امریکا د نړیوالې روغتیا د قوانینو تعدیلات ردوي

د جولای په ۱۸مه نېټه د امریکا د روغتیا او بشري خدماتو د چارو وزیر، رابرت کینیډي جونیئر، او د باندنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د متحده ایالاتو لخوا په رسمي بڼه د نړیوالې روغتیایی ادارې د ۲۰۲۴ کال د روغتیا په برخه کې راغلي حقوقي ضمایم رد کړل.

ددې حقوقي ضمایمو په ترڅ کې د نړۍ د روغتیا سازمان یا (WHO) دا وړتیا تر لاسه کوي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې روغتیایي بندیزونه ولګوي ، پر سفرونو محدودیتونه وضع کړي او یا هم هر هغه اقدام چې د خلکو عامې روغتیا ته د خطراتو په وړاندې یې مناسب وګڼي، عملي کړي. که دا مقررات تر جولای ۱۹، ۲۰۲۵ پورې رد شوي نه وای، نو له نړیوال روغتیا سازمان څخه د متحده ایالتونو د وتلو سره سره به هم، لازمي شوي وای.

د روغتیا او بشري خدماتو د چارو وزیر، رابرت کینیډي جونیئر وویل، "د نړیوال روغتیايي سازمان وړاندې شوي ضمایم د تبلیغاتو او سانسور دپاره لاره پرانیري کوم چې موږ د COVID-19 وبا پر مهال ولیدل."

هغه وویل، "متحده ایالات کولی شي له نورو هیوادونو سره همکاري وکړي پرته له دې چې مدني آزادیو ته مو زیان ورسیږي، یا اساسي قانون مو کمزوری شي او د امریکا ارزښتناک حاکمیت زیانمن شي."

د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، ،،د ۲۰۲۴ نړیوال روغتیا د قوانینو په اصلاحاتو کې ډیره مبهمه او پراخه ټرمینولوژي یا ژبه کارول شوې او د روغتیا د نړیوالې ادارې د همغږۍ د نړیوالو چارو مرستندوی عملیات د چټک او موثر اقداماتو پرځای پر یووالي تمرکز لري .،،

د ۲۰۲۴ کال د جون په لومړۍ نېټه، نړیوالې روغتیایی پرېکړه کونکې شورا چې د نړیوال روغتیايي سازمان تصمیم نیونکې مرجع ده، د یوه ګړندي پروسې له لارې په نړیوالو روغتیايي قوانینو کې د ضمایمو داسې نسخه ومنله چې ورباندې بشپړ بحث نه و شوی او پروسه یې هم عامه ګډون ته نه وه پرېښودل شوې.

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل اجرائیوي فرمان کې وویل، "متحده ایالاتو په ۲۰۲۰ کې نړۍ ته د روغتیا سازمان څخه د وتلو خبرتیا ورکړه ځکه چې دغه سازمان د COVID-19 وبا په سمبالولو کې چې له وواهان، چین، څخه یې سرچینه اخیستې وه ناکامه شو."

سربیره پردې، د روغتیا نړیوال سازمان د متحده ایالاتو څخه په غیر عادلانه ډول د ډیرو پیسو غوښتنه کوي، چې د نورو هیوادونو د ارزول شویو تادیاتو په پرتله خورا ډیر دي. چین، د ۱.۴ ملیارد نفوس سره، چې د متحده ایالاتو د نفوس ۳۰۰ سلنه جوړوي، بیا هم د روغتیا نړیوال سازمان ته نږدې ۹۰ سلنه کمه ونډه ورکوي.

ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د ولسمشرۍ یو لیک واستاوه، چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۲۰مه لاسلیک شوی و او پکې د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۶مه د متحده ایالاتو د وتلو خبرتیا یې لغوه کړې وه. دا انصراف په ۲۰۲۵ کال کې د ولسمشر ټرمپ د اجرایوي فرمان له مخې لغوه شو.

د عامې روغتیا وزیر کینیدي او د بهرنیو چارو وزیر روبیو په خپلې ګډې اعلامیې کې د روغتیا نړیوال سازمان ته خبر ورکړ."زموږ ادارو تل روښانه دريځ درلودې او لري به یې او هغه دا چې : ،،موږ به په خپلو ټولو کړنو کې امریکایانو ته لومړیتوب ورکړو او هغه نړیوالې پالیسۍ به ونه زغمو چې د امریکایانو د بیان ازادي، محرمیت یا شخصي آزادۍ ته زیان رسوي."