امریکا د بهرنيو ترهګريزو سازمانونو په لست کې د اخوان المسلمین د ځانګړو څانګو د شاملولو لپاره ګام اخلي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرايي فرمان لاسلیک کړ چې د بهرنيو چارو وزیر او د مالیې وزیر ته لارښوونه کوي چې دا وارزوي چې د اخوان المسلمین ځینې څانګې د بهرنيو ترهګريزو سازمانونو (FTOs) او د خاصو نړيوالو ترهګرو (SDGTs) په توګه وټاکل شي او که نه.

د نومبر په ۲۴ نیټه ددې اقدام پر بنسټ، ولسمشر ټرمپ دیته لومړیتوب ورکوي چې د ترهګرۍ ضد پیاوړي اقدامات ترسره کړي څو امریکایان خوندي وساتي او د بهرنيو ګواښونو پر وړاندې د ملي امنیت پیاوړتیا یقیني او په ټوله نړۍ کې د سولې او ثبات هڅې ګړندۍ کړي.

اخوان المسلمین، چې بنسټ یې په ۱۹۲۸ کال کې په مصر کې کېښودل شو، له ملي ډلې څخه په یوې نړیوالې شبکې بدله شوه چې په منځني ختیځ او له هغه هاخوا په ګڼو نورو هېوادونو کې څانګې لري.

د دې موضوع اړوند، دوي په لبنان، اردن او مصر کې د تاوتریخوالي، ګډوډۍ او بې‌ثباتۍ په کړنو کې ښکېل دي او یا هم ورته ملاتړ برابروي چې د هماغې سیمې خلکو د متحدو ایالتونو اتباعو او د امریکا ګټو ته زیان رسوي.

د بېلګې په توګه، په اسراییلو کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې د بريد وروسته ، په لبنان کې د اخوان المسلمین پوځي څانګې د حماس، حزب‌الله او فلسطیني ډلو سره یوځای شوه او په اسراییلو کې یې پر ملکي او پوځي هدفونو څو راکټي بریدونه ترسره کړل.

په مصر کې د اخوان المسلمین د څانګې یوه لوړپوړي مشر د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نېټه د متحدو ایالتونو د شریکانو او ګټو پر ضد د تاوتریخوالو ډکو بریدونو غږ وکړ. د اخوان المسلمین د اردن د څانګې مشران له ډېر وخت راهیسې د حماس پوځي څانګې ته مالي او مادي ملاتړ برابروي.

دا ډول فعالیتونه په شام او د منځني ختیځ په نورو برخو کې د امریکایي ملکي وګړو امنیت، او د امریکا د سیمه ایزو شریکانو ثبات ته ګواښ پېښوي.

د متحدو ایالتونو تګلاره دا ده چې له خپلو سیمه ایزو شریکانو سره په همکارۍ، د ولسمشر د فرمان د درېیمې برخې په اساس، د اخوان المسلمین د هغو څانګو وړتیاوې له منځه یوسي او فعالیتونه یې ودروي چې د بهرنيو ترهګرو سازمانونو په توګه ټاکل کیږي، هغوی له سرچینو محروم کړي، او په دې توګه هغه ممکنه ګواښ پای ته ورسوي چې د امریکا اتباعو او د متحدو ایالتونو ملي امنیت ته متوجه دی.

د دې فرمان د صدور له نېټې څخه د ۳۰ ورځو په موده کې، د بهرنيو چارو وزیر او د مالیې وزیر، د لوی څارنوال او د ملي استخباراتو د رئیس سره په سلا مشورې، ولسمشر ته د ملي امنیت د چارو د ځانګړي مرستیال له طریقه یو ګډ رپوټ ورسپاري.

دغه رپوټ به دا ارزوي چې د امریکا د قوانینو او نورو اجراييوي فرمانونو له مخې، په ځانګړې توګه په لبنان، اردن او مصر کې د اخوان المسلمین کومه څانګه او یاهم کومه فرعي ډله، د بهرنيو ترهګرو سازمانونو په توګه وپیژندل شي.

دغه فرمان همدارنګه د بهرنيو چارو وزیر او د مالیې وزیر دیته مکلف کوي چې د رپوټ له سپارلو ۴۵ ورځې وروسته، که لازم وګڼل شي، دا ترهګریزې څانګې رسما د FTO او SDGT په توګه اعلان کړي.

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا داسې ګامونه اخلي چې نړیواله سوله او ثبات خوندي کړي او امریکا خوندي وساتل شي.