د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جولای پر ۱۱ مې نېټې وویل چې ،، څلور کاله مخکي په زرګونو کویبایان لارو کوڅو ته راووتل چې د ظلم پرته آیندې غوښتنه وکړي خو د کویبا رژیم دغو مظاهرو ته په تشدد او ځپلو ځواب ورکړ، په غیر عادلانه ډول یې په زرګونو کسان بندیان کړل چې په کښي ۷۰۰ هغه کسان هم شامل دي چې اوس هم بندیان دي او په زندان کې د ناوړه چلند او شکنجې سره مخ دي.،،
د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوې بیانیې کې وویل چې د کویبا د رژیم له خواه د کویبا د خلکو د دوامداره ځپلو په ځواب کې د امریکا د باندنیو چارو وزارت د ولسمشر د جون د ۳۰ مې نېټې د ملي امنیت د جمهوري یاداښت سره سم اقدامات کوي چې د کویبا په هکله د ولسمشر ټرمپ قوي پالیسي پلي کړي.
ښاغلي ټرمپ په خپل یاداښت کې ویلي چې ،، په کیوبا کې د حکومت ضد سوله ایز مظاهره چیان په جبري ډول بندیان کېږي او په زندانانو کې په خورا بد وضیعت کې ساتل کېږي. د حکومت ضد مظاهره چیانو پرضد پرته له باسخاسه تشدد او تهدید ادامه لري. د سیاسي بندینانو، چې سوله ایزې مظاهرې یې کولې، د فامیل د غړو پرضد یواځي په دې خاطر چې د خپلو بندیانو د غیر مناسب نیولو پر ضد سوله ایز احتجاح کوي، انتقامي اقدامات کېږی.دغه راز عبادت کونکي ځورول کېږي او د خلګو د خواه په آزاد ډول راغونډیدلو باندې او د مدني ټولنې پر سازمانونو باندې بندیزونه لګول شوي دي. د بیان د آزادۍ حق چې په کښي انټرنیټ ته د لاس رسی حق هم شامل دی، د خلکو اخیستل شوی دی او آزاد مطبوعات درک نه لري. د امریکا متحده ایالات دغه ناوړه چلندونه غندي. ،،
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې ،، زما حکومت به په دوامداره ډول خپلې پالیسۍ ارزیابي کوي چې په کویبا کې د بشري حقونو حالت وده وکړي، د قانون حاکمیت تشویق شي، آزاد مارکیټ وده وکړي او دغه راز ولسواکي وده وکړي.،،
د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې ،، د کویبا د خلګو او دغه راز د ددې وچې د سیاسي بندیانو سره د خواخوږۍ په موخه د امریکا متحده ایالات د کیوبا د رژیم پر کلیدي مشرانو بندیزونه وضع کوي چې د بشري حقونو څخه په دې ناوړو سرغړونو کې دخیل دي. مونږ دغه راز پر هغو قضايي چارواکو او د زندان پر مسولینو باندې د ویزو بندیزونه لګوو چې د ۲۰۲۱ کال د جولای د میاشتې د مظاهره چیانو په غیر عادلانه بندیتوب او شکنجه کې دخیل دي.،،
ددې ترڅنګ د امریکا د باندنیو چارو وزارت د کیوبا د محدودیتونو لست نوی کوي او تازه معلومات په کې اچوي او د د کیوبا د استوګنې لست هم نوی کوي چې د امریکا د پیسو مخه ونیول شي چې ددغه وچې فاسدو ظلم کونکو ته ونه رسېږي.
د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې ،، دامریکا متحده ایالات به د کیوبا د خلګو د بشري حقوقو او د اساسي انساني آزادیوو ملاتړ وکړي او دا به واضیح کړي چې هیڅ غیر مشروع دیکتاتوري رژیمونو ته زموږ په سیمه کې ښه راغلاست نه ویل کېږي.،،
ښاغلي ټرمپ خپل د مې د ۲۰ مې نېټې په پیغام کې د کیوبا خلګو ته داسې وویل ،، د ډیرې مودې راهیسې د کیوبا کمونست رژیم د خلکو حقوق، چې آزاده ژوند وکړي ترپشو لاندې کړي او خلک یې نه تمامېدونکي غربت، تکلیف او ځورونې سره مخ کړی دي. امریکا به په سیمه کې زمونږ د ملګرو او متحدینو سره په ګډه کار وکړي ترڅو د کیوبا د خلکو دپاره ثبات، آزادي، همکاري او یوه آزاده راتلونکې رامنځ ته کړي.،،