امریکا د مادورو رژیم ته نږدې اشخاص او هغه کسان چې د تیلو په سکتور لګول شوي بندیزونه ماتوي په نښه کوي

د امریکا د مالیې وزارت

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) په وینزویلا کې د نیکولاس مادورو نامشروع رژیم په نښه کوي، چې پکې د مادورو د میرمنې، سیلیا فلورس، په دریو وریرونو؛ د مادورو سره تړلی په یو سوداګر؛ او د وینزویلا د تیلو په سکتور کې د کار کولو په شپږو باربري شرکتونو بندیزونه لګوي.

د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ وویل: "نیکولاس مادورو او په وینزویلا کې د هغه جنایتکاره ملګري متحدو ایالتونو ته مخدره توکي لیږي چې د امریکا خلک مسموموي." د متحدو ایالتونو هغه اقدام چې د ډسمبر په ۱۱مه اعلان شو د مادورو رژیم د مسؤل ګرځولو لپاره د یو لړ اقداماتو یوه برخه ده.

د سیلیا فلورس دوه وریرونه، ایفرین انتونیو کامپو فلورس (کامپو) او فرانکوا فرانسسکو فلوریس دی فرییتاس (فلورس دی فرییتاس) په وینزویلا کې د مخدره توکو د قاچاقبرانو په توګه پیژندل شوي دي.

کامپو او فلورس دي فریټاس چې عموما د "مخدره توکو د وریروڼو" په نوم پیژندل کیږي د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې، په داسې حال کې د هایټي په پورټ-او-پرنس کې ونیول شول چې متحدو ایالتونو ته یې د سلګونو کیلوګرامه کوکاینو د لیږدولو لپاره یوه معامله نهایی کوله.

دوی د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې، د مخدره توکو د قاچاق په تور محکوم شول، خو د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې د ولسمشر جو بایډن لخوا وبښل شول او بیرته وینزویلا ته ورستانه شول او تر ۲۰۲۵ کال پورې یې د مخدره توکو د قاچاق فعالیتونو ته دوام ورکړ.

کارلوس ایرک مالپیکا فلورس (مالپیکا)، د سیلیا فلورس درېیم وراره چې د بندیزونو په لیست کې شامل شوی، او د وینزویلا پخوانی ملي خزانه دار او د وینزویلا د دولتي تیلو شرکت، پیټرولیوس ډی (PDVSA) د وینزویلا مرستیال ولسمشر، د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د بندیزونو په لست کې شامل شو، خو په ۲۰۲۲ کال کې د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) د ځانګړي ټاکل شوي اتباعو او اشخاصو (SDN) له لیست څخه لرې کړای شو ترڅو د یوې موافقې لپاره د خبرو اترو بیا پیل اسانه کړي چې په پای کې د بایډن ادارې لخوا په وینزویلا کې د ډیموکراتیکو ټاکنو د بیا پیل لپاره تعقیب شوې وه.

مادورو په هیواد کې د ډیموکراتیکو ارزښتونو څخه انکار ته دوام ورکوي او د وینزویلا د خلکو اراده نه مني، او له همدې امله دا د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست په ګټه ده چې د مادورو رژیم سره تړلو اشخاصو باندې فشار ته دوام ورکړي. په همدې اساس، د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) د وینزویلا د اوسني یا پخواني حکومتي چارواکي، مالپیکا په لست کې اچوي.

دا اقدام د مالیې وزارت لخوا د مادورو په فساد، په ظوابطو باندې روابط غوره ګڼل (خپلولي پالل) او د مخدره توکو د قاچاق د شبکې نښه کولو لپاره وروستۍ هڅه ده. مالپیکا، کمپو، او فلوریس ډی فریټاس د مادورو، سیلیا فلوریس، د مادورو زوی، نیکولاس مادورو ګیرا، او سیلیا فلوریس درې زامن، والټر ګویدیا فلوریس، یوسر ګویدیا فلوریس، او یوسوال ګویدیا فلوریس سره یوځای د SDN لیست کې اچول شوي دي.

وزیر بیسنټ وویل، "د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې، د مالیې وزارت [د ونیزویلا] رژیم او د هغه د ملګرو او شرکتونو شبکه د دوامداره جنایتونو مسؤل ګڼي."