متحده ایالتونه د کیوبا د خلکو هوساینې ته ژمن دی، په ځانګړي ډول د اکتوبر په میاشت کې د«ملیسا» طوفان ځپلو سره مرستې ته چې د درېیمې درجې طوفان په توګه یې د کیوبا ختیځې سیمې سختې وځپلې، زرګونه خلک یې بېکوره کړل او کرنیز حاصلات، مخابراتي لیکې، برېښنا او د اوبو د پمپ بنسټونه یې ویجاړ کړل.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی چې د طوفان نه وروسته د ټرمپ ادارې لهخوا د دریو میلیون ډالرو په ارزښت کیوبا ته د مستقیمو بشري مرستو د لړۍ څخه د لومړنۍ جوپې لېږدول پیل شوي چې په دې ناورین کې ځپل شویو کیوبایانو ته بیړني کمکونهورسول شي.
د بهرنیو چارو وزیر روبیو په یوې اعلامیې کې وویل: «د مرستو دا لېږد زموږ د دوامدارې ژمنې څرګندونه کوي چې د کیوبا له خلکو سره، د ویجاړۍ څخه د ژغورلو او راوتلو پر مهال د ملاتړ دپاره ورسره ولاړ یو. که څه هم طوفان تېر شوی، خو بشري اړتیاوې لا هم ډېرې جدي دي او د بیا رغونې هڅې روانې دي.»
متحده ایالتونه به د دوو پروازونو په ترڅ کې د بشري بېړنیو مرستو اړین توکي ولېږدوي. لدې لارې به د سانتیاګو دې کیوبا، هولګین، ګرانما او ګوانتانامو په تر ټولو سختو ځپل شویو ولایتونو کې شاوخوا ۶،۰۰۰ کورنیو ته چې نږدې ۲۴،۰۰۰ کسان کېږي، اړین توکي ور ورسېږي. په هر پرواز کې به له ۵۲۵ څخه ډېرې خوراکي بستې او ۶۵۰ د حفظالصحې او د اوبو د درملنې روغتیایي بستې ولېږدول شي، چې له ۱،۰۰۰ څخه د ډېرو کورنیو غم به پې وخوړل شي.
تمه ده چې په څو اوونیو کې یوه سوداګریزه کښتۍ سانتیاګو دې کیوبا ته ورسېږي او ورسره د مرستو پاتې برخه هم ولېږدوي. د خوړو په بشپړو بستو کې وريجې، لوبیا، غوړي او بوره شامل دي څو کورنۍ خپلې بنسټیزې غذایي اړتیاوې پوره کړي، او همدارنګه د حفظالصحې او د اوبو د درملنې بستې چې د اوبو د پاکولو ګولۍ او د څښاک د خوندي اوبو د زېرمې لوښي هم پکې ځای شوي دي.
همدارنګه، د پخلي لوښي او دیګونه به هم ورکړل شي څو کورنۍ خواړه چمتو کړي. سربېره پر دې، د خوب بسترونه او د ځانونو د ګرم ساتنې دپآره کمپلې ، د برېښنا د پرې کېدو په صورت کې د رڼا لپاره لمریز څراغونه، او نور اړین توکي به د کیوبا اړمنو خلکو ته ورسېږي.
وزیر روبیو وویل: «زموږ د اوږدمهالې تګلارې سره سم، موږ فوقالعاده ګامونه اخیستي دي څو ډاډ ترلاسه کړو چې دا مرسته پرته له مداخلې یا انحرافه، په مستقیم ډول د کیوبا مستحقو خلکو ته ور ورسېږي. موږ په کیوبا کې له کاتولیکې کلیسا سره نږدې همکاري کوو څو مرستې په پوره شفافیت او اغېزمنتیا سره ووېشل شي.»
د بهرنیو مرستو، بشري چارو او دیني ازادۍ لپاره د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست مرستیال،جېرمي لووېن، د ایکس په ټولنیزې شبکې یوه پوسټ کې وویل: «لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزیر روبیو ویلي، د کیوبا بېکفایته او نامشروع رژیم له ډېرې مودې راهیسې د زړورو کیوبایي خلکو پالنه نه ده کړې.»
هغه زیاته کړه:«لکه څنګه چې دا مرستندوی پروازونه ښيي، د ټرمپ اداره د کیوبا د خلکو ملاتړ ته ژمنه ده، حتی که د هغوی فاسد واکمنان هم دیته ژمن نه وي.»
هغه وویل: «موږ ویاړو چې له کاتولیکې کلیسا سره په ګډه کولی شو چې حیاتي او مهمې مرستې په مستقیم ډول خلکو ته ورسوو. که اوسنی رژیم پراته خنډونه له مخې لېرې کړي، نو موږ چمتو یو چې په راتلونکو ورځو او میاشتو کې لا زیات ملاتړ هم برابر کړو.»