د عملیاتو نه سمدستي وروسته ترسره شو. د دې عملیاتو په ترڅ کې تر ټولو بد کسان، جنسي تیری کونکي، قاتلین، انسان تښتونکي او د ترهګرو ډلو نور غړي نیول شوي وو.

ټکان ورکونکې خبره دا ده چې اکثره دا خطرناک مجرمین د ځایی چارواکو له برکته خوشې شوي و چې هڅه کوي د کډوالو او پناه ورکولو د بې مانا تګلارې په مرسته مجرمین له نیولو او شړلو څخه وساتي.

د متحدو ایالتونو د سرحدي ګزمې پولیسو ګارسیا-مانزاناریس د ۲۰۰۱ کال د مارچ په ۶مه د کاناډا د پولې له لارې په غیرقانوني توګه امریکا ته د ننوتلو په تور ونیو خو بیا وروسته یې خوشې کړ.

د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۱۸مه، د مهاجرینو د چارو یوه قاضي امر وکړ چې ګارسیا-مانزاناریس له متحدو ایالتونو څخه السلواډور ته واستوي.

د ۲۰۰۷ کال د جنوري او ۲۰۱۲ کال د اکتوبر ترمنځ، د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو د تطبیق ادارې مامورینو ګارسیا-مانزاناریس درې ځله له امریکا څخه السلواډور ته انتقال کړ. هغه پریکړه وکړه څلورم ځل، په غیرقانوني توګه بیرته متحده ایالاتو ته د ننوتلو جرم تر سره کړي.

په السلواډور کې چارواکو د ګارسیا-مانزاناریس د نیولو امر صادر کړی.

د ۲۰۲۰ کال په جنوري کې، انټرپول د ګارسیا-مانزاناریس د نیولو لپاره عامه خبرتیا خپره کړه.

د بوسټن ایالت د مهاجرت او ګمرکونو د تطبیق ادارې مامورینو ګارسیا-مانزاناریس د ۲۰۲۴ کال د فبروري په ۱۸مه په فاکسبورو، میساچوسټس کې ونیو.

د ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې ولسمشرۍ راهیسې، د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو د تطبیق ادارې نږدې ۲۰۰ زره غیرقانوني کډوال له خپلې خاورې شړلي دي، چې له دې جملې نه ۴۷،۸۸۵ کسان د فزیکي حملو په تور، ۱۶،۵۵۲ کسان د جنسي تیري په تور ، او ۲۶۹۹ کسان د قتل په تور محکوم شوي دي.

د کورني امنیت مرستیالې وزیرې ټریسیا مک لافلین وویل:

"البته، یو قاتل نه به غواړي چې خپل هیواد ته ورستون او د خپلو کړو جرمونو له امله د عدالت منګولو ته وسپارل شي.د ولسمشر ټرمپ او وزیرې نووم له برکته، دا غیرقانونی جنایتکار کډوال زموږ له هیواده ایستل شوي. د نړۍ د مجرمینو هغه ورځې پای ته رسیدلي چې زموږ په هیواد کې به تر نامعلوم وخت لپاره پاتې کیدل. "